د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د سره صلیب کمېټه: د شتمنیو کنګل کېدل میلیونونه عام افغانان اغېزمن کړي


کابل کې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ
کابل کې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د شتمنیو د کنګل کېدو هدف د هغو چارواکو مجازاتول وو چې پر قدرت دي، خو د دې پرځای یې په افغانستان کې په میلیونونو افغانان چې د بقا لپاره اساسي خدماتو ته اړتیا لري، اغېزمن کړي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا خبره د دې ادارې د عملیاتي چارو مشر، ډامنیک سټیلهارټ افغانستان ته تر سفر وروسته کړې ده.

د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغانستان نهه نیم میلیارده ډالره شتمني د امریکا د متحدو ایالاتونو په بانکونو کې کنګل شوه چې د طالبانو حکومت ورته لاسرسی نه لري.

په داسې حال کې چې د خوراکي او نورو ضروري موادو بیې لوړې شوي، ژمی هم په را رسېدو دی او په افغانستان کې د بې کارۍ اندازه هم زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) ویلي، که د افغانستان کرنه او معیشت سم د لاسه خوندي نه شي، په میلیونونو افغانان ښايي له یوه ناورین سره مخامخ شي.

FAO ویلي، د را روان پسرلي پرمهال په خپل سکټور کې د بېړني اقدام لپاره ۱۱۵ میلیون ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

خو په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو بشري اړتیاوې او د بې وزلۍ اندازه په پراخېدو ده.

ګڼو افغانانو له ازادي راډیو سره په تماسونو کې شکایت کړی چې اوس هم د بشري مرستو په وېش کې عدالت په پام کې نه نیول کېږي: "قسم په خدای چې ټولې مرستې یوه مستحق کس هم نه ده لیدلې. هغو کسانو ته چې د دغو موسسو او ادارو واک په لاس کې ورکړل شوی، دغه مرستې خپلو خپلوانو ته ورکړې. خپلو کورونو ته یې یووړې. مستحقو کسانو ته نه دي رسېدلي."

افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو بشري اړتیاوې او د بې وزلۍ اندازه په پراخېدو ده.
افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو بشري اړتیاوې او د بې وزلۍ اندازه په پراخېدو ده.

یوه بل اورېدونکي وویل: "​افغانستان ته یو نسبي امن راغلی دی، خو خلک په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخامخ دي. په سلګونو روغتونونه تړل شوي. دولتي روغتونونه د دارو درملو له کموالي سره مخامخ دي. د خلکو له ۸۰ تر ۹۰ فیصده یې د بېوزلۍ تر کرښه لاندې ژوند کوي. خلکو ته د کار شرایط هم برابر نه دي."

د اروپايي کمېسیون د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د څانګې مشرې پراسکیفي میچو په بروکسل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې، ډیبرا لاینز سره له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام، روغتيايي خدماتو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

مېرمن میچو پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په روان بحران کې د افغانانو ملاتړ ته په ګډه دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تاز راپور کې راغلي، اتلس اعشاریه څلو میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG