د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د کورنۍ نړيواله ورځ؛ عادله د خپلې کورنۍ د بېرته یوځای کېدو هیله لري


ارشیف: د افغانستان د یوې کورنۍ یو انځور
ارشیف: د افغانستان د یوې کورنۍ یو انځور

نن د مې ۱۵مه د کورنۍ نړیواله ورځ ده، یو شمېر هغه افغانان چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته له هېواده وتلو ته اړ شوي وايي چې د جمهوري نظام ړنګېدل او ناغوښتل شوې کډوالۍ، دوی له خپلو کورنیو جلا کړي دي.

عادله وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او د ناغوښتل شوې کډوالۍ له امله یې له کورنۍ څخه جلا شوې ده.

عادله د بنګله‌دېش د یوه پوهنتون محصله ده.

نوموړې د جمهوري نظام له نسکورېدو مخکې د لوړو زده کړو لپاره د بورسیې له لارې دغه هېواد ته تللې وه.

عادله وايي، د جمهوري ریاست له ړنګېدو څه موده مخکې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره کابل ته تللې وه او د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړه.

د اغلې عادلې په خبره، مور او پلار يې له هغو خویندو او ورونو سره يې چې عمرونه یې له اتلس کلونو کم و، په پاکستان کې له پاتې کېدو څو مياشتې وروسته يو اروپايي هېواد ته کډوال شول، خو دا او ورور يې د هغوی د عمرونو له وجهې د کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای نه‌شول.

عادلې ازادي راډيو ته وویل چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره به بېرته بنګله‌دېش ته ولاړه شي، خو ورور به يې په پاکستان کې بې برخلیکه وي.

عادله یو بل ورور هم لري چې په روسیه کې زده کړې کوي.

نوموړې وايي: "موږ له هغه کورنیو څخه یو چې هر یو مو د نړۍ په یوه ګوښه کې د نامعلومې راتلونکي سره د دې انتظار باسو چې نن یا سبا به د افغانستان وضعیت بدل شي او موږ ټول له خپلې کورنۍ سره یو ځای او خپل هېواد ته ستانه شو."

عادله په دې اړه اندېښنه لري چې دا او ورور به یې له زده کړو وروسته چېرته ولاړ شي؟

فهیم کوهدامني یو بل افغان دی چې وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپلې کورنۍ له غړو څخه جلا شوی دی.

کوهدامني وايي، سره له دې چې تر اتلس کلنۍ کم‌عمره ماشومان لري او د هغوی د روزنې لپاره يې له مېرمنې او ماشومانو سره د ده شتون اړين دى، خو تر اوسه نه‌دی توانېدلای له کورنۍ سره يو ځاى شي.

د نوموړي په وينا، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مې نېټې په وروستۍ الوتنه کې هند ته ولاړ او څه موده وروسته یې کورنۍ د يوه مرستندويه بنسټ له‌خوا بل هېواد ته ولېږل شوه.

نوموړی وايي: "کله چې زه ډهلي ته ولاړم زما کورنۍ یو څه موده کابل کې پاتې شوه بیا د یوه مرستندویه بنسټ له‌خوا له افغانستان څخه بهر ولېږل شوه. تر اوسه زه د نړۍ په یوې ګوښه کې یم او کورنۍ مې په بلې کې. موږ یوازې د ټلیفون له لارې سره اړیکه کې یو. ډېرې هڅې مې وکړې چې هغوی ته ځان ورسوم، خو له بده مرغه ونه‌شو."

يو خبريال هم چې نه يې غوښتل نوم يې په دې راپور کې واخيستل شي وايي، څو مياشتې وړاندې فرانسې ته ورسېد، خو مېرمن او ماشومان يې لا هم په افغانستان کې دي.

د ده په وينا، فرانسې ته د ده د کورنۍ د لېږدولو هڅو لا هم کومه پایله نه‌ده ورکړې.

دا خبريال وايي: "زما کورنۍ لا هم په افغانستان کې ده او زه دلته یوازې ژوند کوم. هڅه کوم چې کورنۍ مې هم دلته وغواړم، خو ستونزې او خنډونه زیات دي. تر اوسه نه یم توانېدلای چې خپله کورنۍ دلته وغواړم ځکه لا هم ستونزې شته دي."

دا افغان کډوال په داسې حال کې د خپلو کورنیو له لریتوب څخه غمجن دي، چې نن د مې ١٥مه د کورنۍ نړیواله ورځ ده.

د ۱۹۹۳ کال د سپټمبر په ۲۰مه ملګرو ملتونو دغه ورځ د کورنۍ ورځې په نوم ونوموله.

د دې اقدام موخه د ټولنې د بنسټیز رکن په توګه کورنۍ ته د نړیوالې ټولنې د اهمیت څرګندول او د هغو مسئلو له منځه وړل دي چې کورنۍ ګواښي.

نا امني او بې‌وزلي په ځانګړي ډول له ۲۰۱۴ کال وروسته، د افغانانو د کډوالۍ دوه اصلي لاملونه وو، خو په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته ډېری افغانان د تخلیې (ایستلو) پروسې له لارې اروپايي هېوادونو، امريکا، اسټراليا، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډوال شول.

ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور August 30, 2021
ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور August 30, 2021

ډېری دا کسان سیاسي او د بشري حقونو فعالان، خبریالان، د ړنګ شوي جمهوري نظام کارکوونکي، د ناټو د غړو هېوادونو افغان همکاران او ټولنیز فعالان وو.

د کوربه هېوادونو د قوانینو پر بنسټ یوازې مور، پلار او له ١٨ کلنو کم‌عمره ماشومان په کورنۍ کې راځي.

خور، ورور او له اتلس کلونو څخه لوړ عمر لرونکي اولادونه په کورنۍ کې نه شمېرل کېږي.

په ځينو برخو کې ان د کورنیو هغو غړو یو ځای کېدل چې په شرایطو برابر دي هم ډېر وخت نیسي.

XS
SM
MD
LG