د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

منیزه کاکر: د پاکستان په سند کې ډېری نیول شوي افغانان قانوني اسناد لري


په کراچۍ کې د هغو نیول شویو افغانانو د کډوالۍ کارتونه چې پولیسو نیولي دي. 15.04.2023
په کراچۍ کې د هغو نیول شویو افغانانو د کډوالۍ کارتونه چې پولیسو نیولي دي. 15.04.2023

د پاکستان په سند ایالت کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منیزه کاکړ د پاکستان له زندانونو د څه باندې پنځوسو افغانانو له خوشې کېدو وروسته وايي چې د دغه ایالت د پولیسو له خوا ډېری نیول شوي کسان قانوني اسناد لري.

سمیرا پرتو وايي چې مېړه یې د روژې په میاشت کې د خور له خاوند او ورور سره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی او په زندان کې دی.

د دې په وينا، ناروغ مېړه يې له تېرو ٢٥ ورځو راهيسې د پاکستان د کراچۍ ښار په لاندي زندان کې دى.

هغې وویل: "اوس مې مېړه ناروغه دی، په اوږه کې یې یوه دانه وه. ډاکترانو وویل چې شاید سرطان وي، باید عملیات شي. بیا مو عملیات کړ، پنځه ورځې یې د عملیات څخه تېرې وې د کوکونو اخیستو لپاره روان و چې پولیسو ونیوه. اوس بندي دی، په ۲۸مې نېټې یې محکمه وه چې ومې لیده ټول کوکونه یې خراب شوي دي. له کوکونو یې خیره راځي. ډېره شدیده تبه هم لري. ډېر یې وضعیت خراب دی."

سمیرا وايي چې دوی له ۱۸ میاشتو راهیسې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره په پاکستان کې ژوند کوي او په دې وروستيو کې يې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت ټوکن تر لاسه کړی و.

په همدې حال کې د پخواني نظام د ملي امنیت د یوه کارکوونکي مور عزیز‌ګل ازادي راډيو ته وویل چې زوی یې له لسو میاشتو راهیسې د پاکستان د اسلام اباد په راولپنډۍ زندان کې دی.

هغه وايي چې د خپل زوی څخه هېڅ خبره نه ده او وروستی خبر يې چې ترې ترلاسه کړی دا و چې زوی يې غواړي په زندان کې د نه خوړو اعتصاب وکړي.

هغې زیاته کړه: "په زندان کې څو ځله پرې حمله وشوه. یو میاشت مخکې یې راسره اړیکه ونیوه. خو وروسته له هغې نه پوهېږم چې څنګه دی؟ چېرې دی؟ د نه خوړو اعتصاب یې مات کړی که نه؟"

د پاکستان حکومت تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ۲۰۲۲م کال په پای کې یې اعلان کړی و چې له هغو بهرنیو اتباعو سره به جدي او قانوني چلند وکړي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان له زندانونو څخه ۵۶ افغانان خوشې شول.

د پاکستان په سند ایالت کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم خوشې شويو کسان قانوني اسناد نه درلودل، خو د پاکستان د پولیسو له خوا بندیان شوي اکثره افغانان قانوني اسناد لري.

کاکړ وویل: "دا مهال د سند په بېلابېلو زندانونو کې شاوخوا ۶۰ افغانان بندیان دي. د یادونې ده چې د افغانانو نیول لا هم دوام لري او ډېری کسان چې بندیان کېږي قانوني اسناد لکه ویزه، پي یو آر کارت یا ای ټي سي کارت لري. د هغو افغانانو نیول چې قانوني اسناد لري د قانون خلاف کار دی او دا کار ډېری وخت په سند کراچۍ کې ترسره کېږي."

د اغلې کاکړ په وینا، افغانان د پاکستان په زندانونو کې به بد وضعیت کې دي، روغتیایي خدمتونه او ان د اوسېدلو مناسب ځای نه لري.

په کراچي ښار کې د افغانستان قونسلګري چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده وايي چې دا افغانان د یادې قونسلګرۍ د هلوځلو په ترڅ کې خوشې شوي دي.

د دې قونسلګري سرپرست سیدعبدالجبار تخاري د شنبې په ورځ رسنیو ته یو لېږلي ويډيويي پیغام کې ویلي چې تر اوسه ٢ زره او ٢٢٠ افغانان د کراچي ښار له زندانونو خوشې او بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته پاکستان ته د افغانانو کډوالي ډېره شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG