د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

منيزه کاکړ: پاکستان د قانوني اسنادو لرونکي ۱۱ افغانان نيولي


 په کراچۍ کې راجسټر شوي افغان کډوال چې نيول شوي دي، ارشيف
په کراچۍ کې راجسټر شوي افغان کډوال چې نيول شوي دي، ارشيف

پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغان قانوني کډوالو د زنداني کولو په لړ کې ۱۱ نور افغان کډوال هم زنداني کړي.

دا خبره په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډیو ته کړې او ویلي يې دي، ياد کډوال د پاکستان له حکومت او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي.

اغلې کاکړ په دې اړه یوه ویډیو هم له ازادي راډیو سره شریکه کړې ده.

دا ويډیو د هلمند ولایت د اوسېدونکي اغا میر ده، چې په کراچۍ کې بندي دی.

اغا میر چې د پاکستاني حکومت له‌خوا ورکړل شوی د افغان تابېعت (ACC) کارت یې په لاس کې دی ادعا کوي، دا درېیم ځل دی چې د پاکستاني پولیسو له لوري زنداني کېږي.

نوموړی وايي: "موږ د شپې ویده یو، دوی راشي چاپه راباندې وهي، وايي پیسې راکړئ، له موږ سره پیسې نه وي. هغه مو راوړي زندان ته، وايي که پیسې راکړئ، خوشې کوو مو، که یې نه راکوئ، نه مو پرېږدو."

"تېرو ورځو کې ۱۱ افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد لري
منيزه کاکړ

د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، سره له دې چې له اختر مخکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري څخه غوښتنه کړې وه چې، تر اختر مخکې نیول شوي افغانان ازاد کړي، خو د نوموړې په خبره د ښاغلي زرداري له ژمنې سره هم دا زندانیان نه‌دي ازاد شوي او اوس هم د ۱۰۰ په شاوخوا کې راجستر شوي افغان کډوال په سند ایالت کې زنداني دي.

اغلې کاکړ وايي: "تېرو ورځو کې ۱۱ افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد لري، پولیس په دوی تور لګوي چې قانوني اسناد نه‌لري، موږ د هغوی اسناد رسنیو ته هم وښودل، په دوی کې داسې کسان هم شته چې د دریم ځل لپاره نیول کېږي او مخکې دوه ځله عدالت په دې خاطر بېرته ازاد کړي وو چې دوی اسناد درلودل. پولیسو دلته له دې موضوع یوه سوداګري جوړه کړې ده."

په کراچۍ کې د راجستر شویو افغان کډوالو د زنداني کېدو او د دې مسلې د حل په اړه مو په کراچۍ کې د طالبانو په واک کې د افغانستان د قونسلګرۍ له سرپرست سید عبدالجبار تخاري څخه هم وپوښتل، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په پاکستان د هغو افغان کډوالو ترڅنګ چې له پخوا راهیسې په دغه هېواد کې مېشت دي، هغه افغانان هم د خپلې استوګنې په اړه اندېښمن دي، چې د خپلو P2 کېسونو د مخته وړلو لپاره په دې وروستیو کې دې هېواد ته ورغلي دي.

"زموږ کېسونه له دوو کلونو راهیسې هېڅ نه‌دي پروسس شوي

دوی وايي ورځ تر بلې یې ستونزې ډېرېږي او د حل لپاره یې اقدام نه کېږي.

له دې ډلې عید محمد حکیمي چې د P2 کېس لري ازادي راډيو ته وویل، په یوه بې برخه‌لیک حالت کې ژوند کوي.

نوموړی وايي: "زموږ کېسونه له دوو کلونو راهیسې هېڅ نه‌دي پروسس شوي، موږ په یوه بد حالت کې دلته ژوند کوو. کار نه‌شو کولای، څومره پیسې مو چې درلودې، په دوو کلونو کې مصرف شوې، خپل کورونه او نور شته شیان مو خرڅ کړل او اوس په یو بد اقتصادي حالت کې ژوند کوو."

په کراچۍ کې راجسټر شوي افغان کډوال نیول شوي.
په کراچۍ کې راجسټر شوي افغان کډوال نیول شوي.

تازه په پاکستان کې د P2 کېس لرونکو په یوه لیک د امریکا متحده ایالاتو له حکومت غوښتي چې په دې هېواد د بیا مېشېدنې د ملاتړ مرکز (Resettlement Support Center) دفتر پرانیزي چې په پاکستان کې د P2 کېس لرونکو کارونه مخته یوسي او نور د دوی کارونه و نه ځنډېږي.

د لیک د لیکونکو په استازیتوب محمد باقر احمدي ازادي راډيو ته وویل: "خپله غوښتنه مو په دې لیک کې مطرح کړې ده چې د خپلو کېسونو د مخته وړلو غوښتونکي یو، د امریکا له‌خوا ټاکل شوې موده ۱۸ میاشتې وه خو د ۱۸ میاشتو له تېرېدو وروسته مو هم په کېسونو کې هيڅ پرمختګ نه‌دی شوی. د لیک په یوه برخه کې غوښتنه شوې چې که د پاکستان حکومت د داسې یوه دفتر د پرانیستلو اجازه نه ورکوي، د IOM د دفتر په څېر دې له بدیلو لارو کار واخلي او زموږ د پناغوښتنې دوسیې دې وڅېړي."

په پاکستان کې مخکې هم افغان کډوالو او هغوی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خپلو کېسونو د مخته وړلو په خاطر دې هېواد ته ورغلي، د شته ستونزو او د پاکستاني پولیسو له‌خوا له دوی سره د ناوړه چلند له امله شکایتونه کړي، خو لا تر اوسه هم دا ستونزې نه‌دي حل شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG