د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

منيزه کاکړ: تر اوسه د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا سل تنه افغانان بنديان دي


د پاکستاني پوليسو له‌خوا نيول شوي افغانان، ارشيف
د پاکستاني پوليسو له‌خوا نيول شوي افغانان، ارشيف

د پاکستان په زندانونو د افغان بندیانو یوه مدافع وکیله وایي، تر اوسه شاوخوا سل تنه افغانان د ویزې یا نورو لازمو اسنادو د نه درلودلو په تور په کراچۍ او د سند ایالت د نورو ښارونو په زندانونو کې بندیان دي.

د افغان بندیانو مدافع وکیلې او د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې منیزه کاکړ تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د ډېرو دغو بندیانو دوسیې بشپړې شوي او د نورو یې د بشپړېدو په حال کې دي.

"په کراچۍ او د سند ایالت په بېلابېلو ښارونو کې دا مهال شاوخوا سل تنه افغانان بندیان دي.
کاکړ

نوموړې زیاته کړه، که فدرالي حکومت وغواړي د ټولو قانوني پروسو له بشپړېدو پرته هم کولای شي ټول افغان بندیان خوشې کړي.

اغلې کاکړ وايي: "په کراچۍ او د سند ایالت په بېلابېلو ښارونو کې دا مهال شاوخوا سل تنه افغانان بندیان دي. په دې افغانانو کې د اکثرو چې کومې قضیې دي د عدالت له‌خوا هغه بشپړې شوې دي. که فدرال ګورنمنټ وغواړي نو هغوی هم د عدالت له امر نه بغیر د دې بندیانو د ډيپورټ امر جاري کولای شي."

اغلې کاکړ همدارنګه وویل، د افغانانو د نیولو او بندیانولو بهیر بشپړ نه‌دی درېدلی او زیاته یې کړه چې، په دې وروستیو څو ورځو کې یو شمېر نور افغانان هم د لازمو اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي دي.

پاکستان کې نيول شوي افغان کډوال، ارشيف
پاکستان کې نيول شوي افغان کډوال، ارشيف

په عین حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال بلاول بوتو زرداري سره په وروستیو ټيلفوني خبرو کې د پاکستان په زندانونو کې د افغان بندیانو پر موضوع هم خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې ټول بندیان دې له کوچني اختر مخکې خوشې شي.

ټول بندیان دې له کوچني اختر مخکې خوشې شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې د دې خبرې پخلی وکړ.

نوموړي ويلي: "دغه راز محترم متقي صاحب له نوموړي (بلاول بوتو زرداري) غوښتنه ترسره کړه چې د نېکمرغه کوچني اختر تر رارسېدو مخکې د پاکستان په زندانونو کې بند افغان بندیان خوشې کړي ترڅو هغوی وکولای شي اختر په کور تېر کړي."

ښاغلي تکل همدارنګه وویل، په دې خبرو کې ښاغلي زرداري د بندیانو د خلاصون ډاډ ورکړ.

د پاکستان په زندانونو کې اوس هم سلګونه افغانان بنديان دي.
د پاکستان په زندانونو کې اوس هم سلګونه افغانان بنديان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، بلاول بوټو زرداري له امیرخان متقي سره په ټليفوني خبرو کې د علاقې وړ یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې په مشخص ډول په پاکستان کې د افغان بندیانو موضوع ته اشاره نه‌ده شوې، خو ټینګار شوی چې پاکستان یوه سوکاله، امن او ثبات لرونکي افغانستان ته ژمن دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل دغه راز وویل، له کله چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، په اسلام‌اباد کې د سفارت او په کراچۍ کې د جنرال قونسلګرۍ د هڅو پر مټ یې تر اوسه له دوو زره زیات بندیان د پاکستان له زندانونو راخوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG