د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

کاکړ: د پاکستان پولیسو راجستر شوي او اسناد لرونکي افغان کډوال نیولي


راجستر شوي افغان کډوال چې تازه په کراچۍ کې د پاکستانیو پولیسو له لوري نیول شوي.
راجستر شوي افغان کډوال چې تازه په کراچۍ کې د پاکستانیو پولیسو له لوري نیول شوي.

په پاکستان کې ځینې افغان کډوال او استازي یې وايي، وروسته له هغې چې په دې هېواد کې له ملګرو ملتونو او د پاکستان له حکومت سره د راجستر شویو افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوې، د دوی اندېښنې یې هم ډېرې کړي دي.

یو افغان کډوال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې له اسنادو سره هم اوس افغان کډوال نیول کېږي، ځورول کېږي او بېرته په رشوت خلاصېږي.

په کراچۍ کې راجستر شوي افغان کډوال چې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
په کراچۍ کې راجستر شوي افغان کډوال چې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

هغه وویل: "په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه دی، د قانوني اسنادو له درلودلو سره هم پولیس کډوالو ته ستونزې جوړوي، زنداني کوي یې او بېرته یې په رشوت پرېږدي."

په پاکستان کې د کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ هم وايي، په وروستیو کې پاکستاني پولیسو هغه افغانان هم نیولي چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازولۍ او د پاکستان له حکومت سره راجستر دي یا هم ویزې لري.

اغلې کاکړ وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د نیول شویو ۱۴۰۰ افغانانو له ډلې ۴۰۰ یې هغه کډوال دي چې د ملګرو ملتونو سازمان لخوا د POR یا د پاکستان د حکومت لخوا د افغان تابعیت ACC کارتونه او یا هم ویزې لري، خو بیا هم په خبره یې نیول شوي او پولیسو یې اسناد ضبط کړي یا یې له منځه وړي.

کاکړ وویل: "په دې کې داسې افغانان هم شته چې له هغوی سره پوره اسناد لکه POR یا ACC کارتونه شته، خو د دې باوجود هم دوی نیول شوي. ډېری داسې هم دي چې کارتونه ورسره وو، خو پولیسو ترې ضبط کړي یا یې خراب کړي، نو اوس له دوی سره هغه کارتونه هم نه شته چې له دې امله به دوی بېرته افغانستان ته ډيپورټ شي."

د هغو دوو افغان کډوالو کارتونه چې د پاکستانیو پولیسو له لوري د سند په کراچۍ ښار کې نیول شوي او اوسمهال په بند کې دي.
د هغو دوو افغان کډوالو کارتونه چې د پاکستانیو پولیسو له لوري د سند په کراچۍ ښار کې نیول شوي او اوسمهال په بند کې دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو یو استازی ظاهر پښتون هم مني چې په دغه هېواد کې هغه کډوال نیول کېږي چې راجستر دي، خو په وینا یې دا کار تر ډېره په سند ایالت کې کېږي.

پښتون وویل: "په کراچۍ کې هغه افغان کډوال نیول شوي چې قانوني اسناد نه لري، ورسره پولیسو د پیسو یا خپل لالچ په خاطر هغه کډوال هم نیولي چې POR کارت لري. له دوی سره یا POR کارت یا یې کاپي ورسره وي چې پولیس یې د څو پیسو په خاطر ترې پټوي."

له جګړو کډه شوي افغانان چې اوس هم میلیونه یې په پاکستان کې دېره دي، ۱،۴ میلیونه یې له ملګرو ملتونو سره راجستر دي او د POR کارتونه ورکړل شوي، د دې ترڅنګ په لکونو نورو ته بیا د پاکستان حکومت د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت سره په همغږۍ د افغان تابعیت ACC زېړ کارتونه ورکړل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو اوسېدل قانوني کړي او د ځورونو مخه یې ونیول شي، خو اوس دا راجستر شوي افغان کډوال هم وايي چې د زنداني کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان حکومت تر دې مخکې هغه ګڼ شمېر افغانان هم نیولي وو چې له قانوني اسنادو پرته د درمنلې په خاطر دې هېواد ته ورغلي وو چې له دې ډلې څلور تنه یې په زندان کې مړه هم شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG