د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

نړيوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د هغو افغانانو د ستونزو په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په قاچاقي لارو امریکا ته تللي.

دا او نور کډوال د متحدوایالاتو او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دېوالونو شا ته بند پاتې دي.

ورځپاڼه د یوه ۳۳ کلن افغان چې د عبیدالله په مستعار نوم یې پېژندلی کیسه را اخیستې.

هغه وايي، په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی او اوس مهال د مکسیکو د شمال له تیخوانا ښار څخه د امریکا خاورې ته اوښتی دی.

په مطلب کې راغلي چې، کډوال د پوځي ګزمو له وېرې د سرحدي دېوال شاته بې له خوړو او سرپناه وخت تېروي.

له دې ډلې ځینو د سرحدي دېوال ترمنځ سیمه کې په مرکو کې ادعا کړې چې امریکايي مامورینو په ورځو ورځو دوی له ډوډۍ او بړستنو پرته هلته ساتلي.

لاس انجلس ټایمز د عبیدالله له قوله لیکي چې وايي، ده متحدوایالتونو ته له رسېدو سره سم داسې انګېرله چې خوندي ځای ته رسېدلی، خو نوموړی زیاتوي چې برعکس ده ولیدل چې له سلو نورو پناه غوښتونکو سره یوځای د دوو سرحدي دېوالونو ترمنځ لومه کې بند پاتې دی.

عبیدالله چې د افغانستان او نورو هېوادونو کډوال هم ورسره دي وايي، د سرحدي ګزمو مامورینو ورته ویلي چې باید په توقیف کې پاتې شي خو د اوسېدو ځای، اوبه او ډوډۍ نه ورکوي.

نوموړی وايي په دې ځای کې بشري حقونو ته درناوی نه‌شته او له دوی سره د سپیو یا حیواناتو په څېر چلند کېږي.

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکلي دي، د سرحدي ګزمې ځواکونو، د هېوادني امنیت وزارت او نورو اړوندو ادارو په دې اړه د تبصرې لپاره د ورځپاڼې پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

ګلوبل هرالډ:

برېتانوۍ ن‌لاین خپرونې ګلوبل هرالډ په یوه مطلب کې په افغانستان کې د هغو ښوونکو په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې ښوونځیو ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخامخ دي.

ورځپاڼې د ختیځ ننګرهار ولایت د یوې لیرې پرتې سیمې د ښوونکو ويډيو خپرې کړې ده چې، د اقتصادي ستونزو له کبله هر سهار د ټایرونو له ټیوبونو په جوړه جاله کې له اوبو پورې وځي او ښوونځي ته ځي.

ګلوبل هرالډ دا ویډیو له یوې چینایۍ ورځپاڼې څخه ترلاسه کړې ده.

په دې ویډیو کې د مومندرې ولسوالۍ د ښوونکو یوه ډله لیدل کېږي چې ښوونځي ته د تلو لپاره په جاله کې له سیند څخه پورې وځي.

ورځپاڼه لیکي چې، دې ښوونکو له کلونو کلونو راهیسې له حکومتونو غوښتي دي چې یا د سیند پرسر یو پل ورته جوړ کړي او یا کشتۍ ورته چمتو کړي خو ځواب یې نه‌دی ترلاسه کړی.

ګلوبل هرالډ لیکي، د څو لسیزو جګړو د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی دی خو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصادي بحران نور هم ژور شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG