د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

په نوي ډیلي کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځي بندېدو اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په هند کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځي زده کوونکي
ارشیف: په هند کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځي زده کوونکي

احتمال شته، چې په هند کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځی چې افغان زده کوونکي په کې زده کړې کوي وتړل شي.

هندۍ ورځپاڼې انډین ایکسپریس د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د سیدجمال الدین افغان ښوونځی به د بودیجې د نشتوالي له امله چې مخکې به یې د افغان حکومت لخوا مالي ملاتړ کېده، د مې میاشتې په پای کې وتړل شي.

د ورځپاڼې په حواله د دغه ښوونځي زده کوونکي به هندي ښوونځیو ته ولېږدول شي.

د سید جمال الدین افغان لېسې مسوولانو په دې اړه له ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو له موضوع یوې باخبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست له سقوط وروسته د دغه ښوونځي لګښت چې ۳۰۰ هلکان او نجونې په کې زده کړې کوي د هند د بهرنیو چارو وزارت لخوا ورکول کېده.

نوموړې زیاته کړې، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت هم د سيدجمال الدين افغان لېسې مسوولانو ته ويلي چې د دغه ښوونځي تعمیر دې تخلیه او زده کوونکي دې هندي ښوونځیو ته انتقال کړي.

ارشیف: په نوي ډیلي کې د سیدجمال الدین د ښوونځي نجونې زده کوونکې
ارشیف: په نوي ډیلي کې د سیدجمال الدین د ښوونځي نجونې زده کوونکې

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د دغه ښوونځي د دوام او يا نه دوام د وروستۍ پرېکړې په اړه په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت وپوښتي، خو د یاد سفارت د اړیکو مسوول د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د سیدجمال الدین افغان ښوونځي د تړل کېدو د احتمال موضوع په هند کې یو هغه افغان کورنۍ اندېښنې کړي چې ماشومان یې په دغه ښوونځي کې زده کړې کوي.

د دغه ښوونځي د یوه زده کوونکي مور سویرا ازادي راډیو ته وویل: "زما زوی هم په همدې ښوونځي کې زده کړې کوي او هره ورځ یو ساعت تګ راتګ کوي. که دا ښوونځی بند شي نو ډېری هغه کډوال چې ماشومان یې دلته زده کړې کوي ناهیلې به شي. زه هیله لرم چې دا ښوونځی خپل فعالیتونه ته دوام ورکړي."

په نوي ډیلي کې د افغان کډوالو یوې استازې شازيه کوهستانۍ وايي چې د دغه ښوونځي د زده کوونکو او ښوونکو د کورنيو اندېښنې يې په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفارت سره شريکې کړې دي.

کوهستانۍ وویل: "کورنۍ اندېښمنې دي او غواړي چې ښوونځی باید پرانیستی پاتې شي څو ماشومان یې زده کړې وکړي. موږ له سفارت سره جلسې درلودې، دوی ژمنه کړې چې لا دوه میاشتې شته دوی به د هند د بهرنیو چارو وزارت سره هم خبري وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې ښوونځي زده کوونکي دې هندي مکتبونو ته انتقال کړي."

د ازادي راډیو خبریال دغه راز وغوښتل چې د دې ښوونځي له ځينو ښوونکو او زده کوونکو سره هم خبرې وکړي، خو دوی له خبرو ډډه وکړه.

ارشیف: په نوي ډیلي کې د سیدجمال الدین ښوونځي یو ټولګی
ارشیف: په نوي ډیلي کې د سیدجمال الدین ښوونځي یو ټولګی

د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځی اوسمهال ۳۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکي لري چې تر دولسم ټولګي پورې په دري او پښتو ژبو وړیا زده کړې ورکول کېږي.

دې ښوونځي په ۱۹۹۴ کال کې خپل فعالیت پیل کړ او په ۲۰۱۷ کال کې په لېسې بدل شو چې لګښت یې د تېر حکومت له خوا ورکول کېده.

د ياد ښوونځي د احتمالي تړلو خبر په داسې حال کې د افغان کډوالو اندېښنې زیاتې کړي چې د ځينو په خبره د اقتصادي ستونزو او قانوني اسنادو د نشتوالي له امله له زده کړو پاتې شوي دي.

په نوي ډیلي کې د افغان کډوالو کمېټې د احصائيې له مخې په هند کې له ٩ تر ١١ زرو افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې قانوني اسناد او د کډوالۍ کارت نه لري او درېيم هېواد ته د تللو په تمه دي.

XS
SM
MD
LG