د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

ایروایشیا ریویو: هند په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کولو هڅه کوي


د هند او افغانستان ملي بیرغونه
د هند او افغانستان ملي بیرغونه

ایروایشیا ریویو:

ایروایشیا ریویو خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده: "د هند نوې ستراتیژي یا په افغانستان کې دوه مخې لوبه."

په دې مطلب کې راغلې دي چې په تېرو شلو کلونو کې هند په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان پرضد له عمدو لوبغاړو څخه و.

ایروایشیا ریویو وړاندې لیکي، کله چې پروسږکال طالبان بیا پر کابل واکمنان شول، د نوي ډيلي لپاره سخته شوه چې د پاکستان پر ضد په افغانستان کې خپل نفوذ له لاسه ورکړي.

خپرونه څرګندوي چې په سیمه کې د هند د برلاسي نظر دغه هېواد هڅولی دی چې په افغانستان کې یو ځل بیا د پښې ځای پیدا کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جون په میاشت کې خبر ورکړ چې په کابل کې یې بیا خپل سفارت پرانیستی دی.

د ایروایشیا ریویو په مطلب کې بیا راغلې دي چې د هند لومړی ګام، افغانستان ته د بشري مرستو استول و، تر هغه وروسته د هند د بهرنیو چارو د وزارت پلاوی کابل ته ولاړ.

هغه وخت د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د هند د پلاوي سفر د کابل او نوي ډيلي د اړیکو ښه پیلامه وګڼله.

طالبانو د هند له دې پلاوي وغوښتل چې نوی ډیلی دې په افغانستان کې د خپلو نیمګړیو پروژو کارونه بیا پیل کړي او خپل دیپلوماتیک حضور دې فعاله کړي، همداراز دې کونسلي خدمات پيل کړي.

د ایروایشیا ریویو په مطلب کې راغلې دي چې لاهم هند پر خپله سیمه ییزې تګلارې ټینګار کوي او دا تګلاره د افغانستان د جیو ستراتیژیک پر موقعیت متمرکزه شوې ده.

خپرونه لیکي، طالبان هیله من دي چې له هند سره به دیپلوماتیک روابط د دوی حکومت ته مشروعیت ورکړي او له طالبانو سره د هند نږدې اړیکې به نوي ډیلي ته دا واک ورپه برخه کړي چې په افغانستان کې له پاکستان سره سیالي وکړي او د هند سیال چین به هم اړخ ته کړي.

نیویارک ټایمز:

د لوېدیځ یوه بله خپرونه، نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د طالبانو تر واک لاندې د کابل تصویر ورکړی دی او لیکي، لارې کوڅې له خلکو ډکې دي، خو د خراب اقتصاد له امله پر دوکانونو هغسې بیروبار نه شته لکه پخوا چې و.

د کافي شاپونو دروازې پرانیستې دي چې څوک ورشي، خو طالبانو ورته ویلي دي چې موزیک به نه غږوئ چې له دې امله ډېر خلک نه ورځي.

ورځپاڼې ته د افغانستان د پلازمېنې دا تصویر د نیلاب په نوم یوې مېرمنې ورکړی دی، کله چې طالبانو لومړی ځل په نولس سوه شپږ نویم کال کې کابل ونیو نیلاب پنځه کلنه وه، هغه وخت د دې کورنۍ مهاجره شوه. اوس نیلاب دېرش کلنه ده.

پروسږکال چې کله د اګست په پنځلسمه طالبان د دوهم ځل لپاره پر کابل واکمنان شول، نیلاب داسې فکر کاوه چې دا پلا طالبان بدل شوې دي.

نیویارک ټایمز لیکي، د طالبانو نوي حکومت خلکو ته وویل چې د دوه زره شلمو کلونو طالبان د نولس سوه نویمو کلونو د طالبانو په څېر نه دي، دوی تغییر کړی دی او د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، نیلاب دوې لوڼې لري، دیارلس کلنه اروي او یولس کلنه راحیل، راحیل چې کله سهار ښوونځي ته ځان چمتو کوي ژاړي چې د همدې لپاره نیلاب راحیل هم له ښوونځي وایسته.

طالبانو له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي د نړیوالو او په کور دننه د ګڼو افغانانو د غوښتنې سربېره بند کړې دي.

XS
SM
MD
LG