د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

انډیا بلومز: هند د افغانستان په اړه د پاکستان د یوې طرحې سره مخالفت کړی


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • انډیا بلومز

د هند انلاین خپرونې انډیا بلومز په دې اړه لیکنه خپره کړې چې د پاکستان مرکزي بانک د افغانستان لپاره د مرستندوی صندوق د ایجاد د طرحې له تصویب ډډه کړې ده.

خپرونې د راپورونو په حواله لیکلي چې د تحریک انصاف په مشرۍ د پاکستان حکومت په پام کې درلودل، داسې یو بانکي حساب پرانیزي چې په مرسته یې له پاکستان او بهره ترلاسه کېدونکې پیسې وراضافه شي او بیا له دغو پیسو د افغانانو د لاسنیوي او د هغوی د بیړني بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره وکارول شي.

د انډیا بلومز خپرونې د لیکنې په دوام راغلي، د پاکستان مالیې وزارت د دغه هېواد مرکزي بانک ته د ډسمبر میاشتې پر اتمه نېټه دستور ورکړی و چې له افغانستان سره د بشري مرستو په نیت داسې یو مرستندوی صندوق پرانیستل شي.

په لیکنه کې وړاندې راغلي چې د پاکستان مرکزي حکومت، د مرکزي بانک له مشره غوښتنه کړې وه چې اړوندو بانکونو ته د دغسې حسابونو د پرانیستلو امر وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، د دغسې یوه مرستندوی صندوق د پرانیستلو موضوع تر غور لاندې ده.

د خپرونې د لیکوال په وینا، پاکستان دا هڅې داسې مهال کوي چې د ټرورېزم د مالي ملاتړ برابرولو او د پیسو د سپینولو د هڅو له کبله، د مالي اقدام د ځانګړې ډلې (FATF) په خړ لیست کې دی.

د افغانستان تېرو حکومتونو په وار- وار پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاس وهنه او د دولت ضد افراطي ډلو په ملاتړ تورن کړی دی، خو اسلام اباد دا تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلو چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره، دې هېواد ته په طبي، معلوماتي ټکنالوژۍ، مالي او د حسابدارۍ په برخه کې روزل شوي کسان ولېږي، د دې بحران مخنیوی وشي.

خو لا یې له څرګندونو ساعت نه و تېر شوی چې افغانانو یې پرون په اړه پراخ، سخت او تُند غبرګون وښود.

  • ټورنټو سټار

له کاناډا خپرېدونکې ورځپاڼې ټورنټو سټار په خپله پرونۍ ګڼه کې د محمد عمران په نوم د یوه افغان فوټو ژورنالیست پر ژوند لیکنه خپره کړې چې اوس په برلین کې ژوند کوي او ارمان لري چې په افغانستان کې یوه ورځ هر ځوان او هره پېغله وکړای شي پوهنتون ته د تګ چانس ولري.

د خپرونې په لیکنه وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، د عمران په څېر ګڼ محصلان او د ښوونځیو زده کوونکي مجبوره شول له افغانستانه ووځي.

د لیکنې په حواله د دغو وتلو افغانانو له ډلې ځینې یې د ګڼو هېوادونو د کډوالو په کمپونو کې راګېر پاتې دي او په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي.

ټورنټو سټار ورځپاڼه زیاتوي، ۲۳ کلن محمد عمران اوس د جرمني په یوه کمپ کې اوسي او پر دې خپه دی چې په افغانستان کې هرڅه ورڅخه پاتې دي.

په لیکنه کې ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته تر دوه لکه زیات افغانان چې په هغوی کې په زرګونو محصلان او زده کوونکي هم شامل دي، له افغانستانه ووتل چې ګڼو یې د کورنۍ نور غړي، ملګري، تعلیم او دندې تر شا پرېښودې او د ځان د خوندیتوب په پلمه نورو هېوادونو ته کډوال شول.

XS
SM
MD
LG