د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

افغانستان

طالبانو د پاکستان له زندانونو د ۵۶ نورو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی

د کراچۍ یو زندان
د کراچۍ یو زندان

په کراچۍ کې د افغانستان د سفارت قونسلګري چې د طالبانو په ولکه کې ده، د پاکستان له زندانونو د ۵۶ نورو افغان وګړو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست سید عبدالجباري تخاري په هغه ویډیويي پیغام کې چې پرون یې رسنیو ته لېږلی ویلي: "د دوی تعداد ۵۶ کسان دي او ماشومان هم په کې شامل دي. دغو کسانو قانوني اسناد نه درلودل چې نیول شوي وو چې د قونسلګرۍ او سفارت په هڅو خوشې شول."

تخاري وايي تر دې مخکې هم د کراچۍ له بېلابېلو زندانونو دوه زره دوه سوه شل ۲۲۲۰ کسان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانانو د حقونو مدافع منیزه کاکړ هم وخت ناوخت له رسنیو سره د دغو نیول شویو افغانانو په اړه معلومات شریکوي او د هغوی په خوشې کولو کې یې عمده رول ادا کړی دی.

مېرمن کاکړ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د سند ایالت په بېلابېلو زندانونو کې لا هم ۶۰ افغانان بندیان دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کونړ په مرکز کې چاودنې څلور کسان ټپيان کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت

د کونړ په مرکز اسعداباد کې يوې چاودنې څلور کسان ټپيان کړي دي.

په دې ولايت کې یوه امنیتي چارواکي چې غواړي هویت یې پټ پاتې شي ازادي راډیو ته وویل پېښه نن له ماسپښین وروسته د لومړۍ ناحيې اړوند کرهالې پله ته نژدې په یوه هوټل کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله وشوه چې څلور کسان يې ټپيان کړل.

سرچینه زیاتوي چې ټپيان روغتون ته رسول شوي او ډاکترانو يې حالت د ډاډ وړ بللی دی.

د سرچینې په وینا، په ټپیانو کې دوه د هوټل کارکوونکي او دوه نور کسان دي.

یوه ایرانۍ ورځپاڼه: په مشهد کې د طالبانو قونسل یو ایرانی عکاس شکنجه کړی

په تهران کې د افغانستان سفارت چې اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې دی.
په تهران کې د افغانستان سفارت چې اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې دی.

یوې ایرانۍ ورځپاڼې د تېر کال په لیندۍ میاشت کې له یوه ایراني عکاس سره په مشهد کې د طالبانو د قونسل له ناوړه چلند څخه پرده پورته کړې ده.

د ایران جمهوري اسلامي ورځپاڼې د پروني خبر له مخې ډاکتر سلیم، ایرانی عکاس چې په راپور کې یې نوم نه دی یاد شوی قونسلګرۍ ته ننه ایستلی او شکنجه کړی یې دی.

په خبر کې راغلي چې د عکاس له شکایت وروسته ډاکتر سلیم له ایرانه وایستل شو او پرځای یې افغان قونسلګرۍ ته یو بل ډیپلومات واستول شو.

راپور زیاتوي چې د ایران حکومت د مشهد قونسلګري په داسې حال کې ډاکتر سلیم او د طالبانو دوو نورو ډیپلوماتانو ته وسپارله، چې یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي له‌خوا لاسلیک شوی سند یې په لاس کې و.

جمهوري اسلامي وايي چې همدې درېیو ډيپلوماتانو څو میاشتې مخکې د قونسلګرۍ له موټر او ډیپلوماتیک خوندیتوب څخه په کار اخیستلو سره د طالبانو د حکومت د یوه پېژندل شوي مخالف قاري محمدعیسی محمدي د تښتولو هڅه هم کړې وه.

د طالبانو حکومت د دې تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ خلاف د واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي

ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو خلاف د واکسین ورکولو تازه کمپاین سبا دوشنبه پیل شي.

"له پولیسو د خلاص افغانستان" بنسټ په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې دغه کمپاین به په ټولو ولایتونو کې پیل شي. په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان ځینو محلي رسنیو په روان ۲۰۲۴م کال کې په غزني کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړی دی.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د شپږو مثبتو پېښو د ثبت راپور ورکړل شوی و چې ټولې په ننګرهار کې وې.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د ماشومانو د پولیو ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

پولیو یا د ماشومان ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده چې د مخنیوي یوازنۍ لار یې ماشومانو ته واکسین ورکول دي.

متقي د دوحې په درېیمه غونډه کې د خپل حکومت د معناداره ګډون غوښتنه کړې

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

طالبان وايي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د دوحې په درېیمه غونډه کې د خپل حکومت د معناداره ګډون غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو وزارت په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکلا­سن سره د متقي د کتنې خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي پرون په دې کتنه کې متقي ویلي، د دوی حکومت د دوحې درېیمې غونډې څرنګوالی څېړي او په اړه به یې خپل دریځ اعلان کړي.

هغه ویلي، دوی په دې غونډه کې د معناداره ګډون غوښتونکي دي چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.

په خپله نیکلاسن د پرونۍ کتنې په باب څرګندونې نه دي کړي.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې پر دېرشمه جوړه شي او دوې ورځې به دوام وکړي، طالبانو لا رسماً نه دي ویلي چې په دې غونډه کې به ګډون کوي که نه.

پر افغانستان د دوحې دویمه غونډه د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې جوړه شوې وه چې طالبانو تر غونډې یوه ورځ مخکې په هغې کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

طالبانو د خوست او دوبۍ ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل خبر ورکړ

د کام ایر یوه الوتکه
د کام ایر یوه الوتکه

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خوست او دوبۍ ترمنځ د کام ایر خصوصي هوايي شرکت د مستقیمو الوتنو د پیل خبر ورکړ.

دغه وزارت نن په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه مستقیمې دوه اړخیزې الوتنې نن د خوست له نړیوال هوايي ډګره پیل شوې چې په اوونۍ کې به دوه وارې د یکشنبې او پنجشنبې په ورځو له کابل څخه خوست او له خوست څخه دوبۍ ته کېږي او په عرب هېوادونو کې به افغان مسافرو ته ډېرې اسانتیاوې راشي.

په سلواغې یا دلوې میاشت کې اریانا افغان هوايي شرکت هم د خوست او د العین ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل خبر ورکړی و.

د خوست او ورڅېرمه ولایتونو زیات اوسېدونکي د کار و بار لپاره متحده عرب اماراتو ته ځي.

طالبانو په مشهد کې افغان جنرال قونسل له کاره لیرې او کابل ته ورغوښتی

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

طالبان وايي، په مشهد چې د افغانستان جنرال قونسل تر پنځه کلن ماموریت وروسته له کاره لیرې او کابل ته غوښتل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عبدالجابر انصار د دندې ختمېدل په ډیپلوماټیکو او قونسلي چارو کې د ویانا د کنوانسیونونو مطابق عمل دی.

په اعلامیه کې د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته، انصار په خپلو کارونو کې د شفافیت په نه شتون او د قونسلګرۍ د عوایدو په ټولولو او خلکو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو کې په غیرمسوولانه دخالت تورن شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره پنجشنبه ویلي وو، تهران د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو تمه لري چې په مشهد کې د افغان قونسلګرۍ د کارکوونکو هر ډول بدلون او تبدیلي د منل شویو نړیوالو میتودونو پر اساس وکړي.

په راپورونو کې ویل شوي وو چې په مشهد کې د افغانستان د پخواني حکومت جنرال قونسل عبدالجابر انصار د طالبانو له خوا له دندې ګوښه شوی او پرځای یې بل کس ټاکل شوی دی.

سره میاشت: د افغانستان لوېدیځ کې د سترګو په سلګونه ناروغان معاینه شوي

ارشیف: په افغانستان کې یو ډاکتر د سترګو د یوه ناروغ د معاینې پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو ډاکتر د سترګو د یوه ناروغ د معاینې پر مهال

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د څو هېوادونو ډاکترانو د افغانستان په لوېدیځ زون کې د سترګو په سلګونو ناروغان معاینه کړي دي.

په لوېدیځ کې د سرې میاشتې ټولنې عملیاتي مشر مولوي محمد اصف صدیقي پرون رسنیو ته ویلي چې پرون او وړمه ورځ د سترګو شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغان معاینه او ۴۵ نور عملیات شوي دي.

هغه ۱۸ ډاکتران چې د سعودي عربستان او پاکستان دي، په وروستیو کې د افغانستان لوېدیځ ته تللي او د سرې میاشتې ټولنې په مرسته د سترګو د ناروغانو په درملنه کې همکاري کوي.

دغه ناروغان د هرات، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو وو، چې د روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو لپاره دغو ډاکترانو ته ورغلي وو.

د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، د ملک سلمان د بنسټ په مالي ملاتړ په پام کې لري چې د سترګو ۴۰۰۰ ناروغان تداوي او ۴۰۰ نور عملیات کړي.

په افغانستان کې اکثر مهال د سترګو ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي یا هم په افغانستان کې دننه د ځینو خیریه بنسټونو په مرسته تداوي کېږي.

طالبانو د جام څلي په شاوخوا کې د استحکاماتو د کار د پیل خبر ورکړ

په غور کې د جام څلی
په غور کې د جام څلی

په غور ولایت کې د طالبانو چارواکو د جام تاریخي څلي په شاوخوا کې د استحکاماتو د کار د پیل خبر ورکړ.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرون ویلي چې د دوی یوه هئیت د دغه څلي، چې په وروستیو کې یې سېلابونو شاوخوا نیولې وه، وضعیت ارزولی دی.

په وروستیو اوونیو کې تر سختو اورښتونو له کبله بهېدلو سېلانو د غور ولایت تر څنګ د افغانستان په لوېدیځ، شمال او شمال ختیځ کې ګڼ ولایتونه وځپل.

د طالبانو په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې د جام څلي په شاوخوا کې د استحکاماتو کار به دقیقاً کله بشپړېږي.

دغه ۶۵ متره دنګ څلی چې څه باندې ۸۰۰ کلن دی، د اسلامي هېوادونو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي چارو بنسټ ایسیسکو (ISESCO) په فهرست کې شامل دی.

کرکټ نړیوال جام؛ سادات: افغان لوبډلې دې سیالیو ته خپل بشپړ چمتووالی نیولی

افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د راروانو سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري.

د دغه بورډ په وینا، د کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات کړي، نړیوال جام ته تر روانېدو مخکې ځینو لوبغاړو د هند په غوره لیګ او ځینو نورو په کابل کې د قوش‌تېپې ملي شل اووره جام کې لوبې وکړې او تجربې ترلاسه کړې.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون ازادي راډیو ته وویل، د کرکټ ملي لوبډلې وېسټ انډیز ته هم له رسېدو سره سم خپل تمرینات وکړل.

سادات وايي: "افغان لوبډلې خپل بشپړ چمتووالی نیولی او انشاالله راتلونکي نړیوال جام کې به د افغانستان په ګټه ښې سیالۍ وکړي."

د سږ کال د شلو اوورونو په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ رسمي مسابقه راروانه سې شنبه د یوګانډا په وړاندې وي.

د معترضو مېرمنو ځينو ډلو د دوحې په غونډه کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت وکړ

ارشیف: د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

د افغان معترضو مېرمنو یو شمېر ډلو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په راروانه غونډه کې د طالبانو د استازیو له ګډون سره مخالفت څرګند کړی دی.

دغو ډلو پرون په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکوي، نو د دوی مخه باید په نړیوالو غونډو کې ونیول شي.

ارغواني شنبې غورځنګ، د ښځو د هیلې د کړکۍ په نوم غورځنګ او یو شمېر نورو ښځینه فعالانو د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون مخالفت کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روانې جون میاشتې په دېرشمه به د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ د افغانستان لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالبانو ویلي چې ښایي د دې غونډې په اصلي بحثونو کې برخه واخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG