د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

لغمان کې تازه جګړې؛ چارواکي: دوه زره کورنیو خپلې مېنې پرېښي


ارشیف، یو تن بې ځایه شوی افغان کډوال
ارشیف، یو تن بې ځایه شوی افغان کډوال

لغمان کې د تازه بې ځایه شوېو کورنیو سروې لا نه ده بشپړه شوې، خو چارواکي یې اټکل کوي چې په الینګار، علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو او مرکز مهترلام کې دوه زوره کورنیو خپلې مېنې پریښي.

د لغمان د کډوالو مشر شاکرالله شاکر وایي، دغو کورنیو تر ډېره د مهترلام او ځینو نور یې د یادو ولسوالیو خوندي سیمو ته پناه وړې ده.

ښاغلي شاکر د دوشنبې (د غبرګولي ۳مه) په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دوی هڅه دا ده چې دغو کورنیو ته د نړیوالو موسسو په همکارۍ د اړتیا وړ توکي ورسوي.

شاکر زیاته کړه: "موږ تقریباً دوه زره داخلي بې ځایه شوې کورنۍ لرو، سروې روانه ده، تراوسه مو د تقریباً ۵۰۰ کورنیو سروې کړې ده. له دې ډلې ۱۶۰ کورنیو سره کومک شوی دی، انشاالله په دوه ورځو کې به نورو ته هم رسیدګي وشي."

وړمه شپه طالبانو د مهترلام پر زندان او شااوخوا پوستو پراخ بریدونه پيل کړل
وړمه شپه طالبانو د مهترلام پر زندان او شااوخوا پوستو پراخ بریدونه پيل کړل

د شاکر په خبره یو شمېر بې ځایه شوېو د خپل خپلوانو کورنو کې اړولي او ځینې بیا په میدان پاتې دي.

دغه کورنۍ وروسته تر دې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ له سقوط وروسته وړمه شپه طالبانو د مهترلام پر زندان او شااوخوا پوستو پراخ بریدونه پيل کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوی نیت د مهترلام نیول نه و، خو ادعا یې کړې ده چې د جګړې پر مهال یې لغمان ولایت کې د امنیتي ځواکونو ۳۷ پوستې نیولي دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، طالبان یې د لغمان له ډېرو سیمو په شا کړي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل، لږ تر لږه ۶۸ طالبان یې یوازې په یوه ورځ وژلي او په خبره یې د دوی عملیات به د لغمان تر بشپړې تصفیې پورې روان وي.

امان زیاته کړه: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د مهترلام شااوخوا او الینګار ولسوالۍ پراخې سیمې له طالبانو چاڼ شوې، اوس زموږ ځواکونه په علیشنګ ولسوالۍ کې د پرمختګ په حال کې دي، دې ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده."

ارشیف، د افغان امنیتي ځواکونو عملیات، فواد امان وویل، لږ تر لږه ۶۸ طالبان یې یوازې په یوه ورځ وژلي
ارشیف، د افغان امنیتي ځواکونو عملیات، فواد امان وویل، لږ تر لږه ۶۸ طالبان یې یوازې په یوه ورځ وژلي

د افغانستان د جګړې ښکېلې ډلې تل یو بل ته د دغسې درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکې سرچینې بیا په اسانه دا ارقام نه تاییدوي.

پر لغمان سربېره د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم جګړه داسې مهال توده شوې چې دواړه د دولت او طالبانو مرکچیان هڅه کوي قطر کې د سولې خبرې ګړندۍ کړي.

همدا پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳مه) هم د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم وویل چې د دوی او د دولت د مرکچیانو ترمنځ تماسونه شته او د اړتیا په وخت کې سره ګوري هم.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم ویلي، د دوی هغه مرکچیان بېرته دوحې ته ستنېږي چې د اختر په ورځو کې کابل ته راغلي وو.

XS
SM
MD
LG