د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

په کونړ کې د جګړې امله بېځايه شوي کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي


 کونړ کې بې ځایه شوي خلک
کونړ کې بې ځایه شوي خلک

په کونړ کې د وسله والو طالبانو او داعش له خپلمنځي جنګونو له امله بې ځایه په سلګونه کورنۍ شکایت کوي، چې ورسره حکومت او مرستندویه ټولنو مرستې نه دي کړي.

اوسمهال په یخ ژمې کې سختو ستونزو سره مخ دي.

محمد اسلام تېر کال هغه مهال د کونړ په چپه دره کې د خپل کور پرېښودو ته اړ شو چې په سیمه کې یې د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ سخت جنګونه ونښتل.

په دې جګړو کې په ښکېلو وسله والو ډلو سربېره د سیمې خلکو ته هم درانه زیانونه واوښتل او د محمد اسلام په څېر ګڼې کورنۍ اړ شوې چې له سیمې اسعد اباد ښار ته راکډه شي.

محمد اسلام وايي، اسعداباد ته په راکډه کېدو خو د جګړې له منځه یو څه راووتل، خو د بې کورۍ او بې وزلۍ ستونزو یې ګریوان ونیوه، چې د ژمې سړو یې ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي.

محمد اسلام وايي، تر اوسه چا د مرستې لاس نه دی ورغځولى.

هغه زياتوي: "کله چې د داعش او طالبانو ترمنځ جنګونه شروع شول، نو موږ له چپې درې د اسعداباد ښار ته را کډه شو. په هغه وخت کې مو صرف نومونه ولیکل شول، چې تاسو سره به مرسته وشي خو تراوسه موږ سره کومه مرسته نه ده شوې. په دې یخ ژمې کې نه سرپناه لرو، ماشومان ټول ناروغان دي. ډېر سخت حالت سره مخ یوو."

یاد کډوال وايي، د دوي د ژوند له ناوړه شرایطو حکومت او مرستندویه ادارې خبرې دي، خو څوک ورسره مرسته نه کوي.

د څوکۍ ولسوالۍ، د دیوه ګل درې اوسېدونکی محمد ولي وايي: "په لومړیو شپو ورځو کې کډوالو سره یو څه مرستې وشوې خو له هغه وروسته د مرستې په ویش کې خلکو سره توپېري چلند شروع شوی. خپل خپلوان، دوستان او د واسطو خاوندان پکې پالل کېږي. غریب او بې واسطې کسان ترې بې برخې پاتې وي."

د کونړ (دولتي مسولین) بیا وايي، کوم کسان چې د داعش او وسله والو طالبانو دخپل منځي جنګونو را کډه شوې، اکثرو ته يي مرستې رسولې او بیا هم کوښښ کوې چې له مرستو پاتو کورنیو ته مرستې ورسوي.

د کونړ والي محمد اقبال سعيد
د کونړ والي محمد اقبال سعيد

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادۍ راډیو ته وویل: "اوس موږ غواړو چې ۶۰۰ هغو کورنیو سره نقدي مرستې وکړو، چې کومې د جنګونو له امله بېځایه شوي دي. څه موده وړاندې مو د کډوالو چارو نړیوال سازمان یا یو این ایچ سي ار لخوا، مو هم داخلي بېځایه شوو سره نقدې مرستې وکړې. د نړيوال خوراکي پروګرام له لارې مو په پنځوو ولسوالیو کې ۲۵۰۰ کورنیو ته د څلورو میاشتو لپاره خوراکي مواد ورکړل او هڅې کوو چې نورې مرستې هم راجلب کړو."

په کونړ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مسئولین وايي، په ټول ولایت کې يې د پاکستانیو توپچي بریدونو، د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ د جنګونو او نورو لاملونو په وجه نږدې ۷۰۰۰ کورنیو خپل کورونه پرې ايښي دي.

XS
SM
MD
LG