د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

افغان حکومت وايي، له بې‌ځایه شویو کورنیو سره‌یې د مرستې هڅې پيل کړي


په افغانستان کې د نا امنۍ تر څنګ وچکالي هغه ناورین دی چې تلفات او د پام وړ زیانونه‌یې اړولي.

روان میلادي کال شااوخوا ۲۵۰ زره افغانانو خپلې مېنې پرېښي او بې‌ځایه شوي دي.

افغان حکومت دغې موضوع ته په اشاره سره وايي چې بې‌ځایه شویو ته د مرستو بهیر روان دی او همدا شان هڅه کېږي چې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي افغانان خپلو اصلي مېنو ته ستانه کړي.​

وچکالي

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۸» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې لټه کې یو چې د وچکالۍ له امله د بې‌ځایه شویو او د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو ترمنځ تفکیک وکړو، هغه څوک چې بېرته سیمو ته نه‌شي ستنېدلای په موقت کمپونو کې ورته دوامداره مرستې وکړو او هغه څوک چې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي وي وهڅول شي چې په داوطالبانه ډول خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي."​

ښاغلی فهیم وايي، د وچکالۍ له امله په شلو ولایتونو کې خلک مجبور شوي چې سیمې پرېږدي او همدا شان لسګونه زره افغانان د جګړو له امله له اصلي سیمو بې‌ځایه شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې اوچا یا د ملګري ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په روان میلادي کال کې نږدې ۲۵۰ زره تنه د نا امنیو او وچکالۍ له کبله بې‌ځایه شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې یوازې د روانې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د جګړو د شدت له کبله د بادغیس، کونړ، کاپیسا، تخار، پکتیکا غزني او پروان ولایتونو څخه ۲۸ زره تنه بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د یادو بې‌ځایه شویو ۴۵ سلنه خلکو ته بشري مرستې رسېدلي، خو پاتې ۵۵ سلنه‌یې لاهم له مرستو نه‌دي برخه‌من شوي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون مرستیال ګل احمد اعظمي بیا وايي، د هغو شکایتونو له مخې چې دوی ته رسېدلي بې‌ځایه شویو خلکو ته مرستې نه‌دي رسېدلي او دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.​

نوموړي زیاته کړه:

"شکایتونه موږ ته رسېدلي او هغه مو څېړلي دي، خلک په اندېښنه کې دي او هغه مرستې چې باید شوي وی، نه‌دي شوي. دا چې تاسو یوې ۱۰ کسیزه کورنۍ ته دوه کمپلې ورکوئ دا خو د یوه تن لپاره هم کفایت نه‌کوي واقعاً دا ډول ستونزې شته."

پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم تر یو بریده ستونزې مني، خو وايي د نا امنیو دوام په ځینو سیمو کې د مرستو رسولو لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.

د ښاغلي فهیم په خبره نړیوالې مؤسسې او حکومتي بنسټونه بې‌ځایه شویو ته د مرستو په رسولو کې همکاري کوي او هڅه کېږي چې ټولو اړمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې په وخت ورورسول شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG