د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

چارواکي: په غزني او فاریاب کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي


بې‌کاري، وچکالي او په ځینو ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو د بریدونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې ډېری کورنۍ له خپلو کورونو، نورو سیمو یا هم ګاونډیو ولایتونو ته کډه شي.

غزني او فاریاب هغه ولایتونه دي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د مرکز له ځینو سیمو او ولسوالیو نه د جنګونو د زیاتېدو له امله، په زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۸» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه په دې وروستیو کې د غزني ولایت د ده یک، اندړ او اجرستان په ولسوالیو کې د پراخو نښتو له امله چې یوه اوونۍ یې دوام درلود او دغه‌شان د مرکز د ارزو او شالۍ له سیمو نه خلک بې‌ځایه شوي دي."

بې‌ځایه شوې کورنۍ
بې‌ځایه شوې کورنۍ

ښاغلی نوري وايي، کومې شمېرې چې دوی راټولې کړي د دغو کورنیو شمېر تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي چې د نوموړي ولایت نورو امنو سیمو او مرکز ته کډه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د بې‌ځایه شویو کورنیو ارزونه هم پیل شوې او د مرستو په خاطر يې مرکزي حکومت او نړیوالو مرستندویو مؤسسو ته وړاندیزونه شوي دي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت د استازو د معلوماتو له مخې د وسله‌والو مخالفینو او افغان ځواکونو د جګړو له امله، ډېری کورنۍ اړې شوي چې نورو سیمو ته کډه شي.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بېدار له ازادي سره په خبرو کې دغه ستونزه تأیید کړه او ویې‌ویل:

"د جنګونو له امله چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې رامنځته شول، موږ په زرګونو بې‌ځایه شوې کورنۍ لرو چې ځینې یې ښار، ځینې یې امن سیمو او ځینې یې ګاونډیو کلیو ته کډه شوي دي، د دغو بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر ښايي شااوخوا ۱۰، ۱۵ زره وي."

ښاغلي بېدار دا هم وویل چې له دغو کورنیو سره د ولایت د بېړنیو مرستو د کمېټې او ځینو بهرنیو مؤسسو له‌خوا، د مرستو لړۍ پیل شوې ده.

د ده په خبره پر دې سربېره په وروستۍ یوه میاشت کې د دغو شااوخوا زرو کورنیو سره، د خوراکي موادو او نغدو پیسو مرسته شوې او د مرستو رسولو دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

په ورته وخت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د تیاریو په برخه کې د دولت وزارت وايي، په ټول هېواد کې يې له بې‌ځایه شويو کورنیو سره د مرستو په هدف، عملي اقدامات پیل کړي دي.

محمد اسلم سیاس
محمد اسلم سیاس

د دغه وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل:

"د ټولو ولایتونو په کچه هم پیسې لرو او هم خوراکي او هم غیر خوراکي مواد، هغه کسان چې د ناامنیو، وچکالۍ او یا طبیعي پېښو له امله، په هر د لیل چې له یوه ولایته بل ته او یا دننه په ولایت کې بې‌ځایه شوي وي، ارزول کېږي او مرسته ورسره کېږي."

ښاغلي سیاس دا هم وویل چې د حکومت پر تدابیرو سربېره، له نړیوالو مرستندویه مؤسسو هم غوښتل شوي چې له دغو اړو کورنیو سره مرستې وکړي.

د ولسي جرګې غړی ستار درزابي وايي، په ځینو شمالي ولایتونو کې یوازې د ناامنیو له وېرې نه، بلکې د وچکالۍ له ستونزې ګڼ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي چې حکومت باید ورته تدابیر ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG