د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د سمنګان د دره صوف پایان اوسېدونکي وايي د محلي پولیسو له ظلمه بېځایه کېدو ته اړ شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سمنګان ولایت د دره صوف پایان سیمې د هغو سلګونه کورنیو د ادعا په اړه بې خبري ښيي چې وايي، د دې ولسوالۍ د سیمه ییز پولیسو له ظلمه بېځایه کېدو ته اړ شوي.

د سمنګان ولایت د دره صوف پایان ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو چې وايي، د پنځه سوه بېځایه شویو کورنیو استازي دي له آزادي راډیو سره په خبرو کې تور ولګاوه چې سیمه ییز پولیس یې په زور د کله پولۍ ورکولو ته اړباسي.

کله پولي د سړي پرسر غیرقانوني پیسو ته ویل کېږي چې د بېځایه شویو استازی ډاکټر امیرګل وايي، په سیمه کې دود دی:

"کله پولي هلته دود دی، کله پولي هغه پیسو ته ویل کېږي چې که په یوه کورنۍ کې پنځه کسان وي، نو د سړي پرسر باید هره میاشت سل، دوه سوه یا پنځه سوه افغانۍ سیمه ییزو پولیسو ته ورکړي، که څوک دا پیسې نشي پیدا کولای نو نیسي یې، وهي يې، ټپي کوي یې او حتی وژني يې او ځکه دا کورنۍ نور نو هلته ژوند نور نشي کولای."

ډاکټر امیرګل زیاتوي د سمنګان ولایت د څو رسمي ادارو چارواکو ورته ویلي دي چې اوس مهال ۵۲۷ کورنیو، د سیمه ییزو پولیسو د زور زیاتي له کبله خپلې مېنې پریښې دي او مرکز ایبک ښار ته کډه شوې دي.

د دره صوف پایان د زیرکي- بَلکَل کلي اوسېدونکی محمدنسیم وايي، سیمه ییزو پولیسو له دوی څخه د کور پرسر وسله او پیسې غوښتې خو دوی بې وسې وو او ځکه د خپلو کورونو پریښودو ته مجبور شول:

"له دې چې پر موږ یې وسله حواله کړه او کله پولي یې حواله کړه نو دا کار زموږ په وس پوره نه و، بالاخره په سره ژمي کې چې هوا ډېره سړه وه، په بدحالت راوتښتېدو، نه د ژوند په کیسه کې وو او نه د کور، بس راغلو او اوس د غره په یوه سمڅه کې اوسو."

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي له آزادي راډیو سره په خبرو کې د موضوع په اړه بې خبري وښوده.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"په ځانګړي ډول له سمنګان څخه د مسؤل ادارو، د ولایت له مقام یا نورو برخو څخه د کورنیو چارو وزارت ته په دې اړه هېڅ راز شکایت نه دی رارسېدلی، موږ به د دره صوف د قضیې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړو، که چېرته سیمه ییز پولیس په رښتیا هم په دې مسئله کې ښکېل وي، نو د هېواد له نافذو قوانینو سره سم به له هغو سره جدي چلند وشي."

خو د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي له ستونزې خبر دي، د آزادي راډیو خبریال په دې اړه د ولسوالۍ د امنیې له قوماندان حاجي عبدالله سره خبرې کړي.

هغه دا ستونزه تائیدوي، خو وايي، دا کیسه پخوانۍ ده او سیمه ییز پولیس اوس له هېڅ چا هم په زور زیاتي پیسې نه اخلي.

د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي هم آزادي راډیو ته وویل چې دی هم له پېښې خبر دی خو وايي، هڅه کوي چې مسئله د خبرو له لارې حل شي:

عبداللطیف ابراهیمي
عبداللطیف ابراهیمي

"موږ له دواړو خواوو یوشمېر سپین ږیري ټاکلي، له هغو سره مو دوه ځلې غونډې وکړې، زموږ خبرې به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي، بیا به دوی خپلو سیمو ته ولاړ شي او میشت به شي."

د دره صوف پایان بیځایه شوې کورنۍ له حکومت څخه غواړي چې د دوی ستونزه نه یوازې اوس بلکې د تل لپاره حل کړي.

دوی وايي غواړي چې بېرته په خپلو سیمو کې ځای پرځای شي او هغه کسان چې دا جنایت یې کړی دی محکمې ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG