د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

"IMF": وچکالۍ او سیاسي ستونزو د افغانستان اقتصادي وده ورو کړې


د افغانستان اقتصاد وزارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د پیسو د نړیوال وجهي صندوق یا «IMF» له وروستۍ ارزونې سره موافق دی چې ویلي یې په دې هېواد کې سږ کال د وچکالۍ او ځینو نورو ستونزو له امله اقتصادي وده د مخکېني ۲۰۱۷ کال په نسبت ټیټه شوې ده.

په هغې څېړنه کې چې د «IMF» یوه ټیم په دې وروستیو کې ترسره کړې اټکل شوی چې سږ ۲۰۱۸ کال به د افغانستان اقتصادي وده د مخکېني کال په نسبت ورو او د کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه به په سلو کې ۲،۳ وي.

دا افغانستان ته د «IMF» د کرېډټ ورکولو د هغه درې کلن مېکانیزم د څلورمې څېړنې موندنې دي چې د دې نړیوالې مالي ادارې ټیم ترسره کړې ده.

په افغانستان کې وچکالي او سیاسي وضعیت د اقتصادي ودې د ورو کېدو عمده علتونه بلل شوي چې د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن‌یې هم تأییدوي.​سهراب بهمن

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"لکه څنګه چې تاسو هم پوهېږئ، زموږ د اقتصاد ډېره برخه د کرنې په سکټور پورې تړلې ده او لومړنی سکټور چې وروستۍ وچکالۍ زیانمن کړی هغه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور دی، دوهم بحث هم د انتخاباتو دی، افغانستان دوه انتخابات، سږ منی د ولسي جرګې او د راتلونکي کال په پیل کې د ولسمشرۍ انتخابات په مخکې لري، د روان کال تر پایه سیاسي او انتخاباتي فضا حاکمه ده چې د افغانستان په څېر هېواد کې دغه حالت په حقیقت کې په بازار کې د یوې بې‌باورۍ فضا ایجاد کړې ده، داسې یو حالت چې پانګه‌وال دې ته منتظر دی چې د انتخاباتو نتیجه معلومه شي او وروسته پانګونه وکړي او په همدې ډول نور اقتصادي فعالیتونه له دې امله یو څه زیانمن کېږي."

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند دغه‌راز وویل چې د سکټوري وزارتونو له‌خوا هڅې زیاتې شوي چې د دې هېواد اقتصادي وده چې تر ډېره پر کرنې او مالدارۍ ولاړه ده، له اقلیمي تړاو څخه راوباسي.

په دې معنی چې اقلیمي بدلون چې د وچکالۍ او د اوبو د کمېدو په بڼه راڅرګندېږي، پر کرنې محصولاتو او مالدارۍ ډېر اغېز ونه‌کړي.

ښاغلي بهمن زیاته کړه چې راتلونکی ۲۰۱۹ کال به اقتصادي وده یو څه بېرته چټکه شي او د کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه به شااوخوا په سلو کې درېیو ته لوړه شي.

د «IMF» په دغې نوې څېړنه کې د دې تر څنګ چې پر خپل ځان د اقتصادي بسیا کېدو پر لور د افغانستان د حکومت هڅې ستایل شوي، خو دا هم ویل شوي چې دا هېواد بیا هم د نړیوالې ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

«IMF» د افغانستان په اړه په جینوا کې د راتلونکې میاشتې نړیوال کنفرانس ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه کنفرانس به د افغانستان لپاره بل فرصت وي چې د اصلاحاتو په برخه کې شوي پرمخګتونه وښیي او نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې دا هېواد لا هم د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG