د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

طالبان: په ایران کې مو لسګونه افغان بندیان له اعدام څخه ژغورلي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، له ایراني چارواکو سره د خبرو او ترلاسه شوي تفاهم په نتیجه کې یې په هغه هېواد کې په لسګونو په اعدام محکوم شوي افغان بندیان له اعدام څخه ژغورلي او سلګونه نور افغان بندیان یې افغانستان ته لېږدولي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په دې اړه پرون یکشبنې په خپله ټویټرپاڼه کې د افغانستان له ملي راډیو تلوېزیون سره د مرکې یوه برخه خپره کړې چې وایي: "د زندانیانو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت وکولای شول چې له ایران هېواد سره یوه تفاهم ته ورسېږي ترڅو هلته دوه سوه هغه افغانان چې په اعدام باندې محکوم شوي و، هغوی له اعدام څخه وژغوري چې په هغوی باندې به د اعدام سزا نه پلي کېږي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

ایران د بخښنې د نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل په وروستي راپور کې هغه هېواد یاد شوی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د نړۍ له بل هر هېواد زیات اعدامونه عملي کړي دي.

حافظ ضیا احمد زیاته کړه چې له کوچني اختر مخکې له ایران سره یو تفاهم ترلاسه شوی چې پر اساس به یې هغه افغانان چې د بېلابېلو جرمونو یا د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله هلته بندیان دي، افغانستان ته لېږدول کېږي او دلته به یې دوسیې څېړل کېږي.

د هغه په خبره د دغه تفاهم له مخې تر اوسه نږدې زر هغه افغان بندیان چې دوسیې یې باید وڅېړل شي، افغانستان ته انتقال شوي او دغه پروسه په ښه شکل ترسره شوې ده.

هغه همدارنګه وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت له‌خوا بیا هم هڅې روانې دي چې په ایران کې د په په بند محکوم شویو افغانانو د بند موده راکمه کړي.

د طالبانو حکومت نه‌دي ویلي چې په اوس وخت کې د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي، خو د بشري حقونو ډلو ډېر ځلې په هغه هېواد کې له افغان بندیانواو دغه راز له عادي افغانانو سره د ایراني چارواکو د ناوړه چلند راپورونه ورکړي دي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو حکومت لغوه کړی او له هېواده بهر فعالیت کوي، د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، په دې هېواد کې افغان کډوال له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي.

دې کمېسیون د ایران له حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالوله عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره دې عاجل اقدام وکړي.

که څه هم په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو دقیق شمېر نه‌دی معلوم، خو ایراني چارواکو یې شمېر څو ميلیونه تنه ښودلی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ویل کېږي دې هېواد ته د افغان کډوالو د تګ بهیر لا ګړندی شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG