یو شمېر کورنۍ وایي، اقتصادي ننګونې د دې لامل شوي چې خپل کم عمره ماشومان ګاونډیو هېوادونو ته د کار لپاره ولېږي.
۱۵ کلن محمدي چې د غزني ولايت اوسېدونکی دی وایي: "ایران ته راغلم، له سقوط وروسته هلته بېکاري وه، کور ته ډوډۍ زه ګټم."
محمدي په همدې کم عمر د قاچاقي لارې ترخې تجربه کړې چې د افغانستان ګاونډ هېواد ایران ته ورسېږي.
محمدي وایي، کورنۍ اقتصادي ستونزې یې درلودې، نو ځکه یې ګاونډي هېواد کې سختو کارو ته ملا وتړله.
دی د ایران په پلازمېنه تهران کې د ودانیزو چارو کارګر دی.
محمدي ازادي راډيو ته وویل: "یو ځلې رد مرز شوم، اړ شوم بیا په همدې قاچاقي لارو راتېر شم، تهران ته راورسېدم، دلته هم ډېره بېکاري ده او پیسې یې هم په ځانګړې ډول مهاجرینو ته ډېرې کمې دي. نه پوهېږم چېرې سفر وکړو، له دې ښار هغې ښار ته. نه بانکي کارت اخیستی شو. ډېرې ستونزې لرو. ایران کې هیڅوک پاملرنه نه کوي، ان نه شو کولای په میټرو کې پورته شو او ټکټ واخلو."
د هرات ولایت اوسېدونکی امیر وایي، له ۱۵ کالو راهیسې یې د کډوالۍ لپاره غیرقانوني لارې غوره کړي دي.
دی چې یو کال کېږي له خپل کور او کهول لري په ایران کې ژوند کوي، د ایراني پیسو 'تومان' د ارزښت کمېدو اندېښمن کړی دی.
د امیر په خبره، د دوی د ناقانونه شتون له امله په ایران کې له عادي اسانتیاوو هم برخمن نه دي.
ده زیاته کړه: "۱۶ کاله عمر لرم، شاوخوا یو کال کېږي ایران ته راغلی یم، ایران کې اوسم هلته بېکاري ډېره ده، پیسې یې هم ارزښت نه لري، ورځ تر بلې یې د پیسو ارزښت کمېږي. موږ ډېرې ستونزې لرو،که یو څه واخلو هم سخت دی او که چېرې سفر هم وکړو سخت دی."
افغانستان کې د ماشومانو په قاچاقي لارو لېږل کومه نوې خبر نه ده.
د طالبانو له واکمنۍ مخکې به هم یو شمېر کورنیو له ۱۸ کلن شاوخوا عمر درلودونکي ماشومان ایران یا پاکستان ته د کار لپاره لېږل.
خو اوس ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله دا کار کوي.
د سرپل ولایت اوسېدونکی فضل کریم چې اوس په کابل کې هندواڼې خرڅوي ازادي راډيو وویل، اړ شو چې په وروستیو ورځو کې خپل ۱۴ کلن زوی د کار لپاره ایران ته واستوي.
دې وویل زوی یې تازه په قاچاقي لارو ایران ته رسېدلی دی.
د فضل کریم په خبره زوی یې د ښوونځي په نهم ټولګي کې و او دیني زده کړې یې هم کولې.
فضل کریم په دې هیله خپل ۱۴ کلن زوی له ځانه لرې په قاچاقي لارو ایران ته لېږلی چې په خبره یې پورونه یې پرې کړي.
ده ازادي راډيو ته وویل: "۹ نفره ډودۍ خوړونکې وو، واړه واړه ماشومان مې درلودل، دوه که درې یې مدرسو ته تلل، بې کار وم، وضعیت مې ښه نه و، د خلکو پوروړی وم، خپل زامن مې ایران ته واستول، تازه پرون ورسېدل، همداسې خپله د کار لپاره کابل ته راغلم، بل کار مې پیدا نه کړ، اوس دلته هندواڼې خرڅوم."
فضل کریم دا هم وویل چې د هندوانو په خرڅولو نه شي کولای د خپلې نهه کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ازادي راډيو او بېلابېلو نورو رسنیو په ځلونو د ګاونډیو هېوادونو د پولیسو له خوا د افغان ماشومانو د ځورولو او وهلو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
د هرات ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مبین قادري د ۱۴۰۰ لمریز کال په سرطان میاشت کې ازادي راډيو ته ویلې وو، ۱۴۰۲ بې سرپرسته ماشومان له ایران ایستل شوي دي.
هغه د ماشومانو وهلو، ځورولو او سپکاوي موارد هم تایید کړي وو.
خو هغه څه چې افغانان يې اړ کړي، خپل ماشومان په قاچاقي لارو ګاونډیو هېوادونو ته واستوي، په هېواد کې شته بې وزلي او بې کاري ده چې دوی یې د طالبانو په راتګ سره تجربه کوي.
د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو د شمېر پر بنسټ، ۲۲.۳ میلیونه افغانان د خپل ورځني خوراک اوڅښاک د چمتو کولو توان نه لري.
په قاچاقي لارو ناقانونه تګ کله ناکله افغانانو ته د سر په بیه هم تمامېږي.
د ۱۳۹۹کال د ثور د میاشتې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د ایران پوله ساتو ځواکونو شاوخوا ۵۰ افغانان په ډزو کولو سره اړ کړل چې ځانونه اوبو ته واچوي.
دې مسئلې هغه وخت کې پراخ غبرګون درلود او ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو ټاکل شوی پلاوی دا موضوع وڅېړي، خو تر اوسه یې پایله شریکه نه شوه.
تنده، لوږه، څو پرله پسې ورځې پلي تګ نورې هغه ستونزې دي چې افغانان ورسره ایران ته د قاچاقي تګ پر مهال مخ کېږي.