د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په سیمهيیزه کچه اړتیاوو ته د انعطاف په منلو سره د ملګرو ملتونو مهمې ادارې باید د طالبانو د هغو کړنو پر وړاندې چې د بشري حقونو نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو منشور نقضوي، ثابت دریځ غوره کړي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په اسیا کې د بشري حقونو د څار سازمان د مرستیالې پاټریشیا ګاسمن په حواله په یوه راپور کې ویلي چې د ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې د دې سازمان د ادارو ترمنځ د ګډوډۍ او نه همغږۍ د تورونو لامل شوي دي.
په دې راپور کې د خوړو د نړيوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف یادونه شوې او ویل شوي چې ځینې نارینه کارکوونکو ته اجازه ورکوي چې خپل کار ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې ښځینه کارکوونکې یې کار نهشي کولای.
د بشري حقونو د څار اداره وايي، د راپورونو له مخې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو استازو په وروستۍ غونډه کې پر دې هوکړه شوې چې د بشري حقونو په برخه کې تر پرمختګ پورې به د طالبانو له رسمیت پېژندلو پرته ورسره تعامل ته دوام ورکوي.
خو د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي چې که د بشري مرستو د اوسنۍ بودیجې کچه لوړه نهشي، دا ټول کارونه کمه معنا ولري او د ډېرو مرستو له لاسه ورکول به ډېر افغانان نور هم بېوزله او له لوږې سره مخ کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان لا هم د نړۍ له یوه تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دی او د دغه هېواد دوه پر درېیمه برخه اوسېدونکي د خوړو خوندیتوب نهلري او ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په ورته وخت کې د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې هم په یوه اعتراضیه غونډه کې پر ملګرو ملتونو نیوکه کړې چې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې لازمې مرستې نهکوي.
په کابل کې د دې شبکې ځینو غړو چې په یوه سر پټي ځای کې یې شعارونه ورکړي، له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې له طالبانو سره تعامل و نهکړي.
د دې شبکې غړې محبوبې حبیبي د سېشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "موږ راټولې شوې وو چې چې خپل غږ نړۍ او نړيوالو ته ورسوو او په ملګرو ملتونو غږ وکړو چې د افغانستان وضعیت یوازې یوه انساني فاجعه نه، بلکې د بشري حقونو یو ناورین هم دی. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او د دې ارزښتونو د ترلاسه کولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي."
د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما ویلي و، چې د طالبانو دا پرېکړه به ملګري ملتونه اړ کړي چې په افغانستان کې د پاتې کېدو او اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو او خپلو اصولو ته د ژمنتیا ترمنځ یو وحشتناک انتخاب وکړي.
خو وروسته دې سازمان پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې به پاتې شي څو له میلیونونو اړمنو خلکو سره مرستې وکړي.
ترڅنګ یې دا ټینګار هم کړی چې هڅه کوي طالبان د ښځو پر کار بندیزونه لرې کړي.
خو د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو نقضول رد کړي او پر ښځو د بندیزونو لګول یې د هېواد داخلي مسئله بللې ده.
د بشر حقونو د څار سازمان په خپل نوي راپور کې لیکلي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ډېرو نړیوالو مرستو ناڅاپه له لاسه ورکول د لومړني ناورین لامل شو، خو د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکو ځپونکو سیاستونو لکه د ملګروملتونو او نورو غیردولتي ادارو کې د ښځو له کار بندیز وروسته حالت نور هم خراب شوی دی.
د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې روان ناورین د ملګرو ملتونو په اوږو دوه حیاتي او نه پخلاکېدونکي مسوولیتونه تحمیل کړي چې دا مسوولیتونه له اړمنو کسانو سره مرستې کول او په طالبانو فشار راوړل دي چې د بشري حقونو وحشتناکې سړغړونې پای ته ورسوي.