د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو ښځینه کارکوونکې له ځورونو، ګواښونو او توقیف سره مخ شوي


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ادارو کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په کار له بندیز وروسته په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي وايي، د دوی یو شمېر ښځینه کارکونکې د تګ راتګ له محدودیتونو لکه ځورونې، ګواښونو او توقیف سره مخ شوي.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، د فبرورۍ او اپرېل میاشتو پېښو ته کتنه کړې او ویلي يې دي چې له همدې امله یې خپلو ټولو کارکوونکو ته امر کړی چې لږ تر لږه د ۲۰۲۳ کال د مې تر پنځمې پورې دې دفترونو ته رانه‌شي.

که څه هم د ملګرو ملتونو یو شمېر ښځینه کارکوونکې د موضوع د حساسیت له امله له ازادي راډیو سره خبرو ته حاضرې نه‌شوې، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه نارینه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، یاد سازمان په افغانستان کې خپلو کارکوونکو ته ویلي، تر نامعلومې مودې پورې دې دفترونو ته نه راځي.

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د مې له پنځمې نېټې وروسته د دوی په کاري وضعیت کې کوم بدلون نه‌دی راغلی او په افغانستان کې د دوی کارکوونکي لا هم له کوره کار کوي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو فعالانې وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر خپرو شویو راپورونو خراب دی.

د بشري او ښځو د حقونو فعالې مونسې مبارز ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو ځینې پېښې نه ثبتېږي.

د بشري او ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز
د بشري او ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز

اغلې مبارز وايي: "وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی. د افغانستان خلک د طالبانو حکومت تر ظلم لاندې دي او نړۍ یې ننداره کوي. هغه څه چې پېښېږي له هغه څه چې راپورېږي، ډېر توپیر لري. د یوناما راپور یې ښه بېلګه ده. زه پخپله د یوه تبعه په توګه د ځینو فاجعې ډېرې ژورې دي، خو راپور نه ورکول کېږي."

نوموړې زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي حالت له دې بدتر او خلک به له نړیوالې ټولنې زړه تورې شي او خپل غږ به هم پورته نه کړي.

یوناما په خپل وروستي راپور کې د بشري حقونو د سرغړونو قضیې لکه پر ښځو د زده‌کړو او کار بندیز، د طالبانو حکومت له‌خوا د مدني فعالانو ځپل، نیول او زنداني کول، پر رسنیو محدودیتونه او غیر عادلانه محاکمې هم یادې کړې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما د نوي راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو د طالبانو حکومت له دې مخکې ویلي وو چې دوی بشري حقونه نه‌دي نقض کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG