د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د ملګروملتونو او طالبانو ترمنځ پر روان جنجال د انډېپنډنټ ورځپاڼې تبصره


د يوناما بيرغ
د يوناما بيرغ

انډېپنډنټ ورځپاڼه:

  • د برېتانیا انډېپنډنټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو او طالبانو تر منځ پر روان جنجال یو مطلب خپور کړی دی.

وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر اکیم اشتاینر په حواله ویلی شوي دي، که چېرته ونه‌شي کولی چې طالبان په دې سازمان کې د ښځو پر کار بندیز لرې کولو ته قانع کړي، دا سازمان به مجبوره شي چې د مې په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو خواشینوونکې پرېکړه وکړي.

طالبانو د اپریل میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د ملګرو ملتونو سازمان ښځینه کارکوونکې په ننګرهار کې له کار کولو منعه کړې او دغه پرېکړه د دې سبب شوه چې دا ماموریت په افغانستان کې د خپل کار اغېزمنتوب تر مې میاشتې پورې وڅېړي.

ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار بندیز به میلیونونه اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو اغېز وکړي.

د انډېپنډنټ په ټکو، که څه هم طالبانو د تېر ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته ژمنه کړې وه چې د ۱۹۹۰ کلونو په نسبت به معتدل وي، خو د ورځپاڼې په ټکو بیا یې پر ښځو پر کار سخت محدودیتونه لګولي او له شپږم ټولګيو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې لا هم تړلې پاتي دي.

همدارنګه د پوهنتونو دروازې هم د نجونو پر مخ تړلي دي او ښځې نه‌شي کولی چې عمومي حمامونو، تفریحي پارکونو او ورزشي کلپونو ته لاړې شي.

طالبانو ښځې په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې هم له کار کولو راګرځولې دي.

انفو مایګرانټ خپرونه:

  • انفو مایګرانټ خپرونې بیا د "پرو ازول" په نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ یو سازمان غوښتنې ته کتنه کړې چې، ویلي يې دي جرمني باید د افغانو پناه غوښتونکو د منلو پروګرام تغیر کړي.

د جرمني حکومت د نوي پروګرام پر اساس، هره میاشت به زر تنه هغه افغانان چې له خطر سره مخامخ دي له کورنیو سره یو ځای دې هېواد ته انتقال شي، خو د پناه غوښتونکو د ملاتړ "پرو ازول" سازمان بیا نیوکه کوي چې متقاضیان نه‌شي کولی په مستقیم ډول دې پروګرام ته نوم‌لیکنه وکړي، بلکې د نوم‌لیکنې پروسه بیا د تعین شویو سازمانو له‌خوا ترسره کېږي.

وړاندې لولو، چې د جرمنې د پناه غوښتونکو دغه پروګرام یوازې په افغانستان کې هغو متقاضیانو ته مختص شوی دی چې د افغانستان دننه دي، په داسې حال کې چې زیاتره هغه افغانان چې له خطر سره مخامخ دي د ځان د ژغورنې لپاره یې نورو هېوادونو په ځانګړې ډول پاکستان ته پناه وړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG