د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د افغان ښځو پر کار بنديز د بشري مرستو رسولو برخې ته لوی خطر وبلل شو


ارشیف: افغانستان کې د ډبلیو ایف پي له لوري بې وزلو سره د مرستو لپاره د ثبت او راجستر له بهیره یو انځور
ارشیف: افغانستان کې د ډبلیو ایف پي له لوري بې وزلو سره د مرستو لپاره د ثبت او راجستر له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف‌ پي یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز د بشري مرستو رسولو ته یو لوی خطر دی.

له نږدې یوې میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې هڅه کوي چې طالبان بېرته د دوی ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي، خو دغو کوښښونو تر اوسه پایله نه‌ده ورکړې.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې د ښځینه‌وو پر کار د بندیز دوام د خیر ښېګڼې او مرستو رسولو چارو ته یو لوی خطر دی.

د ډبلیو‌ ایف‌ پي د افغانستان څانګې یوه ویاند وحیدالله اماني د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په لېږلي ویډیویي پيغام کې ویلي، دوی له شپږو لسیزو راهیسې دغه هېواد کې فعالیت لري او نه‌غواړي چې افغانان یوازې پرېږدي.

نوموړي ټینګار کړی چې د بې‌وزله افغان مېرمنو او ماشومانو د ښه لاسنیوي لپاره اړینه ده چې ښځې بېرته د مرستو رسولو په چارو کې د کار اجازه پيدا کړي.

اماني وايي: "ډبلیو‌ ایف‌ پي کلک باور لري چې ښځو ته د ښځو له‌خوا غوره خدمتونه ترسره کېدای شي او د ښځو بېرته کار ته راستنول د ډبلیو‌اف‌پي یو لوی لومړیتوب دی. د دې لپاره موږ په ټولو سطحو خبرو اترو ته دوام ورکوو. د ښځو پر کار محدودیتونه په افغانستان کې د بشرپاله کړنو لپاره یو لوی خطر دی، که څه هم نن ورځ تر ټولو لوی خطر د بودیجې نشتوالی دی."

طالبانو نږدې میاشت وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ولګاوه چې ګڼ کورني او نړیوال غبرګونونه یې وپارول.

د دې کار په غبرګون کې ملګرو ملتونو وویل، افغانستان کې د مې میاشتې تر پنځمې نېټې خپل ماموریت ارزوي او خبرداری یې ورکړی چې که طالبان یې ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورنه کړي، یو ډارونکی انتخاب به وکړي.

سبا جمعه د ملګرو ملتونو د ماموریت د ارزونې وروستۍ ورځ هم ده او تر همدې ورځې ملګرو ملتونو د نږدې شپږ سوه ښځینه کارکوونکو په ګډون له خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو غوښتي چې له استثنایي مواردو پرته دې دفترونو ته نه‌ځي.

د ملګرو ملتونو له دې خبرداریو سره سره طالبانو تر اوسه د ښځو د کار په اړه خپل دریځ کې کوم نرمښت نه‌دی ښودلی او دا یې د افغانستان یوه داخلي ارزښتي موضوع یاده کړې ده.

په ورته وخت کې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین ازادي راډیو ته وویل، دوی چمتو دي چې له ملګرو ملتونو سره په اختلافي مسایلو خبرې وکړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین

ډبلیو ایف‌ پي داسې مهال د ښځو پر کار بندیز او د بودجې کموالی لویې ننګونې بولي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، د افغانستان ۹۷ فیصده وګړي په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

ګوټېرېش د افغانستان په اړه د دوحې تر غونډې وروسته چې د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو کې جوړه شوې وه وویل، د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول په نادولتي ادارو کې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار بندیز په هېڅ ډول د منلو نه‌دی او زیاته یې کړه چې دوی به "هيڅکله د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د بې‌ساري سيستماتيکو بريدونو په وړاندې چوپ پاتې" نه‌شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو سره د خبرو پر مهال. 02.05.2023
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو سره د خبرو پر مهال. 02.05.2023

پرون چهارشنبه د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم وویل چې د دوحې په غونډه کې ټولو پر نورو لومړیتوبونو سربېره د ښځو او نجونو د حقونو پر ټینګښت ټینګار وکړ.

معلومه نه‌ده چې د ښځو د کار او تعلیم پر سر به د طالبانو د حکومت او نړیوالو سازمانونو ناندرۍ تر څه وخته دوام ولري، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه یوه بله غونډه جوړه شي چې هلته به د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې پر اقداماتو بحث وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG