د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د ښوونځيو پرانيستلو کمپاين؛ د کرکټ ملاتړی 'رحيم صديقي' ورته ځانګړي کميسونه جوړوي


د افغان کرکټ ملي لوبډلې مینه‌وال رحیم صدیقي
د افغان کرکټ ملي لوبډلې مینه‌وال رحیم صدیقي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځانګړی مینه‌وال رحیم صدیقي وايي، د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ سيریز لپاره داسې کمیسونه جوړوي، چې شاته پرې لیکل شوي وي، د نجونو ښوونځي پرانېزئ.

نوموړی وايي، په دې اړه باید پر نړیوالو په بیا بیا غږ وشي.

ښاغلی صديقي وايي: "بنګله‌‌دېش ته زما سفر دی، د افغانستان او بنګله‌دېش سيریز دی. انشاالله دا راروانې میاشت کې، تیشټې مې جوړې کړي، شاته ورباندې د خویندو لپاره پیغام ورکوم، چې د نجونو ښوونځي باید پرانیزئ او نور داسې یو پاڅون به هم کوو، په نړیوالو باندې باید غږ وکړو."

۲۵کلن رحیم صدیقي له افغانستانه بهر په نیوزیلنډ کې ژوند کوي.

د افغان کرکټ لوبډلې مینه وال رحیم صدیقي له افغانستانه بهر ژوند کوي او د افغان لوبډلې د هڅونې په موخه د دې لوبډلې د سیالیو لیدو ته ورځي.
د افغان کرکټ لوبډلې مینه وال رحیم صدیقي له افغانستانه بهر ژوند کوي او د افغان لوبډلې د هڅونې په موخه د دې لوبډلې د سیالیو لیدو ته ورځي.

د ده په خبره له ۲۰۱۰ کال راهیسې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د هڅونې لپاره له ملي بیرغ سره لوبو ته ورځي او په ځان ځيني انځوريز او ليکلي پيغامونه هم جوړوي.

نوموړی له دې امله د خلکو تر منځ ډېر مشهور دى.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د افغان لوبډلې او بنګله‌دېش تر منځ د کرکټ سیالیو سیریز د راروانې جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پیلېږي.

طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته د نجونو منځني ښوونځي وتړل او د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې یې دوی پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې.

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د سازمان مسووله او د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر د صدیقي د دې اقدام هرکلی کوي.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

اغلې اکبر ازادي راډیو ته وویل: "دا ډېره مهمه ده چې نړۍ په دې پوه شي، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو موضوع د عام ولس غوښتنه ده. ورزشکاران، هنرمندان خلک په هر سطحه کې وي، ځکه ځيني وخت د افغانستان نه داسې تصویر وړاندې کېږي چې د دغه هېواد خلک په خپل فرهنګ کې د نجونو د زده کړو مخالف دي، نو زما په اند نیک اقدام دی، نتیجه به یې په لنډ مهالي کې معلومه نه‌شي، خو هڅې او پیغام رسول ډېر مهم دي."

د ښځو د حقونو ملاتړې امنه مایار هم دا شان هڅې موثرې ګڼي وایي، له هر ممکنې لارې چې په دې برخه کې کار کېدلی شي باید، ترسره شي.

اغلې مایار ازادي راډیو ته وویل: "دا ښې دي دا هڅې، دا نړیوالو ته ور په ګوته کوي چې په هر برخه کې خلک په دې باور دي چې د افغانستان ښځې او نجونې د کار کولو حق لري او باید دوی ته دا حق ورکړل شي."

د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

که څه هم صدیقي وايي، چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو د لرې کولو لپاره باید بیا بیا پر نړیوالو غږ وشي، خو تر اوسه په دې اړه د نړیوالو له پراخو غبرګونونو سره سره هم طالبانو د نجونو د زده کړو په تړاو خپلې پرېکړو کې هېڅ ډول مثبت بدلون نه‌دی راوستی.

دوی د زده کړو تر څنګ نجونې او ښځې په ډېری دولتي او د ملګرو ملتونو سازمان د دفترونو په ګډون په ټولو نادولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې له کار کولو هم منع کړي دي او دغه شان یې نور محدودیتونه هم پرې لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG