د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

یو ښوونيز بنسټ په ځینو ولایتونو کې ۷۰۰ نجونو ته کورني ټولګي جوړ کړي


د بازوان بنسټ له لوري د نجونو لپاره د یوه ټولګي انځور
د بازوان بنسټ له لوري د نجونو لپاره د یوه ټولګي انځور

په داسې حال کې چې په افغانستان کې لا هم له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د افغان نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې بندې دي، د بازوان ښوونیز بنسټ په ننګرهار، لغمان، لوګر او میدان وردګ ولایتونو د ۷۰۰ نجونو لپاره د زده کړو کورني ټولګي جوړ کړي دي.

د یاد بنسټ مسووله وايي: "ما دا کار له اول ټولګي پیل کړ. د اړتیا او د مشرانو په مشوره، هغوی غوښتل ښوونځي پیل شي، نجونې زده کړې وکړي، بیا زه ورسره همداسې مخته ولاړم."

یلدا بازوان چې د پېښور پوهنتون د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نجونو ته د زده کړو کورني ټولګي جوړ کړي دي.

یلدا بازوان په ۲۰۲۱ کال کې د 'یلدا بازوان ښوونیز مرکز' په نوم بنسټ پرانيست چې د لومړي ځل لپاره یې د ننګرهار او وروسته د لغمان، میدان وردګ او لوګر ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷۰۰ نجونو ته د زده کړو ټولګي جوړ کړل.

یلدا بازوان ازادي راډيو ته وویل، هڅه کوي چې نورو ولایتونو ته هم دغه ښوونیز فعالیتونه وغځوي.

یلدا بازوان
یلدا بازوان

هغه وايي په دې سره غواړي په ليرو پرتو سیمو کې نجونو ته د کار او زده کړو زمینه برابره شي.

نوموړې وايي: "ماسره تل دا یو فکر و چې یوه نجلۍ هم باید له زده کړو بې برخې پاتې نه شي، په کلیو او بانډو کې نجونې باید زده کړې وکړي، زده کړو ته لاسرسی ولري. ما دا کار لومړی له خپل ولایت پیل کړ، ما په همدې موخه دا کار پیل کړ چې له زده کړو پاتې نجونې ته د زده کړو زمینه برابره کړم پخوا، خو ښوونځي وه اوس نشته، څو چې ژوندی یم دوی ته به کار کوم."

اغلې بازوان وایي، په ځینو سیمو کې له شپږمه تر دولسمه او په ځینو نورو سیمو کې له لومړي تر شپږم ټولګي نجونو ته زده کړې ورکوي.

د بازوان بنسټ له لوري د نجونو لپاره جوړ شوی ټولګی
د بازوان بنسټ له لوري د نجونو لپاره جوړ شوی ټولګی

دا وايي، ۷۰۰ نجونو ته د ۴۵ ښوونکو له لوري زده کړې ورکول کېږي.

د ده په خبره دغو ښوونکو ته له خپل شخصي شتمنۍ میاشتني معاشونه هم ورکوي.

مروه په دغه ټولګیو کې د بیولوژي درس ورکوي.

هغه وايي، د بوختیا تر څنګ ورته یوه اندازه پیسې هم ورکول کېږي چې د کور میاشتنۍ ګوزاره یې پرې روانه ده.

نوموړې وايي: "دې بنسټ د ډېرو نجونو او ښوونکو هیلې بېرته را ژوندی کړې. په زده کوونکو او ښوونکو باندې ډېر بد اغېز کړی و ان دا چې په کورونو کې په رواني تکلیفونو باندې اخته شوې، خو په دې کار وتوانېدو د نجونو مړې هیلې بېرته راژوندۍ کړو. موږ ته ویاړ دی چې نجونو ته کار کوو د هغه تر څنګ مو خپل کورنۍ اړتیاوې هم لاسته راوړو."

ګلالۍ د لسم ټولګي زده کوونکې وایي، مړې هیلې یې بېرته ژوندۍ شوي دي، خو وېره لري چې دا هم ورباندې بند نه شي.

دې ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "د طالبانو په راتګ سره موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شوه، ټولې هیلې مو له منځه تللې وې، ځکه د ښوونځي دروازې ته بندې شوې، خو هغه کسانو چې موږ ته هڅې وکړې، موږ ته یې درسي توکي ولېږل، زموږ وخت ضایع نه شو. د ښوونځي د سیستم په شکل دلته هم دی، موږ په وخت امتحانونه وي او درسونه راته تدریس کېږي، موږ ته اوس یوه هیله پیدا شوه."

طالبانو پر افغانستان له دویم ځل واکمنېدو سمدستي وروسته د نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو دروازې بندې کړې، وروسته یې پوهنتونونو ته هم د دوی پر تګ بندیز ولګاوه، خو په ځینو سیمو کې لوستو مېرمنو او ځوانانو نجونو ته انلاین او حضوري زده کړې پیل کړې چې تر دې دمه یې د زده کوونکو په وینا پایلې مثبتې دي.

افغانې زده کوونکې د دغو هڅو ملاتړ کوي او ورته خوښې دي، خو وېره لري چې واکمن طالبان پرې د زده کړو دا لاره هم ونه‌تړي اود زده کړو په برخه کې یو ځل بیا یې راټوکېدلې هیلې بېرته مړاوې نه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG