د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د طالبانو له لوري له دندې منفکه شوې استاده نجونو ته په ان‌لاين بڼه وړيا تدريس کوي


استاد محبوبه اکبر چې اوس ان‌لاين تدريس کوي.
استاد محبوبه اکبر چې اوس ان‌لاين تدريس کوي.

د طالبانو له‌خوا له دندې منفکه شوې استاده په کډوالۍ کې افغان نجونو ته په ان‌لاین بڼه، د الجبري مضامینو وړیا درس ورکوي.

استاد محبوبه اکبر وايي: "زه د اسلامي امارت له‌خوا له دارالمعلمین څخه منفکه شوم، دا مې خپله وجیبه وګڼله، چې یو څه وکړم، زما له وس فقط همدا ان‌لاین تدریس پوره و."

نوموړې ادعا کوي، چې طالبانو له استادۍ منفکه کړه نو ځکه کډوالۍ ته اړه شوه.

اغلې اکبر په ۱۳۹۰ کې د کندهار پوهنتون د ساینس پوهنځي له ریاضي څانګې څخه په کادر کې فارغه او د کندهار په سید جمال الدین دارالمعلمین یا د ښوونکو د روزنې په انستیتیوت کې یې استادي تر لاسه کړه.

په ۲۰۱۸ کال کې د هندوستان هېواد د ماسټرۍ پروګرام ته بریالۍ شوه او په هغه هېواد کې یې د ښوونې او روزنې په برخه کې یې خپل لوړې زده‌کړې بشپړې کړې.

د کډوالۍ په جریان کې یې هڅه وکړه له زده‌کړو محرومو نجونو ته د ښوونې وړیا زمینه برابره کړي، چې د تېر میلادي کال د جولای میاشت راهیسې یې د خپل یوټیوپ چینل له لارې په پښتو ژبه د ریاضي، هندسې، مثلثاتو او احصایه درس پیل کړ.

اغلې اکبر وايي، اوونۍ کې یې ۲ورځې ریاضي، ۱ورځ احصایه، ۱ ورځ هندسه او۱ ورځ مثلثات په ترتیب سره له ۷ ټولګي پیل کړ، چې اوس ۹ ټولګي ته رسېدلي دي.

دا وايي، چې په پښتو ژبه کې يې دا تشه احساسوله نو ځکه یې تدریس په پښتو ژبه پيل کړی دی.

"زما موخه له دې کار دا ده چې افغانې نجونې باید هیله‌منې و اوسي،
محبوبه اکبر

نوموړې وایي، له دې کار یې موخه دا ده چې افغان نجونې شته ستونزو ته تسلیمې نه‌شي او د علم او پوهې ډېوه یې تل په ذهنونو کې روښانه وي.

اغلې محبوبه وايي: "زما موخه له دې کار دا ده چې افغانې نجونې باید هیله‌منې و اوسي، اوسنیو شته حالاتو ته بايد تسلیمې نه‌شي، افغانان دې هڅه وکړي، د دې پر ځای چې یوازې د خپګان احساس وکړي یو څه ترسره کړي. مثال ما په ډېرو کمو امکاناتو شروع وکړه، څومره چې زما وسه کېږي درسونه تشریح کووم، هیله مې ده هغه نجونې چې په کورونو کې دي، خپلو درسونو ته دې ادامه ورکړي، هیلې دې نه بایلي، ځکه که دا لړۍ یو ځلې وشلېده، بیا جوړول یې ډېر سخت کار دی، درسونو ته دې په مسلسله توګه ادامه ورکړي، تر هغې چې ښوونځي خلاصیږي."

استاد محبوبه اکبر چې اوس ان‌لاين تدريس کوي.
استاد محبوبه اکبر چې اوس ان‌لاين تدريس کوي.

د محبوبه اکبر زده‌کوونکې کلثوم وایي، په اوونۍ کې څو ځلې کمپيوټر او انټرنیټ له خپل مشر ورور اخلي او خپلې درسونه د یو ټیوب له لارې تعقیبوي.

کلثوم وايي: "زه د اتم ټولګي زده‌کوونکې وم، که ښوونځي بند نه وای، شاید اوس به زه د لسم ټولګي زده‌کوونکې وای، خو بیا مې هم حوصله ونه بایلله، ځکه وایي انسان باید تل هڅه وکړي، اوونۍ کې څو ځله له مشر ورور کمپيوټر او انټرنیټ اخلم، د استادې نوې درسونه په یوټیوب کې ګورم، لولم، له ځان سره یې تمرینات هم کوم، زه هیله لرم چې دا لړی همداسې تعقیب کړم او ارمان مې دا دی چې یو ځلې بیا ښوونځي ته ولاړه شم."

له هغه وخت تر اوسه پورې موږ د استاد محبوبه اکبر درسونه تعقیبوو،

فرشته د خوست ولایت اوسېدونکې او د اتم ټولګي بله زده‌کوونکې ده چې د یوټیوب له لارې د اغلې اکبر درسونه تعقیبوي، خو د برېښنا او انټرنيټ له ستونزو شکایت کوي.

نوموړې وايي: "له هغه وخت راهیسې چې د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګېده، له هغه وخت تر اوسه پورې موږ د استاد محبوبه اکبر درسونه تعقیبوو، په ځانګړي ډول د ریاضي درسونه تعقیبوم، هیله لرم چې درس ته اجازه ورکړي، چې زموږ درسونه شاته پاتې نه‌شي، زموږ هېواد شاته پاتې نه‌شي، زموږ ټولنه شاته پاتې نه‌شي."

استاد محبوبه اکبر چې اوس ان‌لاين تدريس کوي.
استاد محبوبه اکبر چې اوس ان‌لاين تدريس کوي.

طالبانو په افغانستان کې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته پر تګ بندیز لګولی خو ډېرو استادانو او لوستو ځوانانو په ان‌لاین ډول دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

افغان زده‌کوونکې د دې هڅو ملاتړ کوي او ورنه خوښې دي، خو وايي په دې برخه کې لویه ستونزه د برېښنا او انترنیټ ده، چې دوی ورته کم لاس‌رسی لري.

دوی وايي، ان‌لاین زده کړې ښې دي، خو په هیڅکله د حضوري زده کړو ځای نه‌شي نیولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG