د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د اروپا د ښځو يو سازمان پر طالبانو د نړيوالې ټولنې د فشار غوښتنه کړې


يو شمېر طالب چارواکي، ارشيف
يو شمېر طالب چارواکي، ارشيف

د اروپا د ښځو یوه سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر روان وضعیت ژوره اندېښنه وښوده او له نړیوالې ټولنې یې د چټک اقدام غوښتنه وکړه.

د اروپايي ښځو لابي یا European Women’s Lobby (EWL) چې له ۲۰۰۰ سازمانونو جوړه ده، پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو له کبله دې نړیواله ټولنه پر طالبانو فشارونه راولي.

د اروپا د ښځو د دې سازمان مشرې ریکا سفراني (Réka Sáfrány) ویلي: موږ نه‌شو کولی یوازې ننداره وکړو خو یوه ټولنه کې دې په تدریجي ډول ورو- ورو ښځې او نجونې له ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او سیاسي ژوند څخه بې برخې کړای شي.

هغې ویلي دوی، د افغان خویندو تر څنګ دي او د ژوند په ټولو برخو کې یې د ښځو او نجونو د ادغام غوښتنه کړې ده.

د دې سازمان په وینا، د طالبانو دغه ډول محدودوونکي اقدامات جنسیتي اپارتاید لا پراخوي او د افغانستان لپاره ناوړه پایلې لري.

طالبانو بېلابېلو برخو کې پر نجونو او مېرمنو محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف
طالبانو بېلابېلو برخو کې پر نجونو او مېرمنو محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف

د ښځو د حقونو فعالې نظیفې حقپال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د اروپايي ښځو د لابي پرونۍ اعلامیه مهمه ده.

"د نړیوالو سازمانونو له‌خوا د جنستي ارپارتاید د کلمې کارول زیات اهمیت لري

نوموړې وايي: "د نړیوالو سازمانونو له‌خوا د جنستي ارپارتاید د کلمې کارول زیات اهمیت لري، ځکه دا حقوقي جنبه لري. اوس موږ ګورو چې ډېر نړیوال حقوقپوهان هم په دې باور دي او څېړنې کوي، دا پالیسۍ چې طالبان یې اوس په افغانستان کې عملي کوي، جنسیتي ارپاتاید دی او د نړیوالو قوانینو له مخې خپل ابعاد ولري، لکه د جنوساید موضوع چې په جنوبي افریقا کې وه."

د اروپايي ښځو لابي په خپله اعلامیه کې د اروپايي ټولنې او د نورو ادارو په ګډون له نړیوالې ټولنې پر طالبانو د فشار غوښتنه کړې، چې د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ له اګست راهيسې تر دې دمه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ له اګست راهيسې تر دې دمه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې، په تېره ډسمبر میاشت کې یې ښځې او نجونې له پوهنتونونو هم منع کړې.

په ډسمبر میاشت کې یې ښځې او نجونې په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو کې له کاره هم منع کړې او روانه میلادي میاشت یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د ښځو کار منع کړ.

ملګرو ملتونو پرون ویلي، که طالبانو ته د دوی پر ښځینه همکارانو د کار د بندیز په اړه قناعت ورنه‌کړي، ممکن راروانه میاشت یوه زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي او له افغانستانه ووځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG