د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

د خصوصي ښوونځيو ټولنه: کابل کې تر ۳۰۰ پورې خصوصي ښوونځي تړل شوي


د يو ښوونځي زده‌کوونکې
د يو ښوونځي زده‌کوونکې

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنه وایي، پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې یوازې په پلازمېنه کابل کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ خصوصي ښوونځي تړل شوي دي.

د کابل اوسېدونکې عادله چې د درېیو ماشومانو مور ده وایي، پخوا یې خاوند دنده درلوده، اقتصاد یې نسبتا ښه و نو ځکه یې اولادونه په خصوصي ښوونځیو کې داخل کړي وو، خو اوس یې د خراب اقتصادي وضعیت له امله ټول له خصوصي ښوونځیو دولتي ښوونځیو ته تبديل کړي دي.

نوموړې وايي: "مېړه مې ساختماني کې کار کاوه، اوس خو کار هم نه‌شته، د بې‌چارګۍ او نا توانایۍ مو دولتي ښوونځیو کې شامل کړل. هلته یې چې لېږو کتاب نه‌لري، استادان یې کله راځي کله نه راځي، یو میاشت کېږي چې زوی مې دولتي ته تللی لا یې حاضري نه‌ده اخیستې. هلته چې ځي وایي ولې زما حاضري نه اخلئ؟ دولتي که هم داسې ګډوډي ده، څنګه وکړو؟ که یې په کور کېنوو هم د چا زړه طاقت نه‌کوي او دولتي کې هم اوس هيڅ کوم درس څه نه‌شته."

د يو ښوونځي زده‌کوونکي، ارشيف
د يو ښوونځي زده‌کوونکي، ارشيف

د حضرت نبوي په نوم د یو خصوصي ښوونځي مشر محمد یعقوب ابراهیمي هم وایي، اقتصادي وضیعت د دې لامل شوی چې خلک خپل ماشومان له شخصي ښوونځيو دولتي ښوونځیو ته تبدیل کړي.

"خلک غریب شوي دي، د فیس په ورکړې کې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي

دی زیاتوي: "خلک غریب شوي دي، د فیس په ورکړې کې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي، اقتصاد د خلکو ډېر ضعیف دی، نو فقط د اقتصاد خبر ده، ځکه دخلکو اقتصاد ډېر ضعیفه دی، خلک کم شخصي ښوونځیو ته مراجعه کوي او چې مراجعه کوي هم د فیس په حساب ډېره جګړه کوي، غواړي فیس یې ډېر ټیټ و اوسي."

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان د خصوصي ښوونځيو د ټولنې رئیس اسلام‌الدین یارمل وایي، په ټول افغانستان کې ۳۶۰۰ خصوصي ښوونځي فعالیت کوي چې له دې ډلې اوس مهال یوازې په کابل کې شاوخوا ۳۰۰ تړل شوي دي.

ښاغلی يارمل وايي: "که چېرې یو ابتدایي ښوونځی کوم چېرې بندیږي، موږ تر ۱۵ پورې ښوونکې له لاسه ورکوو، په متوسطه کې ۲۰ ښوونکي او په یوې لېسې کې موږ له ۳۰ تر ۵۰ ښوونکي په اوسط ډول له لاسه ورکوو دا یو ډېر دردونکی حالت دی. د خصوصي ښوونځیو ستونزې ډېرې زیاتې دي."

دی وايي، که نړیوالې مرستندويه ادارې له دوی سره مرسته ونه‌کړي نو د نجونو د ښوونځیو تر څنګ به د هلکانو ښوونځي هم د شته اقتصادي بحران له امله وتړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې، رونق دانش، دهکده علم، د خانه نور یوه څانګه، د ننګ منځنی ښوونځی او پوهه هغه ښوونځي دي چې نږدې ورځو کې تړل شوي دي.

و موغوښتل د ښوونځیو د وضیعت په اړه د طالبانو د حکومت د معارف وزارت ویاند عزیز احمد ریان سره هم خبرې وکړو، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې، د وري په یوولسمه په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې ویاند محمد کریم ناصري ازادي راډيو سره په خبرو کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونو د تړل کېدو په اړه خبر ورکړی و.

هغه ویلي وو، په وروستیو کې یوازې په کابل کې نږدې ۵۰ خصوصي پوهنتونونه د بېلابېلو لاملونو په ځانګړي ډول خراب اقتصادي وضعیت له امله تړل شوي چې نږدې ۶۰۰۰ کسانو په‌کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG