د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د يو شمېر خصوصي ښوونځيو مسؤلين: ښوونځيو ته د ماشومانو نو‌م‌ليکنه کمه شوې


کابل کې د هېواد باګرام خصوصي ښوونځی
کابل کې د هېواد باګرام خصوصي ښوونځی

د يو شمېر خصوصي ښوونځيو مسوولين وايي، د تعليمي کال په رانږدې کېدو سره، کم شمېر کورنيو خپل ماشومان په خصوصي ښوونځيو کې شامل کړي دي.

د هېواد بګرام خصوصي ښوونځي مشر نصير احمد پوپلزی وايي، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده‌کړو له بنديز وروسته د دوی د خصوصي ښوونځي په ګټه کې ٥٠سلنه کموالى راغلى دى.

"یو شمېر کورنیو تر اوسه د نوي کال لپاره نوم‌لیکنه نه‌ده کړې.

نوموړی زیاتوي، که څه هم نوی تعلیمي کال په رارسېدو دی او په تېرو کلونو کې دوی د کال په دې وخت کې ډېر زده‌کوونکي جذبول، خو په خبره یې سږ کال د زده‌کوونکو شمېر کم دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "یو شمېر کورنیو تر اوسه د نوي کال لپاره نوم‌لیکنه نه‌ده کړې. اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې یو شمېر کورنۍ خپل ماشومان دولتي ښوونځيو ته تبدیل کړي، دا منفي اغېزې لري. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځي د نه پیلېدو په اړه موږ ډېر اندېښمن یو، دوی له تعلیم بې‌برخې کېږي، یو شمېر ښوونکي چې دنده یې درلوده، بې دندې شوي او هغه خصوصي ښوونځي چې پانګونه یې کړې هم له ستونزو سره مخ کېږي."

کابل کې د يو خصوصي ښوونځي زده‌کوونکي
کابل کې د يو خصوصي ښوونځي زده‌کوونکي

د حضرت نبوي خصوصي ښوونځي مشر محمد یعقوب ابراهیمي هم وايي، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او د خصوصي ښوونځیو فیس نه‌شي ورکولای.

نوموړی وايي: "د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی، ډېری زده‌کوونکي دولتي ښوونځيو ته ځي، موږ اندېښمن یو، فکر نه‌کوم، چې کورنۍ دې خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي، خو خدای مهربانه دی، څومره چې زه معلومات لرم، نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه به ورکړل شي او وضعیت به ښه شي."

یو شمېر کورنۍ هم مني چې، د اقتصادي ستونزو له امله چې دوی ورسره مخ دي، نه‌شي کولای خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي.

مجبوره یو چې ماشومان مو دولتي ښوونځيو ته ولېږو، حد اقل، چې سبق خو ووایي

دوی وايي کوم ماشومان چې یې په خصوصي ښوونځیو کې وو، هم دولتي ښوونځيو ته سې‌پارچه کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې سونا وايي: "کله چې کار او دنده نه وي، د ورځې خرڅ په مشکل پیدا شي، نو مجبوره یو چې ماشومان مو دولتي ښوونځيو ته ولېږو، حد اقل، چې سبق خو ووایي او له سبق پاتي نه‌شي، که څه هم شخصي ښوونځي ورباندې ډېر کوښښ کوي خو څه وکړو!"

په ورته وخت کې یو شمېر ښوونکې چې، په خصوصي ښوونځيو کې یې تدریس کاوه، وایي معاش یې اوس نیمايي ته راټیټ شوی او ډېری وزګاره شوې هم دي.

په هرات ولایت کې د خصوصي ښوونځي یوې ښوونکې سکینې محمدي ازادي رادیو ته وویل: "د ښوونکو معاش تقریبا نیم شوي. درسي امکانت چې پخوا موږ خلکو ته وړاندې کول، اوس زموږ په لاس کې نه‌شته، موږ خواشیني یو، ځکه د عاید کومه سمه سرچینه نه‌لرو."

کابل کې د هېواد باګرام خصوصي ښوونځي زده‌کوونکې
کابل کې د هېواد باګرام خصوصي ښوونځي زده‌کوونکې

د نوې تعلیمي کال پيلېدو ته له لسو کمې ورځې پاتې دي، خو په افغانستان کې د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت او بل له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو موضوع د خصوصي ښوونځیو فعالیتونه اغېزمن کړي دي.

په افغانستان کې خصوصي ښوونځي د معارف د مضمونونو د تدریس تر څنګ، (تقویتي) ټولګي او نوي سیسټمونه هم د زده‌کوونکو لپاره تدریسوي.

د افغانستان د بشري حقونو د څار ادارې نن یکشنبې په یوه ټویټ کې لیکلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو له بندیز ۵۳۸ ورځې تېریږي او ۵ میلیونه نجونې بې برخلیکه دي، خو د طالبانو حکومت لا هم د دوی د ښوونځیو د بیا په اړه څه نه‌دي ویلي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا دایمي استازې میشل تیلور په هغې اعلامیه کې چې، د جمعې په ورځ یې په خپله ټوېټر پاڼه یې خپره کړې ویلي، په افغانستان کې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوي او د ټولنیزو فعالیتونو د ازادیو په برخه کې د نه منلو وړ محدودیتونو سره مخ دي.

طالبانو پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست له ۱۵مې راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او د ۲۰۲۲ ميلادي کال د ډسمبر میاشتې راهیسې یې نجونو او ښځې په پوهنتونونو کې له لوړو زده‌کړو هم راګرځولې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG