د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

سرچینې: په کابل او ځینو ولایتونو کې د نجونو ښوونځیو ته د کانکور فورمې لېږل شوي


ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه
ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه

په کابل کې د نجونو د ښوونځيو ځینو مسوولانو او زده‌کوونکو ازادي راډیو ته ویلي، د ۱۴۰۲ لمریز کال په کانکور کې د ګډون فورمې ورکړل شوي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت او د ازموینو ملي ادارې که څه هم تر دې دمه په رسمي ډول نجونو ته په کانکور کې د ګډون کولو د اجازې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ځینو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې په کابل او ځینو ولایتونو کې د کانکور فورمې ښوونځیو ته لېږل شوي چې له دولسم ټولګي فارغې نجونې یې ډکې کړي او دوی ته په کانکور کې د ګډون زمینه برابره شي.

د کابل د یوه دولتي ښوونځي سرښوونکی چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه یې ازادي راډيو ته وویل: "د کابل ولایت د اتمې حوزې اړوند د نجونو ښوونځيو ته د کانکور ازموینې فورمې راغلي دي، خویندې کولای شي چې له دې فورمو څخه ګټه واخلي او ترلاسه یې کړي."

په کابل کې د دولسم ټولګي یوه فارغه چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، ښوونځي ته د کانکور فورم د ډکولو په خاطر غوښتل شوې، خو دا زیاتوي چې د ښوونځیو او کورسونو د تړل کېدو له امله کانکور ته هېڅ تیاری نه‌لري.

ياده زده‌کوونکې وايي: "زموږ ښوونځي ته اطلاعیه راغلې چې تاسې راشئ، د کانکور فورم واخلئ، خو موږ چمتووالی نه‌لرو چې فورم واخلو او امتحان ورکړو، ځکه کورسونه هم تعطیل و او موږ ته د درسو ویلو هېڅ زمینه برابره نه وه."

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی.

د پوهنتون مخکینۍ استاده محبوبه اکبر وايي، داسې مهال چې ښوونځي او کورسونه تړلي دي، په کانکور کې د نجونو ګډونوالو د بریاليتوب چانس ته هیلې نه‌شته.

نوموړې د طالبانو له حکومت غواړي چې تر هر څه مخکې دې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.

اغلې محبوبه اکبر وايي: "کله چې په یوه هېواد کې ښوونځي او کورسونه تړلي وي، درس ته اجازه نه وي، ایا هلته د بریاليتوب چانس شته؟ امکان نه‌لري. له بده مرغه دا کاذبه تسلي او ناسم راپورونه دي چې په دې ډول د خلکو سترګو ته خاورې ور شیندي."

د دولسم ټولګيو نجونو فارغانو ته د کانکور د فورمو ورکولو په اړه مو د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت او د ازموینې له ملي ادارې څخه هم وپوښتل، خو د یادو دواړو ادارو ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت چې څه کم دوه کاله کېږي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې تړلي او ورسره یې تېر کال د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم تر بل امر پورې بندې کړې، تېره اوونۍ د ملګروملتونو د امنیت شورا له‌خوا د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز لرې کولو د پرېکړه‌لیک په ځواب کې وویل، دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده او بل هيڅ هېواد ته یې زیان نه رسېږي.

خو د بشري حقونو بنسټونه او فعالان بیا بشري او اساسي حقونه د یوه هېواد نه، بلکې د ټولې نړۍ مسئله بولي چې په وینا یې د نقضېدو په صورت کې یې هر څوک حق لري چې د عدالت لپاره غږ پورته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG