د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د طالبانو د بندیزونو زیاتوالی؛ نیومن: ډېری افغان نجونې او ښځې د ځان وژنې هڅه کوي


ارشیف: افغان مېرمنې
ارشیف: افغان مېرمنې

په داسې حال کې چې همدا نن په شمالي ولایت بدخشان کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي امله ځان‌ وژنه کړې، د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن ویلي چې په افغانستان کې په ښځو او نجونو د محدودیتونو د ډېرېدو له امله ډېری ښځې او نجونې د ځان وژنې هڅه کوي.

پژواک خبري اژانس ته د بدخشان امنیتي چارواکو تایید کړې چې د کورني تاوتریخوالي له امله د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې یوې مېرمنې د موږکانو د وژنې دوا خوړلې او خپل ژوند یې ختم کړی دی.

ازادي راډیو له هڅو سره سره ونه‌شول کولای چې د يادې مېرمنې د کورنۍ غړي پیدا او د موضوع د څرنګوالي په اړه ورسره خبرې وکړي.

د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن
د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن

د اروپا د پارلمان غړی هانا نیومن چې کابل ته یې سفر کړی پر خپل انسټګرام د یو هېواد لپاره دا وضعیت د اندېښنې او تاسف وړ بللی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه ادعا ردوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دا خبره ناسمه ده چې په افغانستان کې دې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي وي، ښايي وخت ناوخت یوه نیمه پېښه رامنځته شي خو په ټوله کې پېښې کمې شوي دي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

که څه هم په روان کال کې په افغانستان کې د ځان‌وژنو د پېښو دقیق شمېر نه‌دی معلوم خو تېر لمریز کال د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې هېواد کې د ځان‌ وژنې ۳۶۰ پېښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د ښځو د ځان‌ وژنې د پېښو تر څنګ د هلکانو ترمنځ هم د ځان‌ وژنې د پېښو د زیاتېدو په اړه وخت ناوخت راپورونه ورکول کیږي چې ارواپوهان یې لامل فقر، بې‌وزلي او نامعلوم راتلونکی بولي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو له امله د ښځو او نجونو ترمنځ ناهیلي زیاته شوې او د دوی پر روحیو یې منفي اغېز کړی دی.

د ښځو د حقونو فعاله کریمه وايي: "په افغانستان کې پر ښځو د زده‌کړو او کار د محدودیت له امله د ښځو ترمنځ د ځان‌ وژنې پېښې زیاتي شوي دي. همدا نږدې ورځو کې په قلعه کاشف کې دوه نجونې چې د ښوونځي زده‌کوونکې وې ځان وژنه کړې. له دې وړاندې په بدخشان کې یوه پېښه شوې وه. نو په ټوله کې د فقر له زیاتېدو سره دا پېښې زیاتې شوي دي."

سونیکا ارین چې د ښځو د حقونو بله فعاله ده وايي، طالبانو افغان مېرمنې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړي او هېڅ ادارې ته حق نه ورکوي چې د ښځو له حقونو دفاع او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

اغلې ارین ازادي راډيو ته وویل، پر ښځو د کار د محدودیت له امله ډېری کورنۍ اړې شوي چې خپلې کوچنۍ لوڼې د پیسو په بدل کې واده کړي.

اغلې ارين وايي: "د کار او زده‌کړو محدودیت لامل شوی چې د افغان ښځو په وړاندې ستونزې زیاتې شي، ان تر دې چې ښځې د خپل بدن د غړو پلورولو ته اړې شوې دي. دوی د خپلو خېټو او اولادونو د مړولو لپاره اړې شوي چې خپل کوچني ماشومان وپلوري، دوی په کم‌عمر کې جبري ودونو ته اړې شوي چې ډېرې بېلګې یې موجودې دي."

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مسوولې سیما باهوس له سي‌این‌این سره په یوه مرکه کې په افغانستان کې د ښځو ترمنځ د ځان‌ وژنې د پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی و.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ښځو د کار او زده‌کړو تر څنګ ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي چې له امله یې د ښځو ترمنځ د فقر کچه لوړه شوې ده.

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا او یو شمېر نور هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو او د نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د ویاند مرستیال ودانت پاټل په یوه مطبوعاتي ناستې کې وویل، نجونې له زده‌کړو او اقتصاد څخه محرمول به د افغانستان راتلونکې لا ډېر له ستونزو سره مخ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG