د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د طالبانو د مشر اختريز پيغام؛ د نجونو د زده‌کړو او اقتصادي ستونزو يادونه يې کړې؟


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

د طالبانو لوی مشر د کمکۍ اختر په درشل کې په خپل پیغام کې چې نن په پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو ژبو خپور شو ویلي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فرهنګ، زده‌کړو، اقتصاد، رسنیو او په نورو برخو کې د پام وړ اصلاحات راوستي دي.

ملا هبت الله اخندزاده چې هيڅکله په عام محضر کې نه‌دی راڅرګند شوی، په خپل پیغام کې زیاتوي چې، د طالبانو د جهاد هدف د شریعت تنفیذ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر یې لویه فریضه ده چې تطبیق یې د ده په وینا اوس‌مهال دوام لري.

دی دیني عالمانو ته سپارښتنه کوي چې په دې برخو کې خپلو مسوولیتونو ته پاملرنه وکړي.

د طالبانو لوی مشر وايي، افغانستان رغونې او ابادۍ ته اړتیا لري.

نوموړی په خپل پیغام کې د امنیتي لاسته راوړنو د یادونې ترڅنګ، د هغه څه په اړه چې دی یې د دښمن دسیسې بولي هم خبرداری ورکوي.

ملاهبت الله اخندزاده په دې پیغام کې چې تر ډېره د حکومت اساسي دندې په‌کې بیان شوي له ګاونډیانو، اسلامي هېوادونو او نړیوالو سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د تعامل پر اړتیا ټینګار کړی، خو دا یادونه یې نه‌ده کړې چې ولې تر اوسه د طالبانو حکومت د نړۍ هيڅ هېواد هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د طالبانو لوی مشر په هېواد کې د مخدرو موادو پر کښت او قاچاق د ممنوعیت د فرمان تطبیق لویه لاسته راوړنه بولي او ډاډ ورکوي چې افغانستان نور نو له مخدرو موادو پاکېږي.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د معتادانو راټولول او د هغو درملنه او همدا راز د سوالګرو راټولول بله هغه ادعا ده چې، د ملا هبت الله اخندزاده په اختریز پیغام کې یاده شوې ده.

د طالبانو لوی مشر په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو بندېدو ته له اشارې پرته ویلي چې، ټول هېواد ته د تعلیم او تربیې د بهیر غځول او د ماشومانو روزنه د حکومت له مکلفیتونو څخه دي او د پرمختګ لپاره یې د پلانونو یادونه هم شوې.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان له جدي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره لاس ګریوان دی.

په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم بندیز، په کورنیو او نړیوالو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار ممنوعیت او پر ښځو نور ټولنیز محدودیتونه، د یوه ټولشموله حکومت تشه، د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدل، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې- داعش په ګډون د نړیوالو تروریستي ډلو فعالیت او ګڼ نور هغه موارد دي چې افغانانو او نړیوالې ټولنې یې له کبله اندېښنه ښودلې.

په داسې حال کې چې د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده په ننني اختریز پیغام کې یې تقریبا هيڅ یادونه نه‌ده شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG