د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

موسيقۍ ته په ورته شعرونو د طالبانو بنديز؛ يو شمېر فرهنګيانو يې په اړه غبرګون وښود


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په خپل یوه مکتوب کې چې تازه رسنیو خپور کړی، په هغو شعرونو یې په‌کې بندیز لګولی چې له موسیقي سره یې شباهت پیدا کېږي.

یو شمېر شاعران او فرهنګیان دې مکتوب ته په غبرګون کې وايي، چې دا پرېکړه د طالبانو له‌خوا د ادبیاتو د سانسور پیل دی.

شاعر، لیکوال او کره کتونکی نجیب الله منلی وايي، دا چې ټول شعرونه موزون دي او سندریز کېدلای شي، له دې امله د دې مکتوب عملي کېدل ناممکن دي.

"د مکتوب متن ته که وګورو، ټوله شاعري په دې اساس ممنوع ده

ښاغلی منلی وايي: "د مکتوب متن ته که وګورو، ټوله شاعري په دې اساس ممنوع ده، ځکه داسې شعر نه‌شته چې هغه موزون نه وي او کله چې موزون وي، په ساز او سرود باندې ویل کېدای شي. دا فرمایش د هر ډول خبرو مخنیوی دی او دا ناممکن کار دی."

شاعره او لیکواله سمیه رامش د طالبانو وروستی مکتوب په انساني تفکر او احساس بندیز ګڼي خو وايي، چې طالبان نه‌شي کولای، د شعور، احساس او عاطفې لارې وتړي.

نوموړې وايي: "د طالبانو وروستی فرمان چې شعرونه او ترانې یې په‌کې منع کړي، یو ډول ستم او په انساني تفکر، احساس، خیال او عاطفې بندیز دی. دا فرمان توهینونکی او د بشر ضد دی."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

اغلې رامش وايي، د همدې بندیز په اعتراض کې یې هڅې پيل کړي چې په افغانستان کې دننه او بهر د ټولو هغو شاعرانو شعرونه راټول او خپاره کړي چې په افغانستان کې يې خپرول منع دي.

خو د طالبانو حکومت د امر باالمعروف وزارت ویاند محمد صادق عاکف وايي، دوی په ټولو شعرونو بندیز نه‌دی لګولی، یوازې يې په هغو شعرونو یې بندیز لګولی چې د ترنم په وخت کې یې د ځینو غږونو په تولید سره له موسیقي سره شباهت پیدا کېږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په دې وروستیو کې داسې شعرونه وو چې هو هو او داسې نور څه ورسره ویل کېده چې د ذکر توهین یې کاوه او د الله «ج» له نوم څخه ناسمه استفاده وه، نو دا ډول شعرونه منع شوي دي."

د امر باالمعروف وزارت وياند عاکف مهاجر
د امر باالمعروف وزارت وياند عاکف مهاجر

طالبانو د جګړې پر مهال هم ترنم شوي شعرونه یا ترانې د خپلو تبلیغاتو مهمه برخه بلله او اوس چې په واک کې دي، د دې ترانو د ویلو لپاره یې یو ځانګړی رياست هم جوړ کړی.

طالبانو چې له واکمنېدو سره په موسیقي بندیز ولګاوه، ورسره یې د بدیل په توګه په خپلو رسنیو کې ترانې ډېرې کړې، خو اوس یې د هغو ترانو او شعرونو د بندولو امر هم کړی چې د ترنم په وخت کې له موسیقي سره ورته کېږي.

خو هېره دې نه وي، چې د طالبانو د ترانو ډېری کمپوزونه د ویلو شویو مشهورو سندرو دي، چې په بېلابېلو وختونو کې د سندغاړو له‌خوا ویل شوي دي.

XS
SM
MD
LG