د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د افغان موسيقي غږونکيو د نيولو پر ضد سندریز لاریون


د افغان موسيقي غږونکيو د نيولو پر ضد سندریز لاریون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

پېښور کې هنرمندانو او د مدني ټولنې فعالانو یو ځل بیا د افغان موسيقي غږونکيو د نيولو پر ضد اعتراض کړی دی. دوی د جون پر دویمه د پېښور د خبریالانو له مرکزه تر خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې سندریز لاریون وکړ او پر حکومت يې غږ وکړ چې هغه څلور افغان موسيقي غږونکي دې خوشې کړي چې د مې په اته ويشتمه نېټه يې نېولي. دا افغان موسيقي غږونکي پاکستاني پولیسو د قانوني اسنادو نلرلو په تور نیولې اود محکمې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې چې بيرته يې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته وسپاري. د اعتراض پرمهال د پوليسو او معترضانو ترمنځ اخ و ډب هم شوی دی.

XS
SM
MD
LG