د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

د فراه د درملنې مرکزونو کې معتادین د موسيقۍ له لارې نور روږدي خوښ ساتي


فراه کې معتادین
فراه کې معتادین

د فراه ولايت معتادین د درملنې په مرکزونو کې د موسيقۍ له لارې نور معتادین خوشحاله ساتي چې په روغتون کې ټاکلې موده پوره کړي او په مؤثر ډول يې درملنه وشي.

ځينې معتادين چې د درمنلې لپاره په دې روغتون کې بستري کېږي، له ځانه سره د هنر يوه نړۍ هم راوړي، په تېره بیا هغه معتادین چې څو کاله ژوند يې په مهاجرت کې تېر شوي وي.

د موسيقۍ د الاتو غږول، د شعرونو ويل او ورزش کول هغه تفريح او مصروفیت دی چې له بستري شوېو معتادینو څخه د اعتیاد درد او خپګان هېروي.

دې روغتون کې د بصير په نوم يو معتاد د عبدالصبور په نوم د يوه بل معتاد تر څنګ ناست دی او خپل شعر ورته وايي.

فراه کې معتادین موسیقي غږوي
فراه کې معتادین موسیقي غږوي

د ده هدف دا دی چې عبدالصبور خوښ وساتي او د بستري کېدو ۴۵ ورځې اسانه ورباندې تېرې شي.

دی وايي: "زموږ سره دې روغتون کې داسې ناروغان شته چې زموږ لپاره موسيقي غږوي، هر وخت چې موږ وغواړو مېله جوړوو، فېلم ګورو، دې روغتون کې جومات هم شته، د لمانځه پر وخت جومات ته ځو، له مسؤلينو مو وغوښتل چې موږ ته قران شريفونه راوړي چې يو بل ته يې ور زده کړو. که کومه ستونزه ولرو ډاکټرانو ته يې وايو."

د ټولو ولايتونو د درملنې په مرکزونو کې د عَرَضي ميتود څخه کار اخېستل کېږي، د دې ميتود له مخې معتادان مجبور دي چې په روغتون کې ۴۵ ورځې تېرې کړي.

د معتادينو لپاره د دې دورې په لومړيو ورځو کې هم درد وي او هم يې زړونه تنګېږي.

د عامې روغتیا وزارت دې وروستیو کې د تعويضي په نوم د درملنې نوی ميتود معرفي کړی دی، د دې مېتود له مخې به معتادين په خپلو کورونو کې اوسېږي او يوازې به له روغتونه درمل وړي، خو د درملنې دا ميتود تر اوسه پورې يوازې په کابل ولایت کې عملي شوی دی.

فراه کې یو تن معتاد
فراه کې یو تن معتاد

د فراه ولایت د معتادينو د درملنې مرکز مسؤل عبدالودود انوري هم دا مني چې د اعتياد پرېښودل ډېر دردناک دی او خپګان هم لري، خو دوی ته د تفريح او ساعت تېري فرصت برابر شوی دی، لکه موسيقي، شعر ويل او ورزش کول، دا هغه څه دي پر معتادينو د درملنې د دورې تکليف اسانه کوي.

محلي چارواکي په فراه ولایت کې معتادين تر پنځوس زره ډېر ښيي
محلي چارواکي په فراه ولایت کې معتادين تر پنځوس زره ډېر ښيي

انوري زیاته کړه: "موږ د زهر ایستلو يا ډيټاکس په پړاو کې د معتادينو لپاره د زده کړو او موسيقۍ پروګرامونه لرو، زموږ ارواپوهان دوی ته په رواني برخه کې زده کړه ورکوي، هغه مسلکونه چې د دوی هېر شوي بېرته ورښودل کېږي، موږ د دوی لپاره د تفريح پرله پسې پروګرامونه لرو."

محلي چارواکي په فراه ولایت کې معتادين تر پنځوس زره ډېر ښيي، خو تر اوسه پورې د عامې روغتیا ورارت دغه شمېرې په رسمي ډول نه دي تائيد کړي.

دا راپور په غږیزه بڼه هم اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG