د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

ځینې شنونکي: د طالبانو مشر کندهار ته د سیاسي واک د لېږد په لټه کې دی


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

یو شمېر افغان سیاسي شنونکي کندهار ته د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د دفتر د لېږد په اړه بېلابېل نظرونه لري.

سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی په دې باور دی چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده په دې لټه کې دی چې سیاسي واک له کابل څخه کندهار ته ولېږدوي چې له همدې امله د ټیټې کچې ګمارنې هم د هغه د فرمانونو پر بنسټ تر سره کېږي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو مشر دغه شان غواړي چې په دې کړنې سره د مدني ټولنې له مخالفانو سره د ټولنیزو رسنیو له لارې مبارزه وکړي.

داسې ښکاري چې سیاسي قدرت له کابله کندهار ته ولېږدول شي.

یوسفزي وویل: "داسې ښکاري چې سیاسي قدرت له کابله کندهار ته ولېږدول شي، ځکه پخوا ملا هبت الله اخندزاده یواځې په لویو مسایلو کې دخیل و، خو اوس داسې ښکاري چې په ولسوالیو کې د قومندانانو، والسوالانو او ان د مدیرانو په ګمارنو کې هم ښکېل دی او هغه کسان چې هغه ته نږدې او د نظام پلوی وي ګماري. په همدې خاطر یې دفتر چارې ورځ تر بلې ښې کېږي د هغه حکومت پر وړاندې چې په کابل کې دی یو بل ځواک په کندهار کې خپل کار پیلوي."

د سیاسې چارو یو بل شنونکی طارق فرهادي وايي، که د طالبانو مشر کندهار ته د پلازمېنې د لېږد هڅه کوي نو دا د دې ښکارندويي کوي چې د طالبانو ترمنځ شدید اختلافات موجود دي.

طارق فرهادي
طارق فرهادي

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "که په افغانستان کې دا کار پرته له دې چې خلک پوه شي ترسره شي دا د طالبانو ترمنځ سخت اختلاف په ګوته کوي. اوس هم د دوی پرېکړې ته په کتو چې یوه ډله یې غواړي ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړل شي او بله یې په ښځو د محدودیتونو ملاتړي دي. دې ته په کتو فکر کېږي چې د طالبانو ترمنځ داسې کسان او ډلې شته چې غواړي ډېر واک ولري او دا په ټوله کې د طالبانو د راتلونکې په اړه یو نارامه کوونکی انځور وړاندې کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله موجودیت او لیدنې کتنې د دې لامل شوي چې د ده د فتر یوه وړه برخه کندهار ته انتقال شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "کندهار ته زما د دفتر د یوې وړې برخې انتقال یوه اړتیا وه، ځکه امیرالمومنین هلته حضور لري او هلته جلسې او لیدنې کتنې کوي، نو دغه هر څه ته باید رسېدنه وشي. دا یوه لنډمهالې اړتیا ده، زما د دفتر یوه لویه برخه په کابل کې ده او دا کندهار ته د پلازمېنې د انتقال په معنا نه ده."

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مسوول انعام الله سمنګاني هم د ملا هبت الله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ له دې دندې لیرې او په کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریس وټاکل شو.

انعام الله سمنګاني
انعام الله سمنګاني

که څه پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د طالبانو د حکومت د کابینې غړي په کابل کې دي او په ارګ کې کاري جلسې لري، خو د طالب چارواکو مهمې غونډې په کندهار کې جوړېږي او مهم فرمانونه د طالبانو مشر له کندهاره خپروي.

خو د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله تر دې دمه د رسنیو او خلکو پر وړاندې نه دی راڅرګند شوی او یوازې وخت نا وخت هغه ته منسوب فرمانونه او غږونه خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG