د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

سترېټس ټایمز: پر ښځو بندیزونو د طالبانو په منځ کې اختلافات زیات کړي


 د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېره اوونۍ په ټولو پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېره اوونۍ په ټولو پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

سترېټس ټایمز خپرونه:

  • سټرېټس ټايمز خپرونې له کندهار څخه د سرچینو په قول کښلي چې د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره د طالبانو پر له‌پسې او پراخو حکمونو د هغوی په منځ کې اختلافات زیات کړي؛ تر دې حده چې یوې ډلې خپل وفادار ځواکونه وربللي چې ساتنه یې وکړي.

خپرونې په دوام کې د کار، تعلیم او سفر د مخنیوي په شمول د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات په تفصیل راخیستي او بیا یې لیکلي چې، دې اقداماتو افغانان او نړیواله ټولنه غوصه کړي او حتي طالبانو په دې اقداماتو ځینې خپل دوست اسلامي هېوادونه هم پارولي دي.

سټرېټس ټایمز زیاتوي، د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده له لوري، چې په ندرت لیدل شوی، دا ډول افراطي حکمونه له کندهاره صادریږي.

خپرونه د څو سرچینو په قول، چې نه‌غواړي نومونه یې افشا شي، لیکي چې د طالبانو د تحریک د مؤسس ملاعمر زوی او دفاع وزیر ملامحمد یعقوب او همدا راز د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ملا هبت الله اخندزاده هڅوي چې خپل حکمونه بېرته واخلي.

سرچینو خپرونې ته ویلي چې یعقوب او حقاني هڅه وکړه چې له ملا هبت الله اخندزاده سره وویني خو تر اوسه بریالي شوي نه‌دي چې له هغه سره وویني او خبرې وکړي.

سرچینې دغه راز ویلي چې د دوی په منځ کې کړکې] اوس دومره زیات دی چې هره ډله هڅه کوي چې د احتمالي نښتې لپاره خپل کسان راټول کړي.

خپرونې دې ته هم اشاره کړې چې ملایعقوب له امریکا څخه د ورپاتې وسلو، چې ارزښت یې څو میلیارد ډالرو ته رسیږي، کنټرول په لاس کې لري.

تر دې مخکې د چارو ځینو کتونکو هم ازادي راډیو ته ویلي وو چې، د طالبانو په منځ کې د ښځو او نجونود حقونو پر مسله اختلاف ژور شوی دی.

نیویارک پوسټ:

  • نیویارک پوسټ ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د یوه لیکل شوي کتاب موضوع ته کتنه کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې راغلي، له افغانستان څخه د ځواکونو تر ایستلو یوه میاشت وړاندې، ولسمشر بایډن د افغانستان وضعیت له ویتنام څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره پرتله رد کړه.

خو «د خپل ژوند جګړې» کتاب لیکوال کریس ویپل ادعا کوي، کله چې ۷۸ کلن ولسمشر رسنیو ته وویل چې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به داسې وضعیت نه رامنځته کېږي چې څوک د امریکا په سفارت کې له ستونزو سره مخامخ شي؛ د سپینې ماڼۍ یوه مامور دا موضوع خندوونکې وبلله.

لیکوال ویلي چې د بایډن د خبرې خلاف امریکا مجبوره شوه چې د سفارت کارکوونکي او دپیلوماتان په هیلي کوپترو کې وباسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG