د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

د طالبانو مشر ته منسوب غږيز پيغام: ظالم حکومت بقا نه‌لري؛ خلک: طالبان ظلم او بې عدالتي کوي


د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده انځور، ارشيف
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده انځور، ارشيف

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده ته په یو منسوب غږیز پیغام کې ویل شوي چې، ظالم حکومت بقا نه‌لري، بلکې یوازې عدالت د حکومت د دوام لامل کېدای شي.

د بغلان د ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکی نواب پیکان له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې څو میاشتې وړاندې طالبانو د ده پر کور برید وکړ او دده ورور، محمد شهاب اندرابي، چې په فراه ولایت کې د خاصې قطعې پخوانی مرستیال و، د کورنۍ تر مخ په ډزو وواژه.

نوموړی وايي: "د جمهوریت له نسکورېدو او د طالبانو ډلې له بیا واکمنېدو وروسته، دوی ده سلاح کلي ته ننوتل، شاوخوا اته میاشتې وروسته، په ۷/۱۱/۱۴۰۰ نېټې، زموږ کور یې محاصره کړ او دننه راغلل. زما ورور یې ځکه چې پوځي و، وواژه. دوی نه عمومي عفوه او نه هم اسلامي او ایماني ارزښتونه رعایت کړل."

د ښاغلي پیکان په خبره، د ورور له واده يې څه باندې یو کال تېر شوی و او یو ماشوم یې پاتې دی.

نوموړی د طالبانو دا کار غچ اخیستل بولي.

د سالنګ د شل بستریز روغتون د رئیس، لعل محمد سالنګي یوه خپلوانه چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "شاوخوا یو کال د مخه کله چې طالبان راغلل، د سالنګ ۲۰ بستر روغتون رئیس، ډاکتر لعل محمد سالنګي، د طالب په نوم کسانو له ځانه سره یووړ، یو کال لادرکه و. هیڅ پته یې معلومه نه‌شوه. په پای کې له ډېرې پلټنې وروسته جسد یې پیدا شو، تر پېژندنې وروسته معلومه شوه چې دغه جسد د ډاکټر صیب دی. د دوی په وینا دا کار هغه کسانو ترسره کړی چې د طالب له نوم څخه استفاده کوي."

د تېر جمهوري نظام د پوځیانو او دولتي کارکوونکو د خپل‌سرو نیولو، شکنجې، لا درکه کېدو او وژلو ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د عدالت پر بنسټ د حکومت پر حاکمیت ټینګار کوي.

"عدالت د حکومت د بقا ذریعه ده، د ظلم سره حکومت نه پاتې کېږي.

اخندزاده په یوه غږیز پیغام کې چې «قاضیانو ته توصیه او په اسلامي نظام کې د عدالت اهمیت» تر سرلیک لاندې هغه ته منسوب شوی او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې خپور کړی، ویلي هغه حکومت چې د ظلم او غچ اخیستو پر بنسټ ولاړ وي، له منځه به ولاړ شي.

نوموړی ظاهراً د طالبانو په خپل‌سري نیولو، شکنجې او پرته له قضا وژنو، نیوکه کوي.

نوموړي ته منسوب پيغام کې ويل شوي: "عدالت د حکومت د بقا ذریعه ده، د ظلم سره حکومت نه پاتې کېږي. یو مظلوم په محبس کې ناست دی، پرته له کوم جرمه، وهل او ځورول، نو د دوی او الله تر منځ حجاب او پرده نه‌شته. که عدالت و بیا به بقا وي او که عدالت نه و بیا نو ظلم پیدا شي، خودخواهي پیدا شي، مرګونه پیدا شي، انتقامونه شروع شو، بې له محکمې وژنې وشوې، هغه ملک تباه کېږي."

طالبانو تر ډېره پر صحرايي محکمو تورن دي چې د تېر نظام سلګونه پوځيان يې په خپل‌سري ډول وژلي او تري تم کړي دي.
طالبانو تر ډېره پر صحرايي محکمو تورن دي چې د تېر نظام سلګونه پوځيان يې په خپل‌سري ډول وژلي او تري تم کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دوی د عمومي عفوې اعلان وکړ.

خو د تېر حکومت د پخوانيو پوځيانو او کارکوونکو، د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالانو او خبريالانو د نيولو، شکنجه کولو، ځورولو، جبري لا درکه کولو او وژلو ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر ثبت شویو شمېرو ته په اشارې سره، زیاته کړې وه چې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې ۲۳۷ تنه له محاکمې پرته اعدام کړي دي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار ادارې د خپل د ۲۰۲۲ کال په راپور کې ویلي و چې، طالبانو د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د چارواکو او منسوبینو د غچ اخیستنې او په زوره وژني کړي، خو طالبانو تل دغه راپورونه رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG