د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون: طالبان د پخواني نظام پوځيان نيسي او وژني يې


په هرات کې د افغانستان د مخکېني نظام یو سرتېری.
په هرات کې د افغانستان د مخکېني نظام یو سرتېری.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له‌خوا د مخکني جمهوري نظام د سرتېرو او نظامیانو د نیولو، شکنجې او وژنې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.

دا کمېسیون چې د طالبانو له‌خوا منحل شوی او اوس له افغانستانه د باندې فعالیت کوي پرون ناوخته یوه اعلامیه کې ولیکل، دوی ته رسېدلي راپورونه ښيي چې طالبان د مخکني حکومت سرتېري او نظامیان په ډېر ظالمانه ډول نیسي، شکنجه کوي یې او بیا یې په ډېره بې‌رحمۍ له‌منځه وړي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت یې ردوي وايي، دا د نظام کار نه‌دی.

د طالبانو له‌خوا پېژندل کېږي او د طالبانو د نظاميانو لاس ته لوېږي. "

د دې کمېسیون یو کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور ازادي راډیو ته وویل:"زموږ راپورونه ښيي چې یو ډېر شمېر مخکني نظامیان چې ډېرى یې ټېټ پوړي غړي او سرتېري وو، په افغانستان کې پاتې دي. دوی په پټه ژوند کوي او هغوی چې د خپل ماموریت پر مهال بایومټریک شوي، نه‌شي کولای اړوندو ادارو ته د پېژندپاڼو او یا هم پاسپورټ اخيستلو لپاره ورشي، خو که چېرې دا اسناد و هم لري، په هوايي ډګرونو او سرحدونو کې د طالبانو له‌خوا پېژندل کېږي او د طالبانو د نظاميانو لاس ته لوېږي. "

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا راپور ردوي، خو زیاتوي، چې ځینې قضیې د شخصي خصومتونو په پایله کې پېښې شوي چې دوی یې عاملین نیولي دي.

هغه نن ازادي راډیو ته وویل: "طبعا ځینې ځایونو کې دښمنۍ دي یا شخصي برخوردونه کېږي چې بیا د ځینو پېښو عاملین نیول شوي هم دي. شخصي قتلونه شوي، په ځینو سیمو کې به د خصومت له امله شخصي زیان ورسېدلی وي، خو په شخصي توګه دي، نه د نظام له امله."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

خو د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د خپل راپور د اثبات لپاره د بېلګې په توګه وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ته اشاره کړې، چې په‌کې ادعا کېږي چې طالبان د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری له شکنجې وروسته وژني او جسد یې ټوته کوي.

طالبان د مخکني نظام د یوه معلول سرتېري سر ته پلاسټیکونه اچوي، څو ساه يې بنده شي.

کمېسیون یوه بله ویډیو هم چې تېره اوونۍ ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې د خپلې ادعا د کره‌والي لپاره وړاندې کړې، چې په‌کې ادعا کېږي چې طالبان د مخکني نظام د یوه معلول سرتېري سر ته پلاسټیکونه اچوي، څو ساه يې بنده شي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو له‌خوا منحل شوى او اوس له افغانستانه بهر فعاليت کوي دا هم لیکي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د یو شمېر مخکنیو نظامیانو ویزې هم پای ته رسېدلي، خو د خپلو ویزو د تمدید لپاره له وېرې افغانستان ته نه‌شي راتلای او په غیر قانوني توګه هملته اوسېږي.

دا کمېسیون نورو هېوادونو ته د جګړې لپاره د مخکنیو افغان نظامیانو د لېږلو په اړه هم خبرداری ورکوي او تر خوا یې د دوی د کورنیو د خراب اقتصادي حالت او بې‌وزلۍ یادونه هم کوي.

له دې وړاندې هم د بشري حقونو مدافع ادارو له دې ډلې د بشري حقونو د څار سازمان د تېر کال د وري میاشتې په شپږمه نېټه یوه راپور کې ولیکل، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات کسان یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي.

تر څنګ یې ازادي راډیو په تېر میلادي کال کې دوه مستند راپورونه خپاره کړل چې په‌کې د طالبانو له‌خوا په کابل، پروان، بغلان، کندهار، کونړ، هلمند او ننګرهار کې د وژل شویو مخکنیو نظامیانو کورنیو سره خبرې شوې وې او هغوی تایید کړې وه چې طالبانو یې د کورنۍ غړي وژلي دي.

خو د طالبانو حکومت وياند هغه مهال ازادي راډيو سره په خبرو کې هم د بشري حقونو د څار سازمان راپور او هم په دې اړه د خلکو خپواکې ادعاوې، دواړه رد کړې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG