د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

جلال‌اباد ښار، د ښځینه کارکوونکو لپاره مرګونې کوڅې


جلال‌اباد کې د یوې وژل شوې ښځینه واکسیناتورې مړی
جلال‌اباد کې د یوې وژل شوې ښځینه واکسیناتورې مړی

ننګرهار مېشتې ۲۴ کلنه راضیه له څو اوونیو راهیسې خپلې دندې د تلو یا نه‌تلو په پرېکړه کې زړه نازړه وه، خو د مارچ په ۳۱مه نېټه دغلته د درې تنه ښځینه واکسیناتورانو له وژل کېدو وروسته دې خپله هغه دنده پرېښوده چې په ډېر زیار یې ترلاسه کړې وه.

راضیه چې دا یې اصلي نوم نه‌دی او د امنیتي ستونزو له کبله نه‌غواړي اصلي نوم‌یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، پوهېږي چې که کار ته ولاړه نه‌شي، ښايي هغه دنده له لاسه ورکړي چې په تنخوا یې د دې ټوله کورنۍ چلېږي. خو د دې په وینا، پلار یې ورته ویلي، که د ښار په کوڅو کې ګام پر ګام پر ښځو د هدفي بریدونو وېره وي، د دې له کوره وتل او کار ته تګ به په لوی لاس مرګ ته غېږ ورکول وي.

د ښار په کوڅو کې ګام پر ګام پر ښځو د هدفي بریدونو وېره وي

یوازې راضیه نه‌ده چې په ننګرهار کې پر ښځینه کارکوونکو وروستیو بریدونو د خپلې دندې پرېښودو ته اړ کړې.

ازادي راډیو په دې ولایت کې له شااوخوا ۲۰ داسې ښځینه ژورنالېستانو او د نورو دولتي یا نادولتي ادارو له ښځینه کارکوونکو سره په مستقیم یا غیر مستقیم تماس کې معلومه کړې چې یا یې له دندو استعفاوې کړي، یا دفتر او کارځای ته تګ‌یې پرېښی او یا په یو مخ له ننګرهار تښتېدلې دي.

جلال‌اباد کې د وژل شویو ښځینه واکسیناتورانو په ونیو لړلی د واکسین د ساتلو بکس
جلال‌اباد کې د وژل شویو ښځینه واکسیناتورانو په ونیو لړلی د واکسین د ساتلو بکس

سایره سلیم ننګرهار مېشتې خبریاله له اوونیو راهیسې خپلې دندې ته نه‌ده تللې. هغه وايي، پر ښځینه ژورنالېستانو او نورو کارکوونکو وروستیو بریدونو د ښځو لپاره ډېره ستونزمنه کړې چې له کوره ووځي.

پر ښځو پرله‌پسې بریدونو دغلته ټولې هغه ښځې چې کار او دنده‌یې درلوده وېرولي: "په داسې حالاتو که له هر چا زموږ وېره کېږي چې دا به اوس موږ ووژني. یا به بله وژنه کې زما نوبت وي. د تېرو دې څو وژنو راپدېخوا ډېرو ښځینه کارمندانو هغه که د ژونالیزم برخه کې یې کار کاوه که نورو برخو کې وې، ډېرو استعفاګانې ورکړي او په کورونو ناستې دي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو او ارتباطاتو د برخې رئیس ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته ویلي "د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه افغانستان کې ۱۴ ښځې په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۲۲ نورې ژوبلې شوې دي."

له یادو ۱۴ ښځو یوازې اووه تنه‌یې تېره یوه میاشت کې په ننګرهار کې په جلا، جلا بریدونو کې وژل شوي دي. په دې ولایت کې د مارچ په دوهمه نېټه د انعکاس ټلوېزیون د دوبلې برخې درې کارمندانې په دوه جلا بریدونو کې ووژل شوې.

د جلال‌اباد ښار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون درې وژل شوې ښځینه کارکوونکې
د جلال‌اباد ښار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون درې وژل شوې ښځینه کارکوونکې

د دې پېښې لا میاشت پوره نه‌وه چې د مارچ په وروستۍ ورځ د پولیو د واکسینو د کمپاین درې واکسیناتورانې په هدفي بریدونو کې په نښه او ووژل شوې او ورپسې سمدستي همدې ولایت کې یوه بله پولیسه د هدفي برید قرباني شوه.

په وژل شویو درې واکسیناتورانو کې یوه ۲۲ کلنه سمینه صافۍ وه چې یو کال وړاندې واده شوې وه. هغې دارالمعلین کې له زده‌کړو وروسته قابلګي لوستې وه او تازه‌‌یې په رضاکاره توګه د پولیو واکسین په کمپاین کې د واکسیناتورې په توګه کار پیل کړی و چې د دندې او کمپاین په دوهمه ورځ له دوه نورو همکارانو سره ووژل شوه.

د سمینې یو خپلوان برهان‌الدین نظامي ازادي راډیو ته وویل: "سمینه مې د کاکا لور وه. لایقه په وطن، خلکو او ژوند مینه نجلۍ وه. تعلیم‌یې کړی و. خواري یې کړې وه او هېله‌یې درلوده چې خپلو خلکو ته خدمت وکړي."

سمینه د هغو ناڅرګندو کسانو په ډزو ووژل شوه چې ساعتونه د دې کور ته نږدې د دې او د دې د همکارې راوتلو ته منتظر وو. بریدګر له قتل وروسته په عادي رکشا کې د پېښې له ځایه وتښتېدل.

په ننګرهار کې د واکسین د کمپاین د دری ښځینه کاروونکو وژنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

له یوې میاشتې څخه کمه موده کې په جلا جلا هدفي بریدونو کې په یو ولایت کې د لږ تر لږه ۷ ښځینه کارمندانو وژل کېدل په تېرو ۲۰ کلونو کې بې‌ساري دي.

وروستیو بریدونو دا پوښتنه نوره هم پېچلې کړې چې په ننګرهار کې څوک پر ښځو د دې پرله‌پسې بریدونو تر شا لاس لري؟ او ولې یې مخه نه‌نیول کېږي؟

وسله‌والو طالبانو په ګڼو دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي.

دا کړنې د داعشیانو او د هغوی پاتې شونو کړې دي

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل ازادي راډیو ته ویلي: "دا وروستۍ کومې وژنې چې شوې دي په ځانګړې توګه د ښځینه‌وو ترور، زموږ دقیق معلومات دا دي چې دا کړنې د داعشیانو او د هغوی پاتې شونو کړې دي، خو دې کې هم شک نه‌شته، کله چې داعش پسې پل واخیستل شي، ځیني شرایط ورته طالبانو برابر کړي دي، خو زه باید په جرات دا ووایم چې دا کار داعشیانو کړی دی."

داعش وسله‌والې ډلې خپله هم د ځینو دې بریدونو پړه منلې ده.

داسې حال کې چې افغان چارواکي وايي ننګرهار کې د داعش وسله‌وال ځپل شوي، ولې د وروستیو بریدونه مخه نه‌نیول کېږي؟

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي، د ځینو پېښو عاملین‌یې نیولي دي، خو زیاتوي چې دوی څو وړې او پټې هستې لري. د ښاغلي امرخېل په وینا د سلګونه زرو کسانو په منځ کې د بې‌دفاع ښځو په نښه کول د دې وسله‌والو لپاره تر ټولو اسانه هدف دی چې فکر کوي هم پرې په اسانۍ برید کولای شي او هم په رسنیو کې پراخ انعکاس کوي.

په ننګرهار کې له هماغه پیل راهیسې په اچین او څو نورو ولسوالیو کې د داعش وسله‌واله ډله فعاله وه. دا وسله‌وال وروسته له طالبانو او حکومت سره په جګړو کې کمزوري او ډېر یې حکومت ته تسلیم شول.

د ننګرهار چارواکي وايي که څه هم دا مهال د داعش ډله په کومه سیمه څرګند واک نه‌لري، خو په وړو او پټو ډلګیو کې لا هم خواره واره فعالیتونه کوي.

په ولایتي شورا او ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د قربانیانو ځینې کورنۍ بیا د ننګرهار له والي ښاغلي امرخېل سره په دې ارزونه کې موافق نه‌دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون ازادي راډیو ته وویل چې په ننګرهار کې ځايي مافیا د دې ولایت د خلکو لپاره جدي ستونزه او د دې سبب شوې چې د ننګرهار امنیتي چارواکي ژر ژر بدل او د دوی د خوښې کسان وي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې اریون یون
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې اریون یون

د مېرمن یون په وینا کله هم چې د دې مافیایي ډلو ګټې خطر سره مخ شوي دا ډول بریدونو ته‌یې مخه کړې څو وېره خپره کړي. د مېرمن یون په وینا: "په ننګرهار کې طالب او داعش دومره خطرناک نه‌دي لکه دا مافیا چې په ننګرهار کې حاکمه ده. زیاتره وژنې د مافیايي ډلو له‌خوا کېږي، زموږ زیاترو ډاکترانو ته دوی د تښتونې او وژنې ګواښونه کوي او پیسې ترې غواړي، همداسې د ننګرهار په ټولو ناامنیو کې لاس لري."

هغې د داسې چا یا کومې ډلې نوم یاد نه‌کړ چې د دې مافیا برخه دې وي، خو ویې‌ویل، دا اقتصادي مافیا ده چې تر ډېره غواړي په ننګرهار کې عایداتي سرچینې لاندې کړي.

طالب او داعش دومره خطرناک نه‌دي لکه دا مافیا چې په ننګرهار کې حاکمه ده

په ننګرهار کې د داسې یوې اقتصادي زورواکې ډلې یا مافیا په اړه له څو کلونو راهیسې وخت ناوخت چارواکو او ځايي فعالانو څرګندونې کړي، خو تر اوسه هېچا دا جرات نه‌دی کړی داسې مشخص نومونه یا ډلې یادې کړې چې د دوی د دې اقتصادي مافیا برخه دې وګڼل شي.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر بیا په دې ولایت کې په ښځینه کارکوونکو بریدونه د هغو "استخباراتي ډلو" کار بولي چې د ده په وینا د سولې د روانو هڅو ناکامول غواړي.

د ښاغلي عمر په وینا پر ښځو د دې بریدونو ترسره کوونکي غواړي دا حملې داسې مهال د طالبانو په نوم تمامې شي چې طالبان له افغان حکومت او نړۍ سره د سولې په خبرو بوخت دي او د ښځو د راتلونکې په اړه خبرې د بحث له اساسي ټکیو څخه دي.

قطر کې د سولې بین‌‍الافغاني خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د سولې بین‌‍الافغاني خبرو پرانیست غونډه

پر ښځینه‌وو د هدفي بریدونو د عاملینو په اړه د حکومتي چارواکو او د خلکو د استازو د جلا جلا څرګندونو څخه په دې اړه یوې پایلې ته رسېدل ستونزمن دي، خو دا څرګنده ده چې د داعش وسله‌والې ډلې په ننګرهار کې پر ګڼو ښځینه کارمندانو بریدونو کې لاس لرل خپله منلي دي.

که چېرې په دې بریدونو کې رښتیا هم داعش ډله لاس ولري، نو د جلال‌اباد ښار په نسبتاً خوندي سیمو کې د دې ډلې له‌خوا د دا ډول بریدونو پلانول او ترسره کول ښيي چې دا ډله د افغانستان په ختیځ کې لا هم پیاوړې ده او د حکومتي چارواکو هغه ادعاوې سمې نه‌دي چې وايي دا ډله په ننګرهار ځپل شوې ده.

له بلې خوا په ننګرهار کې پر ښځو د وروستیو بریدونو د قربانیانو کورنۍ د حکومت پر هغو ادعاوو هم بې‌باوره دي چې وايي د ځینو دې بریدونو مسؤلین‌یې نیولي.

ننګرهار کې د یو خصوصي ټلوېزیون پخوانۍ خبریاله ملاله میوند نږدې څلور میاشتې مخکې په یو وسله‌وال برید کې ووژل شوه او چارواکو یې د قتل په تړاو د څو کسانو د نیول ادعا وکړه، خو کورنۍ یې وايي، تر اوسه هم د ملالې قضیه څېړل شوې نه‌ده.

د ملالې میوند ورور حماد هلال ازادي راډیو ته وویل: "(ننګرهار والي) موږ سره خبرې وکړې ویې‌ویل دوه قاتلین مو نیولي او موږ ته‌یې ډاډ راکړ، خو موږ ته‌یې هویت څرګند نه‌شو چې دا څوک دي؟ بیا یې وروسته یو خبري کنفرانس کې وویل چې موږ د ملالې څو قاتلین وژلي او یو مو نیولی چې دا دواړه خبرې له یو بل سره توپیر لري."

د ملالې میوند خور د ژوند د تر ټولو ترخې ورځې کېسه کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00

هلال وايي تر دې وروسته هېڅ کومې امنیتې ادارې ورته نه‌دي ویلي چې د ده د خور (ملالې میوند) د قتل قضیه چېرې ورسېده او په دې اړه څېړنو کې څه پرمختګ وشو؟

هارون رحیمي د شهناز رؤفي په نوم د انعکاس ټلوېزیون د بلې هغې کارکوونکې ورور دی چې میاشت مخکې په جلال‌اباد ښار کې د دوه نورو همکارانو سره ووژل شوه.

رحیمي وايي، که د حکومت امنیتي ادارو هغه مهال د ده د خور د قاتلانو د نیولو لپاره جدي او پراخ اقدامات کړي وی، اوس به میاشت وروسته درې نورې واکسیناتورانې نه‌وژل کېدلې.

هغه وايي د ده د خور او ځینو نورو ښځینه فعالانو قضیې رسنیزې شوې ځکه پاملرنه ورواوښته، خو په وینا یې په ننګرهار کې د دا ډول قتلونو، تښتونو او ګواښونو ډېرې پېښې موجودې دي چې څوک ترې خبرېږي هم نه.

لطفاً د ښځو حضور په خپله ټولنه کې ومنئ

هارون رحیمي که څه هم وویل چې په دې ولایت کې د ښځو د خوندیتوب لپاره د دولت له اقداماتو نهیلی دی، خو وايي: "زه له خپل ولس څخه غواړم چې لطفاً د ښځو حضور په خپله ټولنه کې ومنئ او له ښځو سره یوځای دا ټولنه جوړه کړئ. موږ د ټولنې په هره برخه کې د ښځو ګډون ته اړتیا لرو او که موږ دا ګډون ونه‌منو، نه‌یې دولت کولای شي، نه‌یې امریکا کولای شي او نه بل ځواک."

ننګرهار کې د ښځینه ژورنالېستانو د وژنې په تور نیول شوي کسان
ننګرهار کې د ښځینه ژورنالېستانو د وژنې په تور نیول شوي کسان

ننګرهار کې په تېرو ۲۰ کلونو کې یو شمېر ښځې توانېدلې وې چې د رسنیو، نړیوالو مؤسسو او ځینو نورو حکومتي او غیر حکومتي ادارو سره له کوره بهر د کار کولو چانس ترلاسه کړي.

خو وروستۍ پېښو له ګڼو ننګرهاري نجونو او ښځو دا چانس بېرته اخیستی.

په جلال‌اباد ښار کې د یوې نړېوالې ادارې پخوانۍ کارکوونکې راضیه چې اوس په کور ناسته ده وايي، که د جلال‌اباد ښار کوڅې د ښځو له قاتلانو پاکې هم شي، ډېر وخت ته به اړتیا وي څو دا او کورنۍ یو وار بیا ډاډمن شي چې له کوره بهر په کار پسې وتل‌یې د ژوند په بیه نه‌تمامېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG