افغانستان
ننګرهار کې د ښځینه پولیسې د وژلو په تړاو ۲ تنه نیول شوي

د ننګرهار چارواکو نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) سهار د یوې ښځینه پولیسې د وژلو په تړاو دوه کسان نیولي دي.
د بصیرې په نامه دغه پولیسه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شوه.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان ازادي راډیو ته وویل: "غوښتل یې چې قوماندانۍ ته د دندې لپاره راشي، خو له رېکشا پرې ناپېژانده وسلهوالو ډزې کړي. پولیسو اقدام کړی او د پېښې سره د تړاو په تور مو دوه تنه نیولې دي."
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، نیولو شوېو کسانو منلې چې دې پېښه کې لاس لري.
دا په جلالاباد ښار کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څلورمه وسله واله حمله ده چې په کې ښځینه فعالانې په نښه کېږي.
دوه ورځې وړاندې درې واکسیناتورې د دې ښار په څلورمه او اوومه ناحیه کې هغه مهال ووژل شوې چې ماشومانو ته یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکول.
له هغې وړاندې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې او پسې بیا یوه ډاکټره په هدفي حملو کې ووژل شوې.
حکومت د دې بریدونو مسوولیت پر طالبانو اچوي، خو دا ډله یې نه مني.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هرات کې د ښځو په ګډون سلګونو تنو پر شیعه ګانو د وروستي برید پر ضد اعتراض وکړ

په هرات کې په سلګونو کسانو چې ښځې هم پکې وې نن یکشنبې په دې ولایت کې پرشیعه ګانو د وروستي برید د قربانیانو د ښخولو په مهال پرشیعه ګانو د بریدونو په وړاندې اعتراض څرګند کړ.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې، د عالمانو د شورا یوه غړي حسین عظمي دې آژانس ته وویل چې د هرات په جبرییل ښارګوټي کې د یوشمېر قربانیانو د ښخولو په مهال یو شمېر ښځینه معترضانو، مړه دې قاتلان او موږ امنیت غواړو، شعارونه ورکول.
معترضانو همدارنګه غوښتنه کوله چې په هرات کې پرشیعه لږکیو د بریدونو عاملان دې عدالت ته راکاږل شي.
د راپورله مخې، په هرات کې د طالبانو د استخباراتو ریاست چارواکو ویلي وو چې د تېرې جمعې په ورخ پردوو شیعه عالمانو چې په یوه ریکشا کې سپاره وو، د ناپېژنده وسله والو په برید کې اوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی، خو د سیمې اوسیدونکو په دې برید کې د دوو شیعه عالمانو په ګډون د ۶ تنو د وژل کیدو خبره کړې چې ۲ تنه یې ښځې ښودل شوې دي.
له دې پېښې یوه اوونۍ مخکې هم په دې سیمه کې د خادم حسین هدایتي او رجب اخلاقي په نومونو دوه شیعه عالمان هم وژل شوي وو.
د دغو بریدونو مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو له دې مخکې د ډېرو دا ډول حملو مسوولیت چې شیعه ګان پکې په نښه شوي دي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی دی.
اوچا: افغانستان په اقلیمي بدلون کې له لږې ونډې سره- سره زیات اغېزمن دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیم بدلون سخت ځپلی خو په اغېزو کې یې تر ټولو کمه ونډه لري.
اوچا نن په خپله ټولنیزه شبکه اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې افغانستان په نړیواله کچه د شنو خونو د مضره ګازونو یوازې ۰،۰۱ سلنه جوړوي.
دغه اداره زیاتوي، موږته په کارده چې د عادلانه حل لارو لپاره یوځای شوو او د هغو ملاتړ وکړو چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د تېرې چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې په میلیونونو کورنۍ په تېره هغوی چې د عاید سرچینې یې پرکرڼه ولاړه ده، ګواښي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما پرون شنبې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونوله ۲۸م کنفرانس سره هم مهاله، له ښکېلو اړخونو غوښتي وو چې د پوهاوي پر ځای عمل ته مخه کړي، ځکه د یوناما په خبره د اقلیم ټکانونه او فشارونه د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغېز کوي.
د اقلیم د بدلون په اړه دې نړیوال کنفرانس کې چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شوی او د ډسمبرتر دولسمې نېټې به دوام کوي، د طالبانو د حکومت استازي نه دي بلل شوي.
اوتنبایووا: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو اېستو دوی ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ستنولو، دغه کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مېرمن اوتنبایووا دغه څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې کړې دي.
د دغه وزارت په حواله، مېرمن اوتنبایووا ویلي، چې نړیواله ټولنه د دغو افغانانو د ستنېدو بهیر په دقت څاري.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د راستنېدونکو افغانانو او د هرات د زلزله ځپلیو د لاسنیوي لپاره د ۱۱ ملیارده افغانیو په ارزښت د اضافي مالي مرستې خبر ورکړ.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي، تر ډېره له پاکستانه بې اسناده افغانان په بد وضعیت کې افغانستان ته ایستل کېږي چې دوی په افغانستان کې نه سرپناه لري او نه هم کاري فرصتونه.
طالب چارواکي: پرون ۴۴۰ کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته ستنې شوي

د طالبانو چارواکي وايي، پرون شنبه د سپین بولدک او تورخم له لارې څه باندې ۴۴۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د راستنېدونکو د ثبت او تثبیت کمېټو د مسوولانو په وینا راپور ورکړی چې ۳ کورنۍ بیا د پکتیکا د انګور اډې له لارې خپل هېواد ته ستنې کړای شوي دي.
د اژانس په وینا په تېرو ۲۱ ورځو کې د پکتیا ولایت د خرلاڅي له لارې هم ۳ کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې ګړندۍ شوې ده.
نړیوالو ادارو ویلي تر اوسه تر ۴۰۰زره ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د افغان مېرمنو د وضعیت پر بدلون ټېنګار وکړ

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو په ملاتړ د ۱۶ ورځني کمپاین په لړ کې د افغان مېرمنو د وضعیت د بدلون لپاره د یوه بل فعال څرګندونې خپرې کړې دي.
د دې ادارې د جنوبي اسیا څانګې پرون د بشري حقونو د فعال، عمر حیدري څرګندونې په خپله اېکس شبکه کې خپرې کړې چې د افغان ښځو په وضعیت کې د بدلون لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
حیدري ویلي، د افغان مېرمنو مصیبت څه نوې کیسه، خو د دې ستونزې د حل لپاره عملي اقدام ته اړتیا ده.
تېره شنبه (د نوامبر ۲۵مه) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه چې په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شوی دی.
طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له نورو زده کړو راګرځولي او د ۲۰۲۲ کال په پاې کې یې دوی پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منعه کړې.
همدا شان نجونې او ښځې په ډېرو دولتي او ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري.
خوست کې د نجونو یوه ښوونځي ته نوي درسي ټولګي جوړ شول

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د خوست ولایت په قلموال مېنه کې د نجونو د یوه منځني ښوونځي لپاره د لسو نورو درسي ټولګیو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دغه لس نوي ټولګي د (ACHRO) په نوم د دوی د محلي همکارې موسسې په مرسته جوړ شوي دي.
د نجونو د دغه منځني ښوونځي یوه ښوونکي ویلي، په د دوی په ټولګیو کې د زده کوونکو ګڼه ګوڼه زیاته وه چې اوس دا ستونزه حل شوې ده.
څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.
تېر کال یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې او په غیردولتي موسسو دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو کار هم منع کړی دی.
اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نژدې ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته تصویب کړه

اروپایي کمیسیون له افغانانو سره د نژدې یوسل او درې څلویښت میلیونه یورو مرسته د جمعې په ورځ تصویب کړه.
د دې کمیسیون د نړیوال مشارکت کمېشنرې یوتا اورپیلینین وویل، اروپایي ټولنه به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او دا دریځ د بدلیدو نه دی.
نوموړې زیاته کړه چې د اروپایي تولنې یوسل او دوه اعشاریه اته میلیونه یورو مرسته به د روغتیا، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي، زده کړو او د پاکو اوبو پر چمتو کولو ولګیږي.
د اغلې اروپیلینین په وینا، دا مرسته به تر ډېره هغو کسانو ته ځانګړې شي چې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
د اروپایي ټولنې دا مرسته د هغه یو میلیارډ او دوه سوه یورو ژمنې یوه برخه ده چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې دې ټولنې له افغانانو سره کړې وه.
د خیبرپښتونخوا د سترې محکمې پریکړه؛ پاکستاني مېرمنو لرونکو افغانانو ته د اوسیدو اسناد ورکړئ

د خیبرپښتونخوا سترې محکمې پریکړه وکړه چې هغو افغان کډوالو ته به د پاکستان د اوسیدو اسناد ورکړي چې له پاکستانیو مېرمنو سره یې ودونه کړې دي.
په پېښور کې سترې محکمې پرون اعلان وکړ چې یوسل او نهو تنو هغو افغانانو ته به چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړې دي د پاکستان د اوسیدو دایمي کارټونه ورکړي.
د راپورونو له مخې، د داسې نارینه او ښځینه افغان کډوالو شمېر په پاکستان کې زیات دی چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي دي.
افغان سفیر: د جاپان د بهرنیو چارو وزیر سره مې د افغانستان په تړاو خبرې وکړې

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ناګاهوکا سره یې کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د دوامداره ښکېلتیا په اړه خبرې اترې کړي دي.
ښاغلي ابدالي نن سهار په خپله اېکسپاڼه لیکلي، دوی د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د وروستۍ ارزونې په اړه هم نظریات تبادله کړي دي.
په جاپان کې د افغانستان سفیر چې د جمهوري نظام راهیسې هلته دنده مخته وړي، د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل لپاره د جاپان د قوي ملاتړ په اړه هم خوښې ښودلې.
پاکستان: د طالبانو حکومت سره مو د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پيل کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د طالبانو له حکومت سره یې د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پیل کړي دي
د دې وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون په اسلاماباد کې رسنیو سره خبرو کې له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته وویل، دا خبرې د دوی استخبارات مخته وړي او نه غواړي اوسمهال په دې اړه ډېر جزییات ورکړي.
خو هغې زیاته کړه، پاکستان د هغو ترهګرو ډلو په اړه چې د نوموړې له قوله، په افغانستان کې پټنځایونه لري، د هغوی د شتون او فعالیت په اړه ا ندېښمن دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا هم وویل چې د دې ډلو پر ضد باید اغېزمن او معنی لرونکي اقدام وشي او دوی باید د دې ډلو پر وړاندې د طالبانو حکومت د اقداماتو ثابتې پایلې وګوري.
دا په داسې حال کې ده پرون یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د پاکستان سرپرست حکومت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې هر به ډول برید ته چې له ګاونډي هېواد سره تړلی وي، سخت ځواب ورکړي.
د طالبانو حکومت لا تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.