د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

ننګرهار کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنې د ګڼو لوېدیځو مطبوعاتو پام وراړولی


ننګرهار کې د ښځینه واکسیناتورانو په وینو لړلی د پولیو واکسین بکس
ننګرهار کې د ښځینه واکسیناتورانو په وینو لړلی د پولیو واکسین بکس

د افغانستان د سولې او روانې جګړې ترڅنګ په ننګرهار کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنې د ګڼو لوېدیځو مطبوعاتو پام وراړولی دی.

  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې لیکلي، سربېره په دې چې د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو د هدفي وژنو په تر ټولو تازه پېښو کې درې واکسیناتورانې په دوو جلا بریدونو کې د افغانستان په ختیځ کې ووژل شوې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې سې شنبه په جلال‌اباد ښار کې دوه داوطلبه واکسیناتورانې او د هغوی یوه سوپروایزره په دوو بریدونو کې وژل شوي.

ورځپاڼې د دغه وزارت د ویاند غلام دستګیر نظري په حواله لیکلي چې په روغتیاپالانو باندې برید په ټولو خلکو برید دی او دوی یې په کلکه غندي.

واشنګتن پُسټ لیکلي د کابل او جلال‌اباد په څېر ښارونو کې داسې هدفي وژنې له تېر کاله پيل شوي، له کله چې د افغان حکومت او طالبانو استازي د سولې خبرو ته سره کېناستل.

په مقاله کې راغلي چې افغان چارواکي د داسې بریدونو پړه په طالبانو اچوي، خو طالبان‌یې بیا له مسؤلیته اوږې سپکوي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې هم په جلال‌اباد کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو په وژنې مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي د پولیو دا واکسیناتورانې د پولیو د واکسین د لګولو د هغه پنځه ورځني سراسري کمپاین په دوهمه ورځ ووژل شوې چې دوشنبه پيل شوی.

د مقالې له مخې په ښاري سیمو کې د هدفي وژنو یوه لړۍ له هغه وخته چې د سولې خبرې پیل شوي روانه ده او په‌کې ګڼې مسلکي ښځې او هم حکومتي کارکوونکي، رسنیزوال او مدني فعالان هدف ګرځي.

ګارډین لیکلي د طالبانو په شمول وسله‌والو ډلو له دې مخکې هم روغتیاپالان وژلي دي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یوناما د تېر کال خبرداري ته هم اشاره کړې چې د بریدونو په زیاتېدو سره روغتیاپالان په خطر کې دي. ګارډین د کابل په یوه زېږنتون باندې د ۲۰۲۰ کال د مې د ۱۲مې خونړی برید یاد کړی چې په‌کې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو په شمول ۲۴ تنه ووژل شول.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان پر روان وضعیت او د طالبانو د ادعاوو په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال پیل په دې کړی چې "طالبان فکر کوي که د سولې تړون وشي یا نه دوی وختي ګټلې ده."

لیکوال زیاته کړې د طالبانو د بریا ادعا چې د دوی له نظره په پوځي او سیاسي واقعیت کې ریښې لري د افغانستان اوسنی نازک حالت رهبري کوي.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي وضعیت داسې دی چې څوک نه‌غواړي بحث پرې وکړي: "دا نیم حقیقت چې طالبان برلاسي دي، نو ځکه جوړجاړي ته چندان زړه نه ښه کوي او یا غواړي د واک د وېش له امریکایي مفکورې سره مخته ولاړ شي."

لیکوال زیاته کړې د طالبانو بیانات که څه هم تبلیغاتي دي، خو د دوی د برلاسۍ فکر د یوه متردده افغان حکومت ځواب دېکتې کوي او هم د افغانستان په بهرنیو همکارانو اغېز پرې باسي.

په مقاله کې وړاندې د افغان ولسمشر اشرف غني د ادارې دریځونو ته هم اشاره شوې چې په خپلو موقفونو ولاړ دي. د افغان ولسمشر اشرف غني د نږدې درېیو میاشتې مخکې خبرو یادونه شوې چې ویلي یې و بهترۍ ته هیله لري، خو ناوړه حالتونو ته تیاری نیسي.

XS
SM
MD
LG