د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

جلال اباد ښار کې د درې ښځينه واکسیناتورانو وژنې غبرګونونه راپارولي


جلال‌اباد کې د یوې وژل شوې واکسیناتورې مړی له روغتونه د لېږدولو پر مهال
جلال‌اباد کې د یوې وژل شوې واکسیناتورې مړی له روغتونه د لېږدولو پر مهال

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې نن درې تنه ښځينه واکسیناتورانې ووژل شوې او عاملین‌یې په تېښته بریالي شوي دي.

په ننګرهار کې له تېرو شااوخوا درې میاشتو راهیسې تر دې دمه ۸ ښځې وژل شوي چې تازه‌یې دا د واکیسناتورانو د وژنې پېښه ده.

دغې پېښې د ننګرهار د ښځو د حقونو د برخې یو شمېر ښځينه مدني فعالانې اندېښمنې کړي او د ځایي حکومتي مسؤلانو نه‌پاملرنه د دغسې پېښو لامل بولي.

دوی وایي، که څه هم ځایي مسؤلین د هدفي وژونکو په ځانګړي ډول د ښځو د وژونکو د نیولو ژمنې کوي، خو تر دې دمه‌یې لا د یوې پېښې عامل نه‌دی نیولی.

لیلو افغان په ننګرهار کې د ښځو د حقونو د برخې یوه فعاله ده، کومه چې تېره اوونۍ یې نامعلومو کسانو کور ته لاسي بم غورځولی و، خو دې او د دې د کورنۍ نورو غړو ته‌یې زیان نه‌و اړولی.

لیلو افغان وایي، په ټول هېواد کې خو په ځانګړې توګه په ننګرهار کې هغه ښځې چې فعالې دي او د حق غوښتلو ژبه لري، وژل کېږي، خو په وینا یې، دا کار به‌یې هېڅ وخت د کار او حق غوښتلو مبارزه ونه‌دروي او لا به پر مخ ځي.

د ښځو حقونو او مدني فعاله لیلو افغان او ماشومان‌یې پر کور یې د لاسي بم له حملې وروسته
د ښځو حقونو او مدني فعاله لیلو افغان او ماشومان‌یې پر کور یې د لاسي بم له حملې وروسته

دا زیاتوي: "د وطن د دښمنانو له‌خوا ښځینه قشر په هر نوم چې وي هدف ګرځول کېږي او وژل کېږي، په دې کې ډاکترانې، ژورنالېستانې، مدني فعالانې او په عموم کې هغه ښځې چې د وطن لپاره خدمت کوي، په بې‌رحمۍ وژل کېږي، خو دغه ننګونې زموږ د فعالیتونو مخه هېڅکله نه‌شي نیولی، خو یوازې د حکومت په بې‌کفایتۍ نیوکه کوو."

دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبه سهار نامعلومو کسانو د جلال‌اباد ښار کې په دوه جلا جلا پېښو کې د پولیو واکسین د تطبیق درې تنه ښځينه کارکوونې ووژلې او عاملان‌یې له سیمې وتښتېدل.

د ننګرهار چارواکي وایي، د دغو درې تنو وژل شویو ښځينه واکسیناتورانو له ډلې یوه هغه‌یې د جلال‌اباد ښار د ۴مې ناحیې مربوط مجبوراباد سیمه او دوه نورې یې د همدغه ښار د ۷مې ناحیې اړوند په لعل قاسم اغا زیارت سیمه کې وژل شوي.

تر دې پېښې نږدې یوه میاشت وړاندې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون درې کارکوونکې، په همدې موده کې د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون یوه ډاکتره او تر دې شااوخوا درې میاشتې وړاندې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون یوه ویانده ملاله میوند ووژل شوې چې یوازې د د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د درې کارکوونکو د وژنې او د حملې د طرحه کولو په تور یو تن ونیول شو.

په جلال اباد کې د انعکاس ټلویزیون د دریو کارکوونکو وژنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

د دغو پېښو د ځينو مسؤلیت‌یې داعش ډلې منلی او د ځينو یې لا تر دې دمه چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

خو اوس د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د وژل شویو ښځينه واکسیناتورانو د وژونکو د نیولو امر یې کړی او هیله‌مند دی چې تر نیول کېدو وروسته به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ښاغلی امرخېل وايي: "متأسفانه نن مو هغه درې پیاوړې افغانې له لاسه ورکړې چې انسانیت ته‌یې کار کاوه، د دوی وظیفه دا وه چې کور په کور او کلي په کلي به ګرځېدې، څو ماشومانو ته واکسین وکړي او د دوی راتلونکې ته توجه وشي او راتلونکي کې دوی د پولیو له مرضه وساتل شي، خو متأسفانه نن د انسانیت او افغانانو دښمنانو دوی په اوومه او څلورمه ناحیه کې هدف او په شهادت رسولي دي، دوی له سیاست او حکومت څخه لیرې دي او یوازې د انسانیت لپاره کار کوي او د ماشومانو ژوند ژغوري، امنیتي ارګانونو ته مې هدایت کړی او پلټنې یې پیل کړې دي، کله چې نور معلومات ترلاسه کړو، تاسې سره به‌یې شریک کړو."

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل

خو د ننګرهار د اوسېدونکو په باور، که خکومتي چارواکي د عاملینو د پیدا کېدو په برخه کې جدي نه‌شي، نو نورې ستونزې به پیدا او د لازیاتو ننګونو شاهدان به واوسي.

XS
SM
MD
LG