د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

د بریتانیا استازی: طالبان دې د عمومي عفوې فرمان ته درناوی وکړي


د طالبانو وسلې
د طالبانو وسلې

سره له دې چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د بښنې عمومي فرمان صادر کړ، خو بیا هم نیوکې کېږي چې طالبانو د مخکېني حکومت نظامي او ملکي کارکوونکي د غچ یا انتقام اخیستلو له امله نیولي یا یې هم ځورولي دي.

تازه په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازي سایمون مانلي د دوشنبې په ورځ ناوخته د دې سازمان د بشري حقونو په شورا کې له طالبانو وغوښتل چې خپل خپاره کړي فرمان ته درناوی وکړي.

هغه په خپله بیانیه کې وویل:" د پخوانیو نظامیانو او دولتي چارواکو د غیر قانوني وژنو، نیونو او ورکېدونو په اړه ادعاوې کېږي. موږ له طالبانو غواړو چې فرمان ته درناوی وکړي چې په اګسټ میاشت کې یې د بښنې په نوم ټولو افغانانو ته اعلان کړ. دوی دې د هغو ادعاوو په اړه چې د وژنو او د خلکو د ورکېدونو په اړه شوي، رڼه څېړنه وکړي. "

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخند‌زاده د بښنې په فرمان کې له طالب وسله‌والو وغوښتل چې له انتقام اخستنې ډډه وکړي.

کابل؛ د طالبانو بیرغونه او د چارواکو تصویرونه
کابل؛ د طالبانو بیرغونه او د چارواکو تصویرونه

خو له هغې ورځې تر ننه ډېر کله د خلکو په ځانګړي ډول په مخکېني حکومت د نظامیانو د هدفي او مرموزو وژنو، ورکېدونو او نیونو په اړه ادعاوې کېږي.

د مخکني حکومت ډېر شمېر کارکوونکو له همدې امله هېواد پرېښود او د طالبانو تر حاکمیت لاندې په افغانستان کې ژوند کولو ته زړه نه ښه کوي.

طالب چارواکو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي، د بښنې فرمان ته ژمن دي او زیاتوي د وژنو په اړه څېړنې کوي.

په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دايمي استازی دا خبرداری هم ورکوي چې د یوه مشارکتي حکومت نه‌شتون او دغه شان د ښځو او مدني ټولنو له‌خوا د کېدونکو د اعتراضونو ځپل به په افغانستان کې بې‌ثباتي جوړه کړي.

خو موده وړاندې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وویل، نړیواله ټولنه له یو څو مشخصو کسانو پرته نه غواړي نور څوک حکومت کې وي.

هغه وویل، نړیوالو د ۱۵ تنو نوم‌لړ دوی ته سپارلی چې په کې عطامحمد نور، کریم خلیلي، محمد محقق، باتور دوستم، سیما سمر او نور شامل دي، څو په حکومت کې ځای ورکړي.

هغه چې طالبان وايي، دا وړاندیز ورته د منلو نه دی.

په افغانستان کې د هدفي او مرموزو وژنو په اړه داسې مهال اندېښنې زیاتېږي چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې 'مېشل باچه لې' وویل، د ۲۰۲۱کال د اګسټ په نیمايي کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې نږدې ۴۰۰ ملکیان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د راپور پر بنسټ، د دغو کسانو ډېر یې د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG