د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

سپین بولدک کې د ډله‌ییزې وژنې تازه موندنې: طالبانو ملکيان وژلي، خو دا ډله‌یې ردوي


د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازه کې د پاکستان او طالبانو بیرغونه
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازه کې د پاکستان او طالبانو بیرغونه

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د ډله‌ییزو وژنو په اړه د دوی څېړنې ښيي چې طالبانو د بشري حقونو نړیوالو بشري قواعدو ته له اعتنا پرته د غچ اخیستنې لپاره ملکي وګړي وژلي او د دې ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو مالونه‌یې لوټ کړي دي.

هغه څه چې طالبان‌یې ردوي.

وروسته له دې چې د سرطان په ۲۳مه طالبانو سپین بولدک ولسوالۍ ونیوله، راپورونه خپاره شول چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې شااوخوا ۴۰۰ تنه وژلي یا نیولي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د راپور پر اساس، ډېر کسان وروسته له دې وژل شوي چې د سپین بولدک له سقوطه وروسته افغان امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو هڅه وکړه او ګڼ خلک د دغو ځواکونو هرکلي ته راووتل.

د دې کمېسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل، دوی د ۴۰ تنو وژل شویو کسانو هویت معلوم کړی، خو ممکن د وژل شویو کسانو شمېر تر دې ډېر زیات وي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د خپرونو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "زموږ د موندنو پر اساس د ۴۰ تنو وژل شویو هویت معلوم شوی. دا کسان د طالبانو له‌خوا وژل شوي او دا ښکاره جنګي جنایت دی."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د څېړنې پر اساس، طالبانو د عامو خلکو، پخوانیو او اوسنیو دولتي کارکوونکو شتمنۍ هم لوټ کړې دي.

فرهنګ دا هم وویل چې هغو کسانو چې د امنیتي ځواکونو هرکلی کړی و، د طالبانو پر ضد په جګړه کې هېڅ‌راز برخه نه‌لرله.

مخکې له دې د بشر حقونو څار سازمان هم د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د دولتي کارکوونکو د یو شمېر نږدې خپلوانو د وژل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

د دغه سازمان د اسیا برخې مرستیالې پاترېشیا ګاسمن په یوه اعلامیه کې ویلي و، سره له دې چې د طالبانو مشرانو د هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې له مسؤلیت انکار کړی دی، خو د هغې په وینا د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپل‌سریو نیون او وژنو په اړه پوره شواهد شته.

د بشر حقونو څار سازمان د اسیا برخې مرستیاله پاترېشیا ګاسمن
د بشر حقونو څار سازمان د اسیا برخې مرستیاله پاترېشیا ګاسمن

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا تورونه ردوي او وايي چې په سپین بولدک کې هېڅوک نه‌دي وژل شوي: "دا چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې سلګونه تنه لا درکه دي او تر سلهاوو پورې وژل شوي دي او نور داسې افواهات خپاره شوي، دا واقعیت نه‌لري."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی د پېښو په اړه د ادعاوو په لومړیو ورځو ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو سلګونه کسان وژلي یا بې‌درکه کړي دي.

ښاغلي ستانکزي ویلي: "د لومړنیو معلوماتو پر اساس شااوخوا ۴۰۰ کسان دوی په سپين بولدک کې له کورونو ایستلي، د څه باندې ۱۰۰ کسانو جسدونه موندل شوي دي، ځیني یې په کورونو کې په شهادت رسولي او ځیني جسدونه د سپین بولدک په چوکونو کې موندل شوي. د دغو کسانو مطلق اکثریت ملکي او بې‌ګناه خلک دي."

کندهار کې د نښتو او جګړو له امله ټپیان شوي کسان
کندهار کې د نښتو او جګړو له امله ټپیان شوي کسان

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی له معلوماتو سره سم، د سپین بولدک په قتلونو کې شخصي انګېزې او پخوانۍ دښمنۍ هم رول لري، خو دا کمېسیون هعه اوازې ردوي چې پر اساس‌یې ویل شوي و چې دا وژنې د قومي اختلافاتو له کبله شوې دي.

کمېسیون له ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول طالبانو غوښتي چې د ملکي وکړو د سر او مال د ساتنې لپاره پر خپلو قانوني ژمنو او مکلفیتونو عمل وکړي، له غچ اخیستونکو حملو او د دولتي او خصوصي تأسیساتو له ورانولو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG