د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

برېتانيا: د اسلامي سخت‌دريځو د ګواښونو پر ځای د 'دښمنو' هېوادونو ګواښ ته ځير يو


د برېتانيا بيرغ
د برېتانيا بيرغ

د برېتانیا د تروریستي ضد پولیسو عمومي قوماندان وايي، ځواکونه یې د چین، روسیې او ایران په شمول د دښمنو هېوادونو د زیاتېدونکو ګواښونو د مخنیوي هلې ځلې کوي او له همدې کبله یوازې په «جهادي» تروریزم تمرکز نه‌کوي.

له جهادي تروریزمه د هغه منظور د اسلامي سخت‌دریځو ګواښونه دي چې په تېرو کلونو کې یې په لندن او مانچستر کې یو شمېر بریدونه کړي دي.

د برېتانیا د تروریستي ضد پولیسو قوماندان مت جیوکس پرون (پنجشنبې) وویل، د یادو درې هېوادونو له لوري د انسان تښتونو او وژنو په شمول په برېتانیا کې د ګواښونکو اقداماتو زیاتېدو ته په کتو د دوی لومړیتوبونه هم بدل شوي دي.

ده د لندن د پولیسو په قوماندانۍ کې په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل: "د دښمنو هېوادونو له اقداماتو سره د مقابلې لپاره د یوه پوځي – استخباراتي ځواک په توګه زموږ د ښکېلتیا اړتیا په بې ساري ډول زیاته شوې ده."

په امریکا کې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې نېټې له تروریستي حملو او ورپسې په برېتانیا کې د سخت‌دریځو له بریدونو وروسته د برېتانیا د تروریستي ضد پولیسو د فعالیت ډېره برخه او اکثره منابع پر جهادي تروریزم متمرکزه شوې.

برېتانوي پوځيان
برېتانوي پوځيان

د مت جیوکس په وینا، د برېتانیا په خاوره کې د بهرنیو حکومتونو اړوندې دوسیې په وروستیو دوو کلونو کې څلور برابره زیاتې شوي دي.

تر دې چې اوس د تروریستي ضد پولیسو شل سلنه وخت او امکانات دې مواردو ته ځانګړي شوي دي.

د برېتانیا د پولیسو عمومي قوماندان وايي، د ایران حکومت لږ تر لږه ۱۵ ځلي د هغو برېتانیايانو یا په برېتانیا کې د مېشتو بهرنیانو د یرغملولو او یا حتی وژلو هڅه کړې چې د ایران د حکومت په نظر دوی ته ګواښ ګڼل کېږي.

ده دا هم وویل چې، د برېتانیا پولیس د نیویارک په شمول د نړۍ په سترو ښارونو کې د چینايي وګړو پر ضد د چین د ډیپلوماتیکو مرکزونو د پولیسي اقداماتو په باب ادعاوې څېړي.

د برېتانیا حکومت په ۲۰۱۸ م کال د روسیې امنیتي او استخباراتي ادارې د یوه پخواني روسي جاسوس سرګی سکریپال او د هغه د لور پر مسمولو تورنې کړې خو روسیې دا تور رد کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG