د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

برېتانيا په افغانستان کې د وژل شويو ماشومانو کورنيو ته د غرامت پيسې ورکړې دي


د عملياتو پر مهال غزني کې وژل شوي ماشومان، انځور - ارشيف
د عملياتو پر مهال غزني کې وژل شوي ماشومان، انځور - ارشيف

برېتانیا د سلګونو هغو افغان ماشومانو کورنیو ته د غرامت پیسې ورکړې دي چې د برېتانیایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په افغانستان کې وژل شوې دي.

د وسله‌وال تاو تریخوالي پرضد په لندن کې یوې مېشتې خیریه موسسې خبر ورکړ چې برېتانیا د هغو څلور شپېته افغان ماشومانو کورنیو ته د غرامت پیسې ورکړې دي چې په افغانستان کې د برېتانیا د پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوې دي.

د دې موسسې په راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي دي چې دې ماشومانو له یوه کاله تر پنځلس کلونو پورې عمر درلود چې په افغانستان کې د برېتانیا د اته کلن پوځي ماموریت پر مهال د دوه زره شپږم او دوه زره څوارلسم کلونو ترمنځ وژل شوې دي.

د دې ماشومانو د وژنې اصلي علت هوایي بمبارۍ او وسله‌واله جګړه یاده شوې ده.

د وسله‌وال تاوتریخوالي پر ضد موسسه څرګندوي چې د هر قرباني کورنۍ ته په اوسط حساب یو زر نهه سوه امریکایي ډالر ورکړل شوې دي.

خو د دې موسسې په وینا په افغانستان کې د برېتانیایي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د وژل شویو شمېر ښایي تر یو سل او پنځه دېرشو پورې ورسیږي، ځکه چې په ځینو مواردو کې د یوه قرباني نوم داسې ثبت شوی دی چې د پلاني زوی او عمرونه یې هم نه‌دي یاد شوې.

افغانستان کې برېتانيايي ځواکونه، انځور - ارشيف
افغانستان کې برېتانيايي ځواکونه، انځور - ارشيف

تر دې مخکې د برېتانیا دفاع وزارت ویلي و چې، د شپاړسو وژل شویو ماشومانو کورنیو ته یې پیسې ورکړې دي خو اوسنۍ شمېرې څلور برابره زیاتې دي.

د وسله‌وال تاوتریخوالي پر ضد موسسې د راپور له‌مخې داسې هیڅ نښې او شواهد نه‌شته چې دا ثابته کړي په افغانستان کې ملکیان او ماشومان برېتانیایي ځواکونو قصدا وژلي وي.

د برېتانیا دفاع وزارت اوس ویلي دي چې هر راز ملکي تلفات د جګړې پر مهال یو ناورین دی، په ځانګړي ډول چې کله په وژل شویو کې ماشومان هم شامل وي.

د برېتانیا دفاع وزارت د چهارشنبې د ورځې په خپرې کړې خبرپاڼه کې ژمنه کړې ده چې د ملکي تلفاتو په اړه به په افغانستان کې هر اړخیز تحقیقات وشي.

برېتانیایي پوځیان د دوه زره لومړي او دوه زره څوارلسم کلونو ترمنځ تر ډېره په هلمند کې دېره و چې د جګړو نغری په‌کې ډېر تود و.

د دې دیارلس کلونو په ترڅ کې د برېتانیا د دفاع وزارت په وینا د دوی تر څلور سوه پنځوس ډېر پوځیان په افغانستان کې وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG