د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

څېړنه: تېرو ۲ کلونو کې له هرو ۱۰ ماشومانو ۸ یې په یو ډول د جګړې قرباني شوي


ارشیف، یو ماشوم چې په ۲۰۱۷ میلادي کې ټپي شوی.
ارشیف، یو ماشوم چې په ۲۰۱۷ میلادي کې ټپي شوی.

الله محمد هغه ۱۴کلن ماشوم چې د کابل په سره صلیب روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړی نږدې پنځه کاله وړاندې په ارغندې سیمه کې کله چې خپل کور ته نږدې یوه غره ته تللی و، د یو ماین په چاودنه کې یې یوه پښه پرې شوه.

الله محمد وایي، دې پېښې نه یوازې دا چې پښه یې ترې واخېسته له رواني پلوه یې هم سخته صدمه ور ورسوله.

دی زیاتوي:

"په تېرو انتخاباتو کې غره ته تللي وم، هلته چاودنه وشوه، بې هوښ شوم، کله چې په هوښ راغلم له پښې مې وینې تللې او د پښې هوډکی مې سپین ښکارېده، خلک راغلل او زه یې روغتون ته یوړوم، هغه مهال مې فکر کاوه چې نور نه ښه کېږم خو اوس هیله مند یم چې مصنوعي پښه لرم او په راتلونکي کې به له ما یو څه جوړشي."

د الله محمد په شان زیات نور ماشومان هم شته چې په‌دې وروستیو کلونو کې د جګړې قرباني شوي دي.

له ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې «Save the Children» د یوې تازې څېړنې له مخې په افغانستان کې د مشرانو په پرتله ماشومان زیات د جګړې، چاودونو او انتحاري حملو له ګواښونو سره مخ دي.

په‌دغه څېړنه کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې د هرو لس ماشومانو نه اته یې د جګړې، انتحاري حملو او چاودنو له امله په یو ډول فزیکي او روحي زیانمن شوي دي.

همدا راز له ماشومانو د ملاتړ ادارې «Save the Children» موندنې ښيې چې ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونه د افغان ماشومانو لپاره خونړي وو.

۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونه د ماشومانو لپاره خونړي کلونه وو.

د دغې ادارې د چارواکو په خبره، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له ۳۱۰۰ زیات افغان ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي، دغه شمېر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نږدې څلور زرو ته رسېدلي.

په همدې حال کې له ماشومانو نه د ملاتړ نړیوالې ادارې د تأسیس په سلمه کالیزه کې د دغه ادارې مسؤلینو د ماشومانو پر وړاندې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یو ستر کمپاین د پیل خبر ورکړ.

په افغانستان کې د دغې ادارې ویانده مریم عطایي وایي، دا کمپاین څلور عمده هدفونه لري.

اغلې عطایي زیاته کړه:​"

  • لومړی د جګړې په جریان کې د ماشومانو د ساتنې د پالیسۍ پلي کېدل.
  • دوېیم ماشومان له خپلو حقونو خبرول.
  • درېیم د ښوونځيو د خوندیتوب د اعلامیې پلي کېدل چې هغه افغان حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې لاسلیک کړې، موږ غواړو دغه پلي کړو له ښوونځیو نه باید د پوځي او انتخاباتي بنسټ په توګه استفاده وشي، ځکه دا ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.
  • او څلورم له ماشومانو د ملاتړ د قانون پلي کول دي چې یوه میاشت وړاندې تصویب شو او اجرائیوي بڼه خپلوي."

افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې له تېرو څلور لسیزو راهیسې په کې جګړه روانه ده چې دغه جګړه هرکال له ملکیانو قرباني اخلي.

ماشومان د افغاني ټولنې یوه لویه برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر اساس چې د افغان دولت وسله‌والو مخالفین تر ډېره د روانې جګړې عاملین دي.

ډاکټران وايي، ډېری هغه ماشومان چې په جګړه کې زیانمن شي وروسته له روحي او رواني فشارونو سره لاس او ګریوان وي.

په کابل کې د سره صلیب روغتون مؤظف ډاکتر شکرالله زیرک وایي:

"طبعاً هر کس چې معلولېږي خپل راتلونکی تیاره ګوري او د هېڅ ډول روښاني په اړه فکر نه‌کوي ډېری روغتونونه دغو کسانو ته هیله مندي نه ورکوي چې تاسو نشئ کولای په خپلو پښو ودرېږئ."

له ماشومانو د ملاتړ اداره له افغان حکومت څخه غواړي چې د جګړې په لړ کې له ماشومانو ساتنه وکړي.

دا اداره له نړیوالو اړونده بنسټونو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي عاملین حساب ورکونې ته حاضر کړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په‌دغه هېواد کې تر ډېره د ماشومانو د تلفاتو عاملین طالبان بولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاته کړه:

"د قرباني ماشومانو عاملین په تېره بیا هغه چې د جګړې له امله قرباني شوي ترهګر طالبان دي، تاسو ولیدل چې په پکتیا، خوست، کونړ او څو نورو ولایتونو کې چې په‌دې وروستیو کې په‌کې پرله‌پسې چاودنې کېږي او په هغه ډېری قربانیان ماشومان وو."

ازادي راډیو وغوښتل چې د کورنیو چارو وزارت د دې ادعا په تړاو د طالبانو نظر هم ولري، خو بریالي نه‌شو خو د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ویلي و چې د جګړې په وخت کې هڅه کوي، ملکیانو په ځانګړي ډول ماشومانو ته زیان ونه رسېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم وایي چې وسله‌والې مخالفې ډلې په ځانګړي ډول طالبان په یو شمېر برخو کې غیر ملکیانو په تېره بیا ماشومانو ته په ځانګړو سپیڅلو ځایونو کې د انتحاري حملو او نورې ترهګریزې روزنې ورکوي.

هغه څه چې طالبان یې تل ردوي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG