د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

له ۶۰۰ ورځو وروسته هم د نجونو د ښوونځيو تړل کېدو دوام اندېښنې راپورته کړي


ارشیف: په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی چې د طالبانو له لوري تړل شوی
ارشیف: په افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی چې د طالبانو له لوري تړل شوی

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو نن شپږ سوه ورځې شوې چې له امله یې په سلګونو زره نجونې په کورونو ناستې دي.

د بشري حقونو د څار ډلې څېړونکې سحر فطرت وویل چې دې چارې اندېښمنه کړې او طالبان د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ تګلاره پر نجونو او ښځو تطبیقوي.

نوموړې وويل: "د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له شپږ سوه ورځو راهیسې موږ په خپلو سترګو ګورو چې طالبان د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر د افغانستان د نجونو او ښځو مهم وقت ضایع کوي."

د طالبانو سرپرست حکومت وایي چې دوی د نجونو د زده‌کړو مخالف نه‌دي او د دې لپاره یې یوه تګلاره تر لاس لاندې ده، خو د تېرو نږدې یوویشت میاشتو له تېرېدو راهیسې نه د دې تګلارې څه حال معلوم شو او نه هم د ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې.

د عالیې په نوم یوې نجلۍ پر طالبانو غږ وکړ چې نور دې د دوی د زده کړو مخه نه نیسي.

عاليه وايي: "څه کم دوه کاله وشول چې زموږ ښوونځي بند دي او انتظار کوو چې پرانیستل شي. له طالبانو غواړو چې نور دې زموږ وخت نه ضایع کوي او موږ ته دې اجازه راکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شو، که څه هم دوی د طرحې د جوړېدو خبره کړې وه، خو تر اوسه هېڅ نه‌دي شوي."

په بادغیس د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري بندی شوی دی.
په بادغیس د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري بندی شوی دی.

یوه بله نجلۍ چې ځان فرشته معرفي کوي وایي چې دې ته د طالبانو دلایل د مکتبونو د بندېدو په برخه کې هېڅ د منلو نه‌دي.

نوموړې وايي: "د ښوونځیو تړل او ورسره نامعقوله دلایل پر دې دلالت کوي چې دوی ملت ته دوکه ورکوي او د ملت په سترګو کې خاورې اچوي نو موږ غواړو چې دوی دې نور د ښوونځیو بندې دروازې پرانېزي او اجازه دې نه ورکوي چې دا ملت وځورېږي یا یې له دوی سره کینه لا ډېره شي."

نړیواله ټولنه په سر کې یې ملګري ملتونه، د بشري حقونو د دفاع بنسټونه او بېلابېلو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې نجونه پرېږدي چې زده‌کړې وکړي.

افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې په‌کې نجونې له زده‌کړو منع شوې دي.

ملګرو ملتونو سږ کال د مارچ په میاشت کې وویل، د هغو نجونو شمېر چې په افغانستان کې ښوونځیو ته نه‌شي تللی شاوخوا درې میلیونو ته رسېږي.

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د هغو نجونو شمېر تر یو میلیون زیات یادوي چې د طالبانو د بندیز له امله له درسونو پاتې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG