د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

افغانستان

يونېسف: زده‌کړې کول د انسانانو بشري حق دی

ارشیف: په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف: په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې د ميلیونونو نجونو لپاره یوازې ښوونځي ته د تګ خوب ورپاتې دی.

د یونېسف عمومي ادارې نن په یوه ټویټ کې د ۱۶ کلنې نرګس څرګندونې خپرې کړي چې ویلي یې دي، د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو سوچ یې په ذهن کې تر ټولو تاریک سوچ دی.

یونېسف وايي، تعلیم کوم امتیاز نه، بلکې د انسانانو بشري حق دی.

طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په ایران کې دوه افغانان اعدام شوي

ارشیف
ارشیف

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې دوه تنه افغان اتباع د شیراز په زندان کې اعدام شوي دي.

دغه سازمان پرون د جولای په دویمه راپور ورکړ چې دغه دوه کسان، علي‌الله بخش او افضل‌الله بخش نومېدل او یکشنبه د شیراز په عادل آباد زندان کې اعدام شوي.

علي او افضل سره نږدې خپلوان بلل شوي او درې کاله وړاندې د مخدره موادو اړوند جرمونو په تړاو بندیان شوي وو.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د اعدامونو کچه په‌کې لوړه ده او له همدې امله د بشري حقونو د ډلو له خوا پرې نیوکې کېږي.

د طالبانو حکومت تېر کال ویلي وو چې په ایران کې اوه زره افغان بندیان دي، خو دا نه ده څرګنده، چې څومره یې په اعدام محکوم شوي دي.

طالبان: په پکتیا کې د یوې موسسې په همکارۍ لس ښوونځي جوړېږي

د
د

طالبانو د پوهنې وزارت په پکتیا ولایت کې د لسو نویو ښوونځیو د جوړولو د پیل خبر ورکړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د جولای په دویمه راپور ورکړ چې دغه ښوونځي به د پکتیا ولایت په نهو ولسوالیو کې د یوې غیر انتفاعي موسسې په همکارۍ جوړ شي.

د دغو ښوونځيو د جوړولو لګښت څه باندې ۱۹۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

دا ښوونځي داسې وخت جوړېږي چې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر وړاندې له څه باندې ۱۰۰۰ ورځو راهیسې ښوونځي تړل شوي او ښځې له یو نیم کال راهیسې پوهنتونونو ته له تلو هم منع دي.

طالب وزیر د افغاني تولیداتو د نندارتون په پرانیستو کې د ګډون لپاره تاشکند ته لاړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان له مرستیال صدراعظم سردار عمرزاکوف سره- د ۲۰۲۲ د جولای ۴ مه
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان له مرستیال صدراعظم سردار عمرزاکوف سره- د ۲۰۲۲ د جولای ۴ مه

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوادګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن سهار سې شنبې د جولای دویمه د یوه پلاوي په مشری ازبکستان ته لاړ.

د طالبانو د تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د عزیزي له قوله د دې سفر موخه په ازبکستان کې په هغه څلور ورځني نندارتون کې چې شاوخوا ۲۵۰ افغان سوادګرو په کې برخه اخلي، ګډون بللی دی.

وړاندې د عزیزي له قوله ویلي شوي وو چې دوی به په دې سفر کې خپل تجارتي پروګرامونه د ازبکستان له چارواکو سره شریک کړي.

ټاکل شوې نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغاني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شي.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي تلوېزیون ویلي، په دې نندراتون کې به افغاني غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي کاڼي، وچه مېوه او ځني نور محصولات نندارې ته وړاندې شي.

طالب چارواکو په دې نندارتون کې د ښځینه صنعتکارانو او سوداګرو د ګډون او نه ګډون په اړه تراوسه څه ویلي نه دي.

له پاکستانه ۳۰۰ افغان کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي کډوال
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي کډوال

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، له پرون راهیسې له پاکستانه نژدې درې سوه کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوي دي.

دې اژانس نن پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، له دغو کورنیو ۵۳ يې د کندهار د سپین بولدک، ۴۴ يې د نیمروز د وریښمو پل او ۱۲۱ نورې يې د اسلام کلا له لارې بېرته هېواد ته راغلي دي.

د اژانس پر اساس، له دې ډلې شپږ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې، او پر یو شمېر نورو کورنیو مرستې هم ویشل شوي دي.

دا افغانان په داسې حال کې بېرته افغانستان ته ستنیږې چې له پاکستان څخه یوازې په تېرې جون میاشت کې ۲۲زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړای شوي وو.

مجاهد وايي، د ایران له استازي سره یې پر سیمه‌ییز اتصال خبرې کړي

په دوحه کې د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي مشر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
په دوحه کې د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي مشر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په دوحه کې د طالبانو د شپږ کسیز پلاوي مشر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان لپاره د ایران له ځانکړي استازي سره يې د اړیکو پر پراختیا او سیمه‌ییز اتصال خبرې کړي دي.

مجاهد نن پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، دا خبرې يې په دوحه کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې کړي دي.

مجاهد پر ایکسپاڼې په یو بل پیغام کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني او په دوحه کې د دغه هیواد له سفیر سره د کتنې هم ویلي دي.

د قطر پلازمېنه دوحه د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړی نېټه د سرطان لسمه او یوولسمه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه وه.

دې ناستې ته د مجاهد په مشری د طالبانو د حکومت شپږ کسیز پلاوی ورغلی و.

د دوحې په ناسته کې د افغان ښځو او مدني فعالانو استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

پر ترانس افغان پروژې څلوراړخیزې خبرې وشوې

دوحې ته د طالبانو د حکومت تللي پلاوي د ازبکستان، پاکستان او قطر له استازو سره پر (افغان ترانس) پروژې خبرې کړې دي.

افغان ترانس له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ریللار یا د ریلاګاډي پټلۍ د غځولو پروژه ده چې د درې واړو هېوادونو د تجارتي اړیکو لپاره مهمه بلل کیږي.


د طالبانو د حکومت ویاند او دوحې ته د دوی د تللي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد بیګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، ګډونوالو د دې پروژې د کار د ژر تر ژره پيل غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې دا ریللار، چې ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له مزارشریف څخه پیلیږي، له سمنګان، بغلان، بامیان، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه تېرېږي او په ډنډوپټان ولسوالي کې د پاکستان له ریللار سره یوځای کېږي.

تر دې وړاندې د ازبکستان چارواکو ویلي و چې دغه پروژه به تر ۲۰۲۷ کال پورې بشپړه شي.

د پروژې لګښت څه باندې څلورنیم میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

مسکو پر طالبانو د بندیزونو په لیرې کولو غور کوي

د روسیې ځانګړی استازی د طالبانو د کانونو او پیترولیم له وزیر سره روغبړ کوي
د روسیې ځانګړی استازی د طالبانو د کانونو او پیترولیم له وزیر سره روغبړ کوي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی واسیلي نبنزیا وایي، مسکو پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو په لیرې کولو غور کوي.

د یورو اکتیف خپرونې د لیکنې پر اساس، نبنزیا پرون دوشنبې دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د طالبانو یوه پلاوي په دوحه کې د نړیوالې ټولنې له استازو سره ناسته درلوده.

نبنزیا خپرونې ته ویلي، پر دې حقیقت سترګې نه شي پټیدای چې طالبان دا مهال افغانستان اداره کوي او باید په همدې ترتیب له هغوی سره معامله وشي.

نبنزیا ونه ویل چې دوی به څه وخت په عملي توګه طالبان د بندیزونو له لسته وباسي.


تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د کابینې څو نورو غړو هم له طالبانو سره د اړیکو د پياوړتیا او پر هغوی د بندیزونو د لرې کولو په تړاو ورته څرګندونې کړې دي.


طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د منع شویو ترهګرو ډلو په لیست کې دي.

مجاهد وايي، د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ته اړتیا نه شته

د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ویلي، په افغانستان کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ګومارلو اړتیا نه شته.

مجاهد چې د ناستې په پای کې بېګا شپه خبریالانو ته غږېده وویل اوس چې د ده په خبره افغانستان کې سوله او ثبات دی د ځانګړي استازي ګمارنې ته اړتیا نشته ځکه یوناما د ملګرو ملتونو په استازیتوب موجوده ده.

د دوحې دریمه ناسته د دوو ورځو لپاره د طالبانو د پلاوي، ملګرو ملتونو او د افغانستان لپاره د بیلابیلو هېوادونو د ځانګړو استازیو تر منځ ترسره شوه.

تر دې ناستې وروسته نن په دوحه کې د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو د مدافعینو، ملګرو ملتونو او د هېوادونو د ځانګړو استازیو یوه ناسته هم پلان شوې ده.

ځینو فعالانو په دې ناسته کې خپل ګډون رد کړی او انتقاد یې کړی چې افغان ښځې او مدني فعالان ولې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې اصلي ناستې ته نه وو بلل شوي.

یوه ډله بیا په ټوله کې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې په دریمې ناستې نیوکه کړې ده.

اوچا وايي، په افغانستان کې یې بودجه ډېره کمه شوې

افغانستان
افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دی.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې تر دې دمه یې د اړینې بودیجې نږدې ۲۳فیصده ترلاسه کړې چې ۶۹۶میلیونه ډالره کېږي.

اوچا وايي چې د ژوند ژغورنې ځینې مهم پروګرامونه ځنډول شوي او د ادارې نور فعالیتونه د بندیدو له خطر سره مخامخ دي.

اوچا ویلي چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دوحې په غونډه کې د فعالانو پر نه ګډون د کاناډا خوابدي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د تنظیموونکو پر دې پرېکړه مایوسي څرګنده کړې چې غیرطالب ګډونوال، د ښځو مدافعانې، د مذهبي او قومي اقلیتونو غړي او د بشري حقونو د ډلو نور غړي د دوحې درېیمې غونډې له اصلي بحثونو څنډې ته کړای شوي دي.

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، کاناډا له اوونیو راهیسې په ښکاره ویلي، چې د دوحې له درېیمې غونډې د ښځو او د مدني ټولنې پر حذف کولو مایوسه ده.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د کاناډا ځانګړی استازي ډېوېډ سپرول (David Sproule) هم برخه لري. د دې دوه ورځنۍ غونډې له اصلي بحثونو د ښځو او مدني ټولنې استازي څنډې ته کړای شوي، خو د سې شنبې په ورځ د ښځو او مدني ټولنې استازو ته په یوه حاشیوي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، ځینو ښځو دا حاشیوي غونډه تحریم کړې ده.

د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې ګډونوال به نن د دې غونډې په دوهمه ورځ هم خپلو بحثونو ته دوام ورکړي. تمه ده په نننۍ غونډه کې به د ملګرو ملتونو او د طالبانو د حکومت استازي د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر لومړیتوبونو او ننګونو خبرې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG